لورانو ته سالمه اسلامي روزنه ورکړئ!

لکه څنګه چې داسلامي ټولنې په اصلاح کې دنارينه وو کړنې او کردار مهم دی، دغسې بلکې له دې څخه زیات دمېرمنو کړنې او کردار اړین دی .

دغه وجه وه چې داسلام ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم به دلورانو روزنې او تربیت ته زیاته پاملرنه کوله او هم به یې پلرونو ته دلورانو دسالمې روزنې په اړه سپارښتنې کولې .

لکه فرمايي:
( من كنّ له ثلاث بنات يؤدبهن، و يرحمهن، و يكفلهن وجبت له الجنة البتة، قيل: يا رسول الله فإن كانتا اثنتين، قال: وإن كانتا اثنتين/مسند احمد )

ژباړه: د چا چې درې لورانې وي ادب وروښیي، رحم پرې کوي او نفقه ورکوي (کفالت یې کوي) نو د ده لپاره جنت واجب شو.

پوښتنه وشوه چې ای د الله رسوله! که چیرته دوه وې نو بيا؟
نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وویل: که دوه هم وي همداسې ده.
که موږ دخپلو اسلافو تاریخ کې خپل نظر وزغلوو نو وبه ګورو چې دامت ستر امامان دامامت مقام ته درسېدو تر ټولو ستر لامل دخپلې مور سالمه روزنه وه، ځکه دمور غیږ داولاد لپاره لومړی روزنتون او مدرسه ده.

نو دټولنې داصلاح لپاره دمېرمنې اصلاح تر بل هرڅه اهمه او ضروري ده! ځکه دټولنې اصلاح او فساد دمېرمنې له روزنې پورې تړلی دی.

نن اسلامې ټولنه د فحش او ضلالت تر ګړنګه ځکه را ورسېده، چې دمېرمنو ټول حقوق پایمال او ترپښولاندې شول له دوی سره د ترحم په جامه کې ظلم کیږي، او هم ورسره په ټولنه کې دافراط او تفریط څخه کار اخستل کیږي.

که په یوه ټولنه کې ددوی دحقوقو او روزنې غږ پورته کیږي، خو هغه بیاپ ګوړه کې د زهرو په مانا دي چې داسلامي روزنې پرځای غربي تهذیب او روزنه ورکول کیږي، او داسې مفکوره ورکوي چې ګواکې له دغه سواد او تعلیمه پرته نن په نړۍ کې ژوند تېرول له امکانه لرې خبر ده، او په ټولنه کې دوی ته هغه دندې ورسپارل کیږي کومې چې الله جل جلاله نارینه و ته ورسپارلي.

خوبل خوا په بله ټولنه کې بیا لور په خپله یو ستر عیب ګڼل کیږي په کومه کورنۍ کې چې لور نړۍ ته سترګې وغړوي دزیري او بشارت پرځای خلک دتسلیت او تعزیت لپاره ورځې او حال دا چې لور دالله جل جلاله یوه ستره لورینه ده او انبیاء د لوڼو پلاران وو!

یعقوب بن بختان رحمه الله وایی: اووه لوڼه مې پیدا شوې، هر ځل به مې چې لور پیدا شوه امام احمد بن حنبل رحمه الله ته به ورغلم هغه به راته وویل: ابو یوسفه! انبیاء علیهم السلام د لوڼو پلاران وو!

یعقوب وایي: نو د ده په خبره به مې اندېښنه ختمه شوه. [تحفة المودود لابن القیم]. امام حسن البصري رحمه الله وایي: لوڼه نېکۍ دي او زامن نعمتونه دي، په نېکیو الله بنده ته ثوابونه ورکوي او د نعمتونه به حساب ورسره کیږي.

بیا په دغې ټولنه کې لورانې له هر څه محرومې پاتې دي تر دې چې ددوی په حق کې اسلامي روزنه، تربیت، ظرافت، پوهه او هوښیاتیا ترهرڅه ستر عیب بللی شي، په ځانګري ډول په پښتنه ټولنه خو دلورانو دپېر وپلور بازار ګرم دی دڅارويو په څېر بې دریغه او په پراخه پیمانه په لوړه او ټیټه بیه پورل کیږي، ولور دنجونو دپلورلو لپاره یو ادبی نوم کارول کیږې.

او نوموړې ټولنه په دې اند ده چې مېرمن باید ساده او له اسلامي تعلیماتو په لرې واټن کې ووسي، اودا هرڅه دوی په دې خاطر کوي چې که مېرمن له اسلامي احکامو برخمنه شی؛ نو له خپلې پلارنۍ به د خپل حق(میراث) غوښتنه وکړي، او دوی د لورانو او مېرمنو حق ورکولوته هیڅکله ندي اماده .

دغه وجه ده چې نن په ټولنه کې مېرمن دميراث له بابه په مجموعي توګه وتلې ده چې نه دې ته اونه له دې څخه میراث پاتې کیږي تردې چې له ټاکلي مهر نه هم محرومه پاتې ده مېرمن داحق نه لري چې پخپل مهر خپلې اړتیاوې پوره کړي. او د افسوس ځای دا دی چې نن په یاده موضوع علماء هم خاموش او ساکت پاتې دي.

لیکنه: الهــــام البــــــدري.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب