ښځه په اسلامي ټولنه کې

په دې کې هیڅ شک نشته چې داسلام مبارک دین د جاهلیت په وړاندې په هر وخت مبارزه کړې، او انسانیت ته یې نجات ورکړی، د اسلام مبارک دین څخه وړاندې ښځې ته په درنه سترگه نه کتل کیده او د ښځې نه یواځې د جنسي الې په توگه استفاده کیده، او دپست او بیکاره موجود په څیر یې گڼله ، او ځینې یې په انسانیت هم شکمن وه ، په داسې یو حالت کې اسلام راغی چې د بشر نیم نسل د تباهۍ سره مخ وو ، اسلام ښځو ته ژوند ورکړ ، اسلام ښځه د ټولنې جوړونکې وگڼله او هغه یې د کور نیکمرغې ، دنارینه جامه وبلله ….

لیکنه: شرافت تسل

نو اوس غربیان غواړي چې د ښځو د حقونو په غولونکي شعار نه په استفادې ښځه بیا د تیر جاهلیت ته ور وگرځوي او د هغې نه د هغې حقونه واخلي .

مولانه مودودي رح لیکي :
دلویدیځ کولتورپوهان چې د((ښځودځغلولو)) کوم خوځښت راولاړولو سره زموږ د کورونو په ړنګولو پسې راخیستې ده اوددې لپاره ېې لومړی د اربابانو او د شتمنو خلکو کورونه نښه کړي ول ا ود هغوې په مرسته ېې دمنځنۍ او ټيټې طبقې له کورنو ښځې دتفریح په نامه له کورونو راویستو سره د محفلونو ډول پرې جوړوي چې په دې سره دنارینه هوس په دام کې راښکېلوي اودې ناوړه لمسونونو ته د ښځو د پرمختګ او د ښځو، او نارینه و ترمنځ د مساوات په څېر ښکلي نومونه پرېږدي داسلامي ټولنو اخلاقي او ټولنیز ارزښتونو د پام اړولو لپاره یهودي ذهنه خلکو څومره ژور فکر کړی دی.

تراسلام د مخه په ټولنه کې ښځوته په درنه سترګه نه کتل کېده بلکې په ډېر سپک نظر ورته کتل کېدل ان تردې چې نجونې به ژوندۍ ښخول کېدې د څارویو په شان په بازارونو کې خرڅېدلې د نر تابع وې کوم ځانګړی مقام او حیثیت يې نه درلوده اونه ورته کوم ټولنیز حق ټاکل شوی و.

اسلام تر هر څه له مخه د ښځې د محکومۍ پر وړاندې مبارزه وکړه اوښځې ته يې په ټولنه کې درنښت ور وباښه او په څنګ کې ورسره دا اعلان هم وکړ چې ټول انسانان د یو الله ج بنده ګان دي نر او ښځه دواړه یوشان د عزت او درناوي وړ دي.

اسلام ښځو ته مالي او قانوني حقوق د سړیو په څېر ورکړي، یعنې په دې حقوقو کې ښځه له سړیو سره یوشان ده، لکه ښځه دشتمنۍ واکواله کېدای شي ،خرڅ کولی شي، بدله اخیستلاې شي هر ډول دعوت کولی شي او همدا شان د خلع حق هم ورکړل شوی دی اوپه دې کې څه شک نشته چې ښځه له سړیو سره په انساني حقوقو کې برابره ده، ښځه ځانګړې پېژندګلوي لري، خوله منفي پلوه قدرت له نارینه وو جلا کړې، همدا شان د اسلام کورني نظام نر ته د برترۍ په ورکولو سره ښځې ته نفقه کور مهر خوندیتوب د ښوونې اوروزنې حقوق پرسړیو دي، او که نارینه د دې حقوقو پر ځای کولو کې سستي وکړي نو ښځه کولای شي چې په قضا کې پر دې سړي عریضه وکړي ، او خپل سالم او قانوني حقوق ترلاسه کړي ، اوهمدا شان اسلام سړي دې ته هڅولي چې د ښځو حقوق پر ځای کړي او په دې سربیره یې ورته دښه سلوک امر هم کړی .

په حدیث شریف کې راځي:
په مومنانو کې ترټولو بشپړ ایمان لرونکي انسانان هغه څوک دي چې ښه اخلاق ولري او له خپلو ښځو او بچو سره مینه اومحبت ولري ((ترمذي مخ ۱۱))
او همدا شان د اسلام په ټولنيز نظام کې ښځو ته په کور کې دندې سپارل شوي او سړیو ته له کوره بهر نو ځکه د دواړو د کار لپاره په ساحه او دندو کې لوی توپیر شته د ښځې پرغاړه یې دکورنۍ خرڅ او اړتیاوو د پوره کولو پرځای اسلام ښځې ته معاشي ضمانت ورکړی ،او په ټولنه کې یې ورته له ټولنیز پلوه لوړه مرتبه وربښلې ده، ځکه چې ښځه دکور واکواله او اداره کوونکې ده ، او همداشان ښځې ته نه دي پکار چې دبهرنۍ نړۍ دجوړولو په تکل کې خپل کور وران کړي، یعني د خپل میړه پرته نامشروع اړیکې ونیسي، او همدا شان په قران کریم کې الله تعالی فرمایلي:
(هُنَّ لِبَاسٌ لَكُمْ وَأَنْتُمْ لِبَاسٌ لَهُنَّ)[سورة البقرة:۱۸۷)
ژباړه: (هغوي (مېرمنې) ستاسو لپاره جامې او لباس دی او تاسو د هغوی لپاره جامې او لباس یاست.)

امام ابوجعفر الطبري رحمه الله په تفسیر الطبري(جامع البيان) او امام السمرقندي رحمه الله په خپل تفسیر (بحر العلوم) کې فرمايي: د لباس څځه مراد سکون دی، یعني دا چې ښځې ستاسو سکون او تاسو د هغوی سکون یاست.

نو داسلام له نظره ښځه دبنډار شمع نه بلکې د کور څراغ او د میړه سکون دی ، چې بنسټيزه دنده یې دخپلو کوچنیانو ښوونه او روزنه او په هغوی کې لوړ اخلاقي صفتونه پیداکول دي ،همداشان اسلام وايي که ښځه تر کورنۍ دندې پرځای کولو وروسته که د خپلو حالاتو او ذوق له پلوه د ژوند په نورو ډګرونو زړه راښکونتیا څرګنده وي کولای شي، خو د اسلام په ټاکلي چوکاټ کې یې دښځې ټول حقونه دقانون له مخې خوندي کړي، او له بل پلوه ټولنې ته له ښځې سره د ښه چلند امر کوي ځکه چې اسلام په ټولنه کې داسې چاپېریال رامنځته کول غواړي چې ښځه پکې له هر پلوه د عزت او درنښت ژوند ولري، په ټولنه کې ښځې څلور څرګنده بڼې شتون لري مور، لور، خور، او د ښځې په بڼه او اسلام د ښځې دې ټولو بڼو ته ارزښتمنده مرتبه وربښلې ،اوپه دې ټولو بڼو کې يې دمور بڼه ترټولوغوره ګڼلې
(الجنة تحت اقدام الأمهات)[رواه مسند الشهاب)
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: ( جنت د میندو تر قدمونو لاندې دی)

(په اسلامي ټولنه کې دنامحرمو ښځو او نارینه و ګډ تعلیم، گډ مجالس، او یو ځاې کار کول منعه کړي ، او دا یې د جاهلې ټولنې کارونه بللي دي، الله تعالې فرمایې ( وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى….. )
ژباړه : ((په خپل کورنو کې مېشتې اوسئ او د تېر جاهلي دور غوندي سینګار کړي بې ستره مه ګرځئ ……))
په ټولنه کې د ازادانه ګډوډۍ قطعآ اجازه نشته ځکه په کومو ټولنو کې چې داسې ازادي ورکړل شوې ده نو ډیرې بدې پایلې يې ترسترګو شوې دي .

کفار او نور بې دینه خلک که مسلمانان ملامت بولي نو په دې خبره هم ورته ځان پوهول په کار دي چي په مخکني جاهليت کې د ښځې مقام او مرتبه څه وه او اوس په هغو ټولنو کې څه ده چي تر اوسه یې اسلام دخپل ملي دین په توګه نه دی منلی؟

له اسلام څخه مخکې په عربي، رومي او يوناني جاهلي ټولنو کې ښځې ته په سپکه سترگه کتل کېدل، په دوی کې دنجلۍ زېږون د شرم او پيغور خبره وه او له همدې وجې به یې ژوندۍ خښولې.

قرآن کريم په دوی کې د ښځې بد حالت داسې بيانوي: وَإِذَا بُشِّرَأَحَدُهُم بِالْأُنثَى ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ ٥٨ يَتَوَارَى مِنَ الْقَوْمِ مِن سُوءِ مَا بُشِّرَ بِهِ أَيُمْسِكُهُ عَلَى هُونٍ أَمْ يَدُسُّهُ فِي التُّرَابِ أَلَا سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ ٥٩. ژباړه : ا و كله چې په دوى كې یو ته د لور زېرى وركړل شي نود هغه مخ تك تور شي، په داسې حال كې چې له قهره ډك وي له خلقو څخه پټ ګرزي د هغه څه د بدۍ په وجه چې ده ته يې زېرى وركړل شوى دى (او سوچ كوي چې)، ایا دى دغه (لور) سره له ذلته وساتي، او که په خاورو كې یې خښه کړي، خبردار شئ! ډیره بده ده هغه فیصله چي دوی یې کوي..

په وړاندنیو ټولنو کې ښځه له ميراث څخه بــې برخې وه او ميراث صرف د نارينه حق گڼل کېده. په اروپایي ټولنو کې هم ښځو ته په سپکه ســترګه کتل کېدل. د اروپا د کليسا پاپانو به ويل (ښځه يو ذليله او نجس حيوان دى). په ١٨٠٥ ميلادي کال کې اروپايانو په خپل قانون کې ليکلي وو (نارينه کولی شي چي خپله ښځه خرڅه کړي) .په اوسنۍ غربي نړۍکې هم ښځې ته ترهغه وخته پـــوري په درنه سترګه کتل کېږي چي ځوانه وي او کله یې چي ځواني ختمه شي بيا ورته په سپکه سترګه کتل کېږي او په ټولنه کې هيڅ حيثيت نه لري.

په اوسني غرب کې زړې ښځې د حکومت لخوا په ډېر لږ معاش باندي وخت تيروي او د استوګنې په یوه کوټه کې ډیرلوی شمېر ښځې د مړو په څير پرتې وي .
ديـهودو په نزد ښځه يو لعنتي هستي ده، هغوى په خــپل منحرف تورات کې ليکلي دي (المراءة امر من الموت) ښـــځه تر مرگ هم تريــخ حقيقت دى.

خو په اسلام کې ښځې ته همغه مقام حاصل دى کوم چي سړي ته حاصل دى، په دې خبره به موږ په صحيحه توگه هله پوه شــو کله چې په اسلام کې د ښځو حقوق او واجبات او دهغې دکار کولو ساحه وپيژنو.

