لومړی کس چې د قیامت په ورځ به الله تعالی ته ګوري!

يوه ورځ عبدالله ابن ام مکتوم رضی الله عنه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغی، په داسې حال کې چې ډېر خفه معلومېده، رسول الله صلی الله عليه وسلم ترې وپوښتل چې ولې خفه يي هغه ورته وويل، چې د قرآن کريم په يو آیت سخت خفه يم، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل، چې آيا د قرآنکريم داسې آیت هم شته چې تا خفه کوي؟ دا کوم آیت دی؟ هغه ورته وويل: دا ايت چې {وَمَن كَانَ فِي هَذِهِ أَعْمَى فَهُوَ فِي الآخِرَةِ أَعْمَى وَأَضَلُّ سَبِيلاً”72″}(الإسراء) (څوک چې په دې دنيا کې ړوند وي، هغه به په آخرت کې هم ړوند وي او د ګمراهۍ په لار روان دی، ما خو په دې دنيا کې په ړوندوالي صبر وکړ، خو په هغې دنيا کې به څنګه صبر وکړم؟

رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل، چې د الله تعالی امر ته به انتظار وکړو!

يو څه وخت وروسته يې بيا ابن ام مکتوم رضی الله عنه را وغوښت او ورته يي وويل چې دا آیت نازل شوی دی چې: {فَإِنَّهَا لا تَعْمَى الأَبْصَارُ وَلَكِن تَعْمَى الْقُلُوبُ الَّتِي فِي الصُّدُورِ “46”} (الحج (د دوی سترګې به ړندې نه وي، بلکې د دوی زړونه به ړانده وي، هغه چې په سينو کې يې دي).

بيا ورته رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: ای ابن ام مکتومه! الله تاته سلام وايي، هغه په ګونډو شو او په ژړا شو او ویي ویل: په ریښتیا سره الله تاته زما نوم واخیست؟ ځواب يي ورکړ هو! ته به لومړی هغه کس يې چې د قیامت په ورځ به الله تعالی ته ګورې!

مجتمع مجله (2065 مه ګڼه)

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب