له نبي (عليه السلام) سره د حضرت خديجې د نکاح واقعه
له نبي (عليه السلام) سره د حضرت خديجې د نکاح واقعه :
محترمو وروڼو ! لکه څرنګه چي په تيره برخه کښي دا خبره تاسي ته معلومه سوه چي کله چي حضرت خديجې (رضي الله عنها) د نبي کريم (صلی الله عليه وسلم) دخارقُ العادته خصوصيت او د تعجب خيزه صفاتو ننداره وکړه نو ددې مبارکي حُسنِ اعتقاد د نبي (عليه السلام) په اړه نور هم مضبوط او ګړندئ سو ، نو له دې سره سم يې ددغو واقعاتو او حالاتو قصه و خپل د أکا وځوۍ ته (چي ورقه ؤ ) بيان کړه ، او له هغه څخه يې د تبصرې غوښتنه وکړه .
ورقه بن نوفل ددې په جواب کښي ورته وويل چي کچيري دا حالات رشتيا وي نو بېشکه حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) ددغه أمت نبي دئ ، او زه پدې ښه پوهيږم چي يو نبي راتلونکئ دئ او د هغه د راتګ زمانه هم نژدې ده ، او زه و هغه ته منتظر يم .
ددې خبري او واقعاتو په ليدلو سره حضرت خديجه دونه متأثره سوه چي پدې کښي يې له ده مبارک سره د نکاح کولو فکر پيدا کړ ، او په حريم نبوت کښي د شامليدو هوډ يې وکړ ، چي په نتيجه کښي دې مبارکي پخپله (د شام له سفر څخه دوې مياشتي او ۲۵ورځي وروسته) و محمد (صلی الله عليه وسلم) ته د نکاح پيغام واستوئ ، او هغه مبارک د خپل أکا په مشوره و دغه پيغام ته ښه راغلئ ووايه ، او قبول يې کړ .
که څه هم د حضرت خديجې دولتمندي ، ثروتمندي ، مالداري او عالي خويونه په قريشو کښي تر لمر روښانه وو ، او په همدغه سبب هر شخص دا يو نعمت ګڼئ چي له دې سره يې نکاح کول په برخه سي ليکن د تقدير او د قضا کارکونکو نظر پدې باره کښي پر يو بلي هستۍ باندي مرکوز ؤ ، چي هغه سيدُ الثقلين ، د اولينو او آخرينو ستايل سوئ پيغمبر حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) ؤ .
علامه بوصيري (رحمه الله) دغه واقعه د نظم په شکل کښي پدې ډول بيان کړېده :
ورآء ته خديجة التقی والزهد وفيه سجية والحيآء .
و اتاما أن الغمامة والسرح أظلته منهما أفيآء .
و أحاديث ان وعد رسول الله بالبعث حانَ منه الوفآء .
فدعته الی الزواج وما أحسن أن يبلغ تمني الأذکيآء .
يعني او حضرت خديجې په نبي کريم (صلی الله عليه وسلم) کښي تقوی ، زهد او حيآء وليدله چي ځلیدله ، او دېته دا خبره راورسيده چي وريځي (سحاب) او د «سرح»نامي درختي پر ده باندي سايه وکړه ، دارنګه د محمد (صلی الله عليه وسلم) د بعثت او نبوت چي کومه وعده سوې وه د هغې د پوره کيدو وخت هم رانژدې سوئ دئ ، نو په همدې سبب دې مبارکي و نبي (صلی الله عليه وسلم) ته د نکاح کولو دَعوت ورکړ ، او دا څونه ښه او خوندوره ده چي نيکان خپله آرزو او ارمان تر لاسه کړي .
او علامه ابن سَعد په «طبقات ابن سعد ج۱ ص ۶۲» کښي پدې اړه داسي ليکلي دي چي حضرت خديجه د بې انتها پوهي ، عقل او شرافت خاونده وه ، له دې سره سره الله پاک ودېته پريمانه مال ، دولت او روزې هم ورکړېوه ، او د شرافت او عظمت په لحاظ ودېته يو خاص مقام حاصل ؤ ، نو ځکه هر چا دا خواهش درلودئ چي له دې سره د نکاح شرف حاصل کړي ، ليکن دې خپله توجه له هر چا راګرځولې وه ، دا ځکه چي د تقدير فيصله د يو بل چا په حق کښي سوې وه ، او دې مبارکي پر رحمةُ اللعالمين باندي خپل زړه بايللئ ؤ ، چنانچه «نفيسه بنت منيه» د دې لخوا دنکاح پيغام و نبي (عليه السلام) ته ورسوئ ، او دَئ مبارک هم په راضي سو او د نکاح د عقد نيټه يې وټاکله ، او دده مبارک أکا أبو طالب صاحب هم پدې خوښ سو او خوشحالي يې څرګنده کړه .
ددې مربوط د يوې بلي واقعې ذکر هم ضروري ښکاري ، کوم چي پدې مابين کښي ومنځته راغلې وه : هغه دا چي د جاهليت په زمانه کښي د مکې مکرمې ځيني ښځي په يو ځائ کښي سره جمع وې او حضرت خديجې هم په هغوۍ کښي شموليت درلودئ ، پدې وخت کښي ناڅاپه يو شخص راښکاره سو چي په زوره يې دا نعره کوله چي :
اې ښځو ! نژدې ده چي ستاسي په ښار کښي به يو نبي او پيغمبر ښکاره سي ، چی نوم بې «أحمد» وي ، په تاسو کښي چي څوک له هغه سره د نکاح شرف حاصلوائ سي نو ضرور دې حاصل کړي ، دغو ښځو پدې خبره بد يووړل او له دې سره سم يې د دغه شخص په شګو او ډبرو ويشتل پيل کړل ، مګر حضرت خديجه ددې خبري په معنی کښي ولويده او ډبره يې ونه غورځوله پټه خوله سوه .
د حضرت خديجې د حق مَهر (ولور، ورول) اندازه :
حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) له حضرت خديجې سره د شلو (۲۰) نوعُمره (ځوانانو) اوښانو د مَهر په مقررولو سره د نکاح عَقد وکړ ، او اوښان يې ذبح کړل ، د واده ميلمستيا يې په جوړه کړه او په خلګو باندي يې وخوړل .
د نکاح عقد د حضرت خديجې په محل کښي د حضرت حَمزه ، أبو طالب او نورو مشرانو په ګډون سر ته ورسيدئ ، أبو طالب کوم چي په عمر کښي د بزرګۍ خاوند ؤ د نکاح خطبه وويله ، او ۵۰۰ درهمه مهر مقرر سو ، د يادوني وړ ده چي پدې وخت کښي د حضرت خديجې پلار هم وفات سوئ ؤ ، نو په همدې سبب د نکاح په عقد کښي ددې له طرفه ددې أکا عمرو بن أسد وجود درلودئ .
په يو بل روايت کښي راغلي دي چي دغه تړون ددې پلار خُوَيلد وکړ ، خو مؤرخينو دا خبره رَد کړېده؛ ځکه چي ددې مبارکي پلار خو يا په جنګ «فجار» او يا تر هغه مخکي انتقال کړئ دئ ، امام سُهيلي (رحمه الله) هم ددې خبري تأييد کړئ دئ ، او ځيني نور روايات هم دغه خبره څرګندوي .
د نکاح په عَقد کښي د أبوطالب خطبه:
د حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) ګران أکا أبوطالب صاحب چي کومه خطبه وويله د هغې په شروع کښي يې داسي وفرمايل :
ټول تعريفونه يواځي الله (جل جلاله) لره دي ، هغه ذات چي موږ يې د حضرت ابراهيم له اولاده ، د حضرت اسماعيل له نسله ، د مَعد له أصل او د مضَر له عنصره پيدا کړي يو ، او ځموږ دپاره يې داسي کور منتخب کړئ دئ چي د هغه په نيت له ليري ليري علاقو څخه خلګ ځانونه حاضروي ، او د هغه کور چارديواري يې د أمن او بيغمي ځائ ګرځولئ دئ ، او موږ يې د همدغه کور ساتونکي او محافظين جوړ کړي يو ، او بيا يې موږ پر نورو باندي حاکمان ګرځولي يو . [السمط الثمين ص ۵ /زرقاني ج۱ ص ۳۷۶] .
ددغي خطبې اخیري الفاظ په لاندي ډول دي :
«أمابعد : فانّ محمدًا ممن لايوازنُ به فتًی مِن قريش الأرجح به شرفًا ونبلًا ، وفضلا وعقلا ، وان کانَ في المال قلّ ؛ فان المالَ ظل زائل ، عارية مسترجعة ، وله في خديجة بنت خويلد رَغبة ولها فيه مثلُ ذالک» . [روض الأنف ج۱ ص ۱۲۲ /شرح زرقاني طبع جديد ج۱ ص ۳۷۶] .
ترجمه :
امابعد : بېشکه محمد هغه څوک دئ چي د قريشو هر ځوان له ده سره د شرف ، بلندي ، فضيلت او عقل په اعتبار وتلل سي نو دده تله (پله) به پر درنه سي ، که څه هم دَئ (محمد) د مال په اعتبار کمزورئ دئ (خو دا کوم عيب نه دئ) ځکه چی مال يوه ختميدونکې سايه ده ، او بيرته تلونکئ أمانت دئ ، دَئ (محمد) و حضرت خديجې ته (دنکاح) رغبت او ميلان لري ، او هغه له ده سره د نکاح رَغبت لري .
د أبوطالب د خطبې له ختميدو سره سم د حضرت خديجې د اکا ځوۍ ورقه بن نوفَل د وکالت او ولايت په حيث ولاړ سو او داسي يې وويل : ټول صفتونه الله (جل جلاله) لره دي ، کوم ذات چي موږ يې همداسي جوړ کړي يو لکه چي أبو طالب وفرمايل ، او موږ ته يې داسي ښيګڼي رابخښلي دي کوم چي ده محترم وشميرلې ، موږ د عربو رهنمايان يو دارنګه تاسي هم ، هيڅوک او هيڅ قبيله ستاسي له نيکو ، دفخر او د شرافت له صفتو څخه انکار نسي کولائ ، او موږ ته ستاسي له قوم ، شرافت او ګرانښت سره د تعلق مينه راپيدا سوېده ، نو اې د قريشو قبيلو ! تاسي پر دې شاهدان سۍ چي ما د خديجې بنت خُویلد نکاح له محمد بن عبدالله (صلی الله عليه وسلم) سره وکړه .
له دې وروسته د حضرت خديجې أکا عَمرو بن أسد د أبوطالب په بلنه سره د عَقد د توثيق پخاطر داسي وويل : اې قريشو ! تاسي ګواهان سۍ چي ما خديجه بنت خويلد و محمد بن عبدالله ته په نکاح ورکړېده .
د ايجاب او قبول څخه وروسته د قريشو مشرانو و أبوطالب او د بنو هَاشم ونورو مخورو ته مبارکي پيش کړه ، او له همدې سره د نکاح مَراسم پائ ته ورسيدل .
د نکاح په وخت کښي د حضرت محمد او خديجې عمر څونه ؤ ؟
علامه ابن عبدالبر (المتوفي ۴۶۳هـ) ليکلي دي چي پدغه وخت کښي د حضرت خديجې عمر ۴۰ کاله وو ، او له نبي (صلی الله عليه وسلم) سره يې ۲۴ کاله ژوند وکړ ، او د ۶۴ کلنۍ په عُمر کښي بالا پر ۶ مياشتو يې له دنيا څخه کوچ وکړ [الاستیعاب ج۴ ص ۲۸۰/السمط الثمين ص۱۷] .
او د نبي کريم (صلی الله عليه وسلم) عمر مبارک (د جمهورو د قول مطابق) ۲۵ کاله وو ، دارنګه په صحيح قول باندي حضرت خديجې له نبي (عليه السلام) سره ۲۵ پنځه ويشت کاله وخت تير کړ ، چي د نبوت د لسم کال څخه وروسته په رمضانُ المبارک کښي او تر هجرت درې کاله له مخه دې مبارکي له دنيا څخه انتقال وکړ [فتح الباري ج۷ ص۱۳۴/کتاب المناقب ،باب تزويج خديجة] .
دارنګه علامه ذهبي (رحمه الله) په «سير أعلام النبلآء ج۲ ص۱۱۱» کښي ذکر کړيدي چي حضرت خديجة الکبری (رضي الله عنها) ۱۵ پنځلس کاله په عمر کښي تر نبي (صلی الله عليه وسلم) پورته وه .
پدې اړه نور مختلف روايات هم وجود لري چي په ځينو کښي د حضرت خديجې عمر د نکاح په وخت ۲۱ ، او په ځينو کښي ۲۵ ، او په ځينو کښي ۲۸ ، او ۳۰ ښودل سوئ دئ خو هغه ضعيف بلل سويدي ، صحيح خبره هغه ده کوم چي مخکي ذکر سوه .
والسلام .