لیسانس ځوانان او بې کاري

لومړی خو باید ټول د لوی څیښتن جل جلاله شکریه اداء کړو چې د تعلیم په ډګر کې اوسنۍ وخت د پخوانيو وختونو سره ډیر تفاوت لري ولې چې موږ او تاسې په داسې یوه ټولنه او وطن کې اوسیږو چې تاریخ یې پرته له جنګونو او شخړو بل څه نه دي لیکلي خو بیا هم زیاتو جنګونو سره، سره وضعیت په بل ډول بدل شوی دې چې له جملې څخه  یو یې علمي ساحه ده چې نن صبا ځوریدلیو او جنګ ځپلیو افغانانو زور ورکړی دې او خدای د وکړي چې د تل لپاره په علم باندې منګولې ولګوو.

تاسو وګوری چې  د دیارلسو کلنو په تیریدو سره؛ له کله چې د طالبانو حکومت له منځه ولاړ او په افغانستان کې امریکا او نړیوالې ټولنې قدم کیښود نو د افغانانو لپاره د تعلیم کولو لپاره یو فرصت برابر شو چې په واسطه یې تر نن پورې زموږ ځوان قشر د نړیوالو د مرستو او کومکونو سره، سره د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصې وساتلې چې د خدای جل جلاله په نصرت سره به دا لړۍ دوام لري.

دا ښکاره خبره ده چې تیر دیارلس کاله که د افغانانو لپاره د جنګونو او ظلمونو څخه ډک وه خو بیا موږ ته یو داسې طلایي چانس په لاس راغلی وو چې متاسفانه د زیات فساد او کمزورې ادارې له امله سمه استفاده ترې ونه اخیستل شوه او هر چارواکۍ، مشر او کارمند د خپل جیب د ډکولو په فکر کې شو.

که زموږ د تیر حکومت چارواکیو او مشرانو په صداقت او د وطني احساس له مخې %80 سلنه کار کړی وای او یو داسې اداره یې جوړه وای چې هر افغان لوستۍ او نالوستۍ پکې مصروف وای نو نن به زموږ ډیری افغانان په کارونو بوخت وای چې د هغې جملې څخه د لیسانس ځوانانو یادونه کولی شو چې په نننیو ورځو کې ډیر زیات یې بې دندې دي او په کورونو ناست دي ، موږ او تاسې هر کال ګورو چې د افغانستان د ټولو ولایتونو په زرهاوو ځوانان د مختلفو ولایتونو  نیمه او لوړو زده کړو انسټیټیوټونو او پوهنتونونو  ته بریالي کیږي او په مقابل کې یې په همدومره اندازه ځوانان له همدغو مرکزونو څخه د فارغت سندونه تر لاسه کوي چې دا زموږ لپاره د ویاړ او فخر خبره ده خو بدبختانه به ووایو چې همدغو د لیسانس کچې ځوانانو ته چې د ملت حساب پرې کیږي او د وطن د جوړه ولو بنسټ ګڼل کیږي بې روزګاره او بې دندې ګرځي.

ښه خبره خو دا وه چې دولت باید دغه تعلیم یافته قشر ته ځانګړې پالیسي جوړه وای او د هغې له مخې یې دوی ته په دولتي او خصوصي سکتور کې د کار او خدمت کولو زمینه مساعده کړې وای خو دلته چې د فساد څانګې تر اسمانه رسیدلې دي ، ناممکن ده چې دا ډلې، ډلې لیسانس ځوانان په دندو وګماري او د دغو ځوانانو لپاره د کار نه شتون به د هغوی په ذهني قوت ډیر بد اثر وکړي کوم چې دولت په میلیونونو ډالر مصرف پرې کړی دې مګر اوس د دولت له پام څخه غورځول شوي دي او شمیر یې ورځ تر بلې زیاتیږي که تخمینناً ووایو نو تقریباً په هرو څلورو کسانو کې یو نفر دنده لري او پاتې درې کسان په کورونو ناست دي ، انتظار باسي چې دولت کارونه او وظایف ورته ورکړي خو نشته او هیڅ نشته.

اوسنۍ حکومت چې د ملي وحدت تر نوم لاندې جوړ شوی دې باید په جدیت سره ددې طبقې ځوانانو غم وخوري تر څو په خصوصي او دولتي سکتورونو کې کارونه ورته پیدا کړي همدارنګه باید وویل شي چې د نړیوالې ټولنې او دوست هیوادونه چې تل له موږ سره مرستې کوي او نه غواړي چې د سیاسي موخو د لاسه ورکولو لپاره موږ پریږدي باید د هغوی مرستې نورې هم راجلب شي او په داسې پروژو کې یې  مصرف کړي چې هم لوستي او نالوستي ځوانان پکې مصروف وساتي او هم مو وطن پرې جوړ شي خو دا هر څه هله کیدلی شي چې د ملي وحدت اداره د فساد په له منځه وړلو کې کلک رول ولوبوي او ټولې چارې او پروګرامونه د همغږۍ له مخې سرته ورسیږي

ځکه اداري فساد یو داسې ناروغي ده چې شته پرمختګونه او ښکلاګانې له منځه وړي.

د اداري فساد په شتون کې به هر سړی بې کاره وي نو زموږ ځوانانو د ملی وحدت حکومت څخه اساسي غوښتنه دا ده چې اداري فساد سره سخته مبارزه وکړي ځکه چې اداري فساد زموږ د بې کاری لوی مثیبت ګرځیدلی دې.

نو په دې هیله چې د ټولو افغانانو لپاره دا بې کاري له منځه ولاړه شي او په بدل کې موږ ټول د ملي یووالي له مخې ګران وطن افغانستان ته خدمت وکړو او خدای د وکړي چې د تل لپاره زموږ هیواد کې سوله راشي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب