له نورو سره مرسته مو له دغې مهلکې ناروغۍ څخه ژغورلی شي

خپلو دوستانو، خپلوانو او نورو ته ډالۍ ورکول او له غریبانو سره مالي مرسته د نبوي سنت یوه ستره برخه تشکیلوي او اوس ساینس هم ثابته کړه چې دغه عمل د یو شمیر مهلکو ناروغیو لپاره تر ټولو غوره درمل ثابت کیدی شي.

د کاناډا په هیواد کې یوې نوې ترسره شوې څیړنې ثابته کړې چې نورو ته ډالۍ او مالي مرسته له هغو کړنو څخه دي چې د انسان روغتیا لپاره ډیرې مهمې ګټې لري.

د برټش کولمبیا د پوهنتون په دغې نوې څیړنې کې ثابته شوې چې له نورو سره مالي مرسته او د عامه ګټو په کارونو پیسې لګول د وینې لوړ فشار په ټیټولو او له منځه وړلو کې له اندازې زیاته مرسته کوي.

په دغې څیړنې کې ۱۲۸ ځوانانو ته د دریو اونیو لپاره ۴۰ ډالره ورکړل شوی و او نیمايي کسانو ته ویل شوی و چې دغه پیسې په ځان او پاتې نورو کسانو ته ویل شوی و چې شي دغه ورکړل شوې پیسې په نورو مصرف کړي.

د دغې څیړنې په پایله کې معلومه شوه چې هغه کسان چې له وړاندې څخه د وینې په لوړ فشار اخته ول په نورو د پیسو مصرفولو سره د هغوي د وینې فشار کې د پام وړ ټیټوالی ولیدل شو.

د دوي پر وړاندې هغو کسانو چې دغه پیسې پر خپل ځان مصرف کړې وې د هغوي د وینې په فشار کې هیڅ ډول مثبت بدلون ونه لیدل شو.

له دې څیړنې څخه وروسته څیړوونکي وویل چې له خپلو پیسو څخه نورو ته ډالۍ ورکول او له نورو سره مالي مرسته د انسان د وینې لوړ فشار کې د پام وړ مثبت بدلون راوستلی شي.

  • د نصاب کتابونه
د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