په اسلام کې دښځو حقوق:

اسلام ښځي له تعلیمه نه منعه کو ي؛ بلکې لاډېري یې تشویقوي چي پخپله هم دین زده کړئ اونوروته یې هم وروښیئ.
ځکه حضرت عائشه صدیقه (رضی الله عنها)ترټولولویه عالمه وه. خو ددې غم یې هم خوري چي څوک دې په عزت داغ ونه لګو ي، څوک درته ضرر ونه رسوي، په ټولنه کې دې اعتبار زیانمن نشي اوته په یوه فتنه بدله نشې نو ځکه ورته وایي چې که په پوره امن او اسلامي ماحول او طریقه دې سبق ویلای شوای نو ډاکتره شه ، انجینره شه ، معلمه شه او داسي نور، او که د پورتنیو بلاوو خطر وو بیا تاته تر بهر وتلو په کور کې اوسیدل غوره دي؛ ځکه چې بیا دې تر ګټې تاوان ډیر دی، الله پاک دوی ته د دې لپاره چې هم له فتنو خوندي وي او هم یې علم حاصل کړی وي ډیره ښه لاره په ګوته کوي

اسلام ښځې ته نه وایي چې ته د ځان یا بچو لپاره حلال رزق مه پیداکوه، کار او تجارت مه کوه او د بل لاس ته کېنه؛ بلکې ورته وایي چې همت وکړه، کسب او کمال زده کړه، عزتمن ژوند ځان ته برابر کړه، له خپل خاوند او اولاد سره مرسته وکړه او داسې نور ځکه حضرت خدیجه (رضی الله عنها )د خپل وخت ډیره لویه سرمایه داره وه؛ مګر اسلام دا ورته وایي چې ته مسلمانه یې ته دا هر څه باید په هغه چوکاټ کې دننه وکړې چې الله (جل جلاله) درته ټاکلی دی؛ که نه کېده بیا دالله (جل جلاله) دا احسان یولوی غنیمت وګڼه چي ستا نفقه یې په خاوند او بیاپه اولادونو او نورو باندي فرض ګرځولې، ده تر څو ته لکه ملغلره غوندې په عزت کې پاتې شې. او نارینه مکلف دی چې د کور دننه کارونه تاته پرېږدي او د بهر ټولو لویو او وړو کارو ته پخپله اوږه ورکړي .

الله تعالى فرمايي: يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ. ژباړه : ا ى خلکو! له خپل هغه رب څخه ووېرېږئ چې تاسو يې له یو نفس څخه پیدا كړي یاست.

په پورتني آيت کې الله تعالى دېته اشاره کوي چي په ټولنيز ژوندکې ښځه سپکه او بې مقصده هستي نه ده ځکه له کوم نفس نه چې نارينه پيدا شوی دى له همغه نفس نه ښځه هم پيداشوې ده، څنگه چې نارينه د ټولني يو مهم رکن دى ، هغه رنگه ښځه هم ده، د انساني ټولنې بقاء او تسلسل هم په دواړو پورې تړل شوی دى، داسې نه ده چې د يوه وجود مهم او د بل غير مهم شي؛ خو د دواړو استعدادونه ،صلاحيتونه او پيدایشي ځانگړتياوې سره فرق کوي، نو هر يو بايد د خپلو ځانگړتياو او صلاحيتونو قدرداني وکړي او کوم ذات چېي دغه صلاحيتونه او ځانگړتياوې ورکړي دي د هغه شکر اداءکړي، اطاعت یې وکړي او تر څنګ یې د خپل وس او صلاحيتونو په اندازه دټولنې لپاره کار وکړي.

هر کله چي د دوی ځانګړنې او وړتیاوې بیلې شوې نو د ژوند په کومه برخه کې چې ځانگړتياوې او استعدادونه فرق کوي په همغه برخه کې یې حقوق او واجبات هم سره بېل دي او په کومه برخه کې یې چې ځانګړتياوې او استعد ادونه سره یوډول دي هلته یې حقوق او واجبات هم سره برابر دي. دپـــورتـــه قاعـــدې په نــظرکې نيولو سره ښــځه له نارينــه سره په لانــدي حقــوقوکې بــرابــره ده:

۱ــــ ښځه دنارينه په شان دژوند حق لري ،که چا قصداً مړه کړه قاتل به يې قصاص کېږي.
۲ـــ ښځه دنارینه پشان په ټولنه کې دکرامت، شرافت او عزت حق لري په دې هکله الله (جل جلاله) فرمايي: وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا. ژباړه : او یقینًا موږ د ادم اولادې ته ډېر عزت وركړى دى، دوى مو په وچه او سمندرکي (په سورلیو) سواره كړي دي، خوندور پاكیزه شیان مو وركړي دي او دوى مو په خپل مخلوق كې په ډېرو زیاتو باندې غوره ګرځولي دي.

۳ـــ ښځه هم دنارينه په شان په روا طريقه د مال ګټلو او دهغې د مالک کېدو حق لري ، لکه په قران کریم کې چې الله پاک فرمایي: لِّلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِّمَّا اكْتَسَبُواْ وَلِلنِّسَاء نَصِيبٌ مِّمَّا اكْتَسَبْنَ وَاسْأَلُواْ اللّهَ مِن فَضْلِهِ إِنَّ اللّهَ كَانَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمً. ژباړه :د سړيو لپاره د خپل عمل حصه ده او د ښځو لپاره د خپل عمل برخه ده نو له الله څخه د هغه د فضل سوال كوئ، بېشكه الله په هر شي ښه پوه دى. له همدې وجې اسلام په ميراث کې هم ښځي ته برخه ټاکلې ده لکه چې الله تعالی په قران کریم کې فرمایي: لِّلرِّجَالِ نَصيِبٌ مِّمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالأَقْرَبُونَ وَلِلنِّسَاء نَصِيبٌ مِّمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالأَقْرَبُونَ مِمَّا قَلَّ مِنْهُ أَوْ كَثُرَ نَصِيبًا مَّفْرُوضًا. ژباړه : د نارینه و لپاره حصه شته له هغه (مال) نه چې مور او پلار او نژدې خپلوان يې پرېږدي، او د ښځو لپاره (هم) حصه شته له هغه (مال) نه چې مور او پلار او نژدې خپلوان يې پرېږدي، هغه (مال) که لږ وي او که ډیر دوی ته پکې ټاکلې برخه شته.

دغه رنګه ښځه په خپل مال کې دتصرف او خرچ کولو حق لري او کولى شي چې په روا کارونو کې خپل مال مصرف کړي.

۵ـــ ښځه د تعليم حق لري خو هغه تعليم چې د دې له فطرت او خلقت سره مناسب وي ، اسلامي اداب او اخلاق ورکې تر پښو لاندې نه شي او د ټولنې د ترقۍ او خوشحالۍ باعث وګرځي؛ نه د اخلاقي فساد . همدارنګه د ښځي عفت او ابرو ورکې خوندي وي، دزده کړې او تعليم سيستم يې شرعي وي، د تعلیم نظام مخلوط نه وي ، داسې تعليم نه وي چې ښځه خپله اصلي او مهمه دنده ور سره سرته نه شي رسولاى.

۶ـــ که اړتیا پېښه شي نو ښځې هم کولای شي د کورنیو چارو او یا ټولنیزو پېښو په باره کې چاته مشوره ورکړي، لکه چې رسول الله مبارک د حدیبې پر مهال د مؤمنانو له مور حضرت ام سلمې (رضی الله عنها) سره مشوره وکړه. او حضرت شعیب (علیه السلام) هم د خپلې لور مشوره ومنله کله چي هغې ورته وویل: يَا أَبَتِ اسْتَأْجِرْهُ إِنَّ خَيْرَ مَنِ اسْتَأْجَرْتَ الْقَوِيُّ الْأَمِينُ. خو دا پکې لازمي ده چي ښځه خو د ښځه والي په تول پوره وي.

ماخذونه ـ
ـــ اسلام اورسنۍ
ښځه او اسلام ع حبیبې.
علامه مولانه مودودي

لیکنه: شرافت تسل

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب