له هر څه سترګې مه پټوئ! -ګل پاچا الفت

ښه وګورئ! سترګې مه پټوئ! خداى-جل جلاله- ته ورتګ دى د قيامت ورځ راتلونکې ده، سترګې پټول، حق نه ويل، د حق په ځاى کې چوپ کښېناستل ډېره لويه او عظيمه ګناه ده.

ليکنه: استاد ګل پاچا (الفت)
ترتيبوونکى: ن-مرستيال کندهار

وګورئ! او په ځير-ځير وګورئ، که ستاسې سترګې خلاصې شوې که تاسې هر څه ولېداى شوه، که ستاسي بينايي مالومه شوه ډېره لويه او ستر ګټه به وکړئ.
ستاسې ډېرې بدبختۍ په سترګو غړولو، ليدلو او کتلو ورکېږي.
تاسې د سترګو په حکمت ښه نه ياست پوه شوي او پوره کار مو له خپلو سترګو نه دى اخستى.
هغه کسان چې ګوري او ويني غله ور څخه څه نه شي پټولى او غدۍ پرې نه لوېږي.
تاسې خپلې سترګې غړوئ او ګورئ، مګر څه نه وينئ او څه نه شئ لېداى، تاسې به واياست چې موږ شپه او ورځ پېژنو، تور او سپين بېلوو، د انسان او حيوان فرق کولى شو، که موږ څه نه ليدلى هر ګوره به د چا له موټر لاندې شوي وو يا به په کندو او کپرو کې لوېدلي وو په سړک به نه وو روان او بې لارې به تللو.

زه وايم چې اوس هم ډېر خلک بې لارې روان دي او سمه لار يې پرې ايښې ده، ډېر خلک له ګړنګونو لويدلي دي، مګر ځان ته نه دي متلفت. دغه شان ليدل او کتل چې موږ کولى شو حيوانات يې هم کولى شي او د موټرو له مخې اوښان هم ځانونه په ځنګوي، واښه او اوبه ويني، له پاڼونو او کمرو ځان نه غورځوي او له حسي خطراتو نه ډډه کوي.
د انسان ليده او کاته بايد له حيوان نه ډېر فرق ولري، د بنيادم نظر بايد دومره سطحي او سر-سري نه وي.
راځئ! چې موږ او تاسې د خپل نظر امتحان ورکړو چې موږ څه ليدلى شو که نه؟ مقصد مې دا نه دى چې دا ولى مياشت په مازيګر يا غرمه کې ګورو، يا به څو کيلو متره لري يو شي مالوموو چې انسان دى که حيوان، نر دى که ښځه؟ سپور دى که پلي؟ زما مطلب بل شان امتحان دى او بل راز سترګې مې په کار دي.

هو! زه هغه سترګې غواړم چې غدر، خيانت، ريا، ټګي، ظلم او تلبيس بلکې! ابليس ورنه ډډه کوي او دغه شيان ليدل شي.
زه وايم دغه خلک چې تاسې په لارو او کوڅو کې، په بازارونو او مساجدو کې يا په دوايرو او وزارتو کې په کرات اومراتو ليدلي او کتلي دي، ايا تاسې دوئ په رښتيا ليدلي او که اشتباه مو کړې ده؟
زه ګمان کوم چې ډېرو خلکو ډېر خلک نه دي لېدلي او ور سره اشنايان شوي دي.
دغه سترګې چې له موږ سره شته له کار وتلي دي او څه نه ويني، دغه شان سترګې د هوا له مرغانو او د ځمکې له ځناورو او حيواناتو سره هم شته.

هغه سترګې چې له رنګونو او اجسامو نه ماوري نور شيان ليدلې شي هغه زموږ په رښتيا څه نه وينو.ما ته دا سودا په ټينګه پيدا شوې او زړه ته مې دا خبره لوېدلې ده چې موږ څه نه شو ليدلې که زه غلط شوى يم زما سودا وباسئ او ما پوه کړئ.

ما خو دمخه وويل چې زه له تاسې نه په رڼا ورځ د ستورو ليدل نه غواړم، زه وايم دغه کسان چې تاسې يې هر ورځ خبرې کوئ او ورسره مخامخ کېږئ يا په موټر او بګيو کې ستا له مخه تېرېږي تاسې يې پېژنئ چې دا څوک دي او څنګه خلک دي؟
هغه چې په ښو-ښو ماڼيو کې اوسي، په اعلى موټرونو کې سپرېږي، نفيس لباسونه اغوندي، او ښه-ښه خوراکونه خوري ايا په دوئ کې خاينين، غدران، ظالمان او منافقان نه شته؟
دوئ ټول کاريګر لايق او صحيح اشخاص دي؟ دوئ دغه جايدادونه او دا دومره ډېرې پيسې په مشروع ډول، په کار او لياقت پيدا کړي دي؟

دغه نور چې ډوډۍ نه مومي، د ناستې ځاى نه لري، په تن لغړ او خېټه وږي دي؛ په دوئ کې د وطن صادق خدمتګاران، پاک نفسه، زحمت کشه او لايق اشخاص بېخي نه شته؟ دوئ ټول له څرمې بېکاره او غير مستحق اشخاص دي؟
تاسې ښه وګورئ! او ډېر غور وکړئ که دلته خاينانو، غدرانو او ظالمانو په ظلمونو، رشوتونو او خيانتونو عالي قصرونه، نفيس موټرونه، پاخه جايدادونه او لوړ مقامونه پيدا کړي وي او ډېر ښه خلک او صالح اشخاص چې لس شل کاله يې د وطن خدمت په صداقت او پاک نفس کړى وي، هغه نن خوار او زار، بې کوره او بې اوره ګرځي  او هېڅ نه لري؛ نو تاسې يقين وکړئ چې موږ ړانده يو او څه نه وينو. که چيرې د ړندو بازار نه واى او خلکو ښه او بد ليدلى هېڅکله به دغسې نه کېدل او نه به وشوى.

که زموږ په سترګو پردې نه واى د رشوت خورو په کور کې به دا ښايسته پردې نه ځړېدلې او د قصور خاوندان به په قصرونو او ماڼيو کې نه اوسېدل.

ليکنه: استاد ګل پاچا (الفت)
ترتيبوونکى: ن-مرستيال کندهار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب