لومړی مخرج: جوف | تجوید ۶ لوست

  موخه: د “و، ا، ی” د مخرج پېژندنه.

“جوف ” د خولې خاليګا ته وايي او له دې څخه دغه درې حروف ادا کيږي

۱- (واو) کله چې ساکن وي او له هغه مخکې حرف پېښ ولري، لکه: (المَغْضُوبِ)

۲- (يا) کله چې ساکنه وي او له  هغې مخکې حرف زېر ولري، لکه: (نَسْتَعِين)

۳- (الف) چې کله بې خوځښته سکون ولري او مخکې حرف يې زور ولري لکه: (صِرَاطَ)

دغو درې حروفو ته (حروف مده) وايي.

پوښتنې:

۱- حروف مده څو دي؟

۲- د الف مده بېلګه وړاندې کړئ؟

مشق او تمرين:

لاندېني ايتونه په دقت سره تلاوت کړئ او حروف مده پکې په نښه کړئ:

عَمَّ يَتَسَاءلُونَ . صُحُفِ إِبْرَاهِيمَ وَمُوسَى . إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب