ليکوالي څه ته وایي؟

ليکوالي څومره مهمه ده؟

انسان ته الله تعالی د تعبیر دوې وسيلې ورکړې دي لومړۍ ژبه او دوهمه قلم، انسان ددغه دوو وسيلو په مټ کولای شي، دهغه څه ښکارندويي وکړي چې دی يې په زړه کې لري.
انسان ته الله تعالی دتعبیر دوې وسيلې ورکړې دي لومړۍ ژبه او دوهمه قلم، انسان ددغه دوو وسيلو په مټ کولای شي، دهغه څه ښکارندويي وکړي چې دی يې په زړه کې لري.

په ژبه او قلم سره تعبیر کول هر يو ځانګړی فن دی او په دې فن کې ځانګړي مهارت ته اړتيا شته. په ژبه سره تعبیر کولو ته عربي ژبه کې تقریر او پښتو کې ورته بیان ويل کيږي، په قلم سره تعبیر کولو ته عربي کې تحرير او پښتو کې ورته ليکوالي ويل کيږي. دلته غواړو چې دليکوالي په اهميت رڼا واچوو.

علامه عبد الفتاح أبو غده رح په خپل کتاب «قيمة الزمن عند العلماء» کې دابن جوزي رح دا خبره راوړې «زما په آند تصنیف تر تدريس غوره دی؛ ځکه په تدريس کې زما څخه يو شمېر زده کوونکي استفاده کوي، اما په تصنیف سره زما له علم څخه ټول هغه کسان چې له ما څخه غائب دي او له ما وروسته نړۍ ته نوي نوي راځي؛ استفاده کولای شي»

د ابن جوزي رح له خبري څخه په استفادې ويلای شو، چې د مسلمان داعي (هغه که عالم، محصل او د رسنيو فعال وي) موخه دمسلمانانو اصلاح، له حق څخه دفاع او باطل په وړاندې مبارزه ده او دا کار دليکوالي په مټ په ښه توګه انجامولای شي؛ ځکه په بيان سره خو به ناست خلک ګټه پورته کړي، اما دليکوال يوه په زړه پورې ليکنه کولای شي دنړۍ په هر ګوټ کې دمسلمانانو احساسات را وپاروي. په اوسني وخت کې د دعوت وسائل ډير پراخ شوي دي، يوازې يو ويب سايټ په لکونو لوستونکي لري؛ ځکه نو ددغه وسائلو په مټ دليکوالي ګټه ډيره پراخه ده.

دا هم بايد وویل شي چې اوسمهال دکتاب له مطالعې سره دخلکو علاقه پرې شوې ده، نن ورځ انټرنيټي او بريښنايي ليکنو ډیر وګړي دکتاب له مطالعې څخه را ګرځولي دي، ديو عرب عالم په خبره په عربو کې دکتاب نه لوستنې سلنه ٪۷۹ فيصده ده. اوسمهال دخلکو ويښتيا او اصلاح بايد دهغه وسائلو په مټ وشي، چې دوي شپه ورځ ورته لاس رسی لري.

نن ورځ تر ډيره حده دليکوالي په برخه کې تشه تر سترګو کيږي، له يوې مدرسې او ښوونځي څخه په کال کې زرګونه فارغینو ته که ديوې مقالې دليکلو کار ور له غاړې شي؛ نو دې کار ته که ته دګوتو په شمېر کسان آماده و، پاتې نور په ليکوالي کې مهارت نه لري.

دليکوالي په برخه کې دپياوړتيا لپاره باید لاندې کارونه په پام کې ونيول شي.

۱_ د مدارسو او مکتبونو ښوونکي بايد خپلو شاګردانو ته په اونۍ کې ديو مضمون ليکلو کار سپاري، تر څو دوی له وړوکتوبه له ليکوالي سره بلد شي او په راتلونکي کې هر يو پياوړی ليکوال جوړ شي.

۲_ په مياشت کې يو ځل د ليکوالي په اړه سيمنار جوړيږي، د ليکوالي په اهميت عامه پوهاوی ورکړل شي، د ليکنو پر سر امتيازات تعين شي او په مياشت کې دهر ليکوال ليکني د مدرسې يا مکتب په ديوال را ځوړندي شي. دا ډول کار د کراچۍ په يو مشهوره مدرسه کې هم کيږي چې ماته په نظر ډير ګټور معلوم شو.

۳_په معاصر نصاب کې باید دليک لوست، املاء او د پښتو او فارسي ژبې ګرامر کتابونه درج شي، تر څو دا کار د ليکوالي په برخه کې د مثبتو بدلونونو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

 داهر څه ددې لپاره چې ټولنه مو په غیږ کې داسې ليکوالان ولري چې د اسلامي امت پوره رهنمايي وکړي او د معاصرو راپورته شویو فتنو او ګمراهيو مخه ونيسي، له داسې ناخوالو سره بيا مخ نشو چې دليکوالي دنه موجوديت په خاطر ښه با استعداده او پوه کسان خپل علم له ځانه سره قبر ته یوسي او څوک ترې استفاده ونه کړي.

 حسان مجاهد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب