د مخرج تعریف او د حروفو مخرجونه | تجوید ۵ لوست

موخه: د مخرج پېژندنه.

د مخرج لغوي تعريف : مخرج په لغت کې د وتلو ځای ته وايي.

د مخرج اصطلاحي تعريف : مخرج په اصطلاح کې هغه ځای ته وايي چې توری ورځينې ادا کيږي.

د حرف د مخرج پېژندلو طريقه : که څوک وغواړي چې دکوم حرف مخرج ځان ته معلوم کړي نو هغه حرف دې ساکن کړي او ورڅخه مخکې دې بل متحرک حرف راوړي او تلفظ دې پرې وکړي؛ نو دهغه حرف مخرج به ورته معلوم شي. لکه د (با) مخرج چې ترې وړاندې  همزه راوړل شي: أب  إب  أُب  او داسې نور…

مخرج په پنځه ډوله دی :

۱- جوف  (د خولې مينځ)
۲- حلق (ستونی)
۳- لسان  (ژبه)
۴-شفتين(شونډي)
۵- خيشوم (د پزې وروستی خاليګا)

 ټول مخرجونه اوولس دي: درې په حلق کې، لس په ژبه (لسان) کې، دوه په شونډو (شفتينو) کې، يو په جوف کې او يو هم په خيشوم کې

پوښتنې:

۱- د يو حرف دمخرج پېژندلو طريقه څه ده؟

۲- مخرج په څو ډوله دی؟

۳- ټول مخرجونه څو دي؟

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب