ماده او مادي نړۍ- مادیات او معنویات
زموږ ټوله نړۍ او کائنات مادي دي، حیه، نباتات او جامدات دي. داټوله تر يوه فزیکي قانون لاندي دي. ماده شی نه شي خلق کولای یاني خالق نه ده، نومخلوق ده. ماده پخپله په هره ستاینه چې ده مطلقه هم نه ده، ځکه چې تغیر پذیره ده او تغییر مومي. ماده تجزیه کیږي په ډېرو وړو «زرو» سره.
نباتي او جامداتي مادې ظاهري شکلي فزیکي خواص لري، معنوي روحي شی نه لري.
حیه مادې ظاهري شکلي او داخلي باطني «معنوي» ستایني لري. چې د حیوانانو داخلي ستاینه ئې شعور دی. دانسان دا فهم او عقل دی. ټوله حیه احساس لري، چې دغه احساس د حیوان او انسان یو تر بله توپیر سره لري. حیوان او انسان دخپل ظاهري فزیکي شکل دساتلو لپاره خوراک اوچیښاک ته اړتیا لري. او انسان دخپل روغتیا لپاره درملوته اړ دی.
د حیه وو روح خاص د دوی د ژوند لپاره دی. نور اوصاف د انسان لکه عقل،نفس،فهم،درک،قهر،رحم،صله اودغسي نور باطني سیستم جوړه وي. روح که څه هم باطني دی خو په دغه پورته اوصافو پوري اړه نه لري؛ څرنګه چې پورته هم وویل سوه. روح د حیه وو ژوندته بقا بخښي. کله چې روح له بدنه وووت نو حیه مري او ژوند ئې پای ته رسي. روح یوازي او یوازي دالله (ج) په اختیار کي دی. الله(ج) پخپل کلام کي وایي: (روح دالله په امرکي دی. دانسانانو پوه لږده چي په روح پوه سي.) اوبېشکه چي ژوند اومرګ دالله (ج)له خوادی. انسان پرژوند اومرګ باندي ځواکمن نه دي.
پخپله الله (ج) پخپل کلام کي وایي: (ټوله ژوندي دمرګ څکه کوي.) او دغسي هم دی. موږ ئې وینو. کله چي وخت راغی نوانسان مري یاني روح له بدنه وزي.
که انسان ځان په ریاضت، زهد او پاکي دنفس الله(ج)ته ځان نږدې کی دا هغه مهال دی،چي دانسان نفس پاک اودمادي سستم څخه خلاس دی او ددنیامادي حالت بیا نه ویني له ځان بېرون وي. ژوندې بولګه ئې «منصور علاج» دی،چي د(ان الحق)نارې ئې وهلې. دی اصلاپه مادي کي نه وو. و الله(ج) ته نیږدې شووی وواو داخبره ئې له خولې راوته. ده «دار» اومرګ نه ليده.
بله بولګه (بایزیدبسطامی) ده: دی وایي: (سبحانی ماعظیم الشانی انا سلطان السلاطینی) (یاني پاک یم زه اولوړدی زماشان اوزه پاچا دپاچاهانویم .)دی له ځانه راوتلی الله ته قریب وو؛ نوده مادي حالت چندان نه لیده. بله بولګه ئې (خواجه عبدالله انصار)دی.او بله بولګه ئې (شمس تبریزي) ده.
الله خالق دی نړئ اوکاینات ئې چي مادې دي مخلوق دي. ماده مخلوق ده، خالق کېدای نه سي. الله پخپل کلام کي ملائکوته وايي: (زه پرځمکه د ځان له خوا خلیفه غوره کوم.) خودا خلیفه آدم وو. مګر که څه هم دالله خلیفه دی خالق کېدای نه سي. نور صنعتي خارق العادة کارونه کوي، مګربیاهم فناکېدونکی دی.
که دنن ورځي حالت یوه بولګه وبولودغه مقتدر ځواکمن انسان چي فضائې تسخیرکړې ده او(ګېن تخنیک)باندي ترډېره بریده حاکم دی او د(الکترونیکي اواتومي واړنګیو) باندي برلاسی دی؛دیوه «کروناویروس» ومرض ته لاعلاج پاته دي. پخپله طبیبان وایي،چي داناروغي داسي ده لکه یو«ګریپ»؛خو په میلیونو خلک په اخته سوي او په زرهاوو ئې وژلي. دټوله نړۍ پر اقتصادي حالت،ټولنیزحالت اوسیاسي حالت باندي دې «وېروس» فشارراوړ. انسان پخپل دغه قدرت ورته عاجزه پاته دی. دا په دې ماناده،چي انسان ډېرعاجزه واکمن دی. له دې نه څرګنديږي،چي ماده ډېره ضعیفه او بېواکه ده. که څه هم د دا ټوله نړۍ جوړښت اوسستم مادي دی. خو بیاهم دیني پوهان توصیه کوي، چي د«نفس اماره» پیروی نه سۍ ياني ډيرمادي پرسته نه سۍ .
ماده چي زېږوونکې اوزېږېدونکې ده. الله (ج) نه زېږېدونکی او نه زېږوونکی دی او هیڅ یو سیال نه لري. واحد خالق دی او له مادې نه د پورتنیودلایلوپربنسټ الله ماورادی. الله لایزال دی،مطلق دی،خالق دی،واحد دی اوبې سیاله دی. اوماده چي ده بدلون مومي، شی نه سي خلق کولای یاني مخلوق ده او واحده نه ده.