له مرګ وروسته بيا ژوندي كېدل | پوښتنې او ځوابونه
پوښتنه: له مرګه وروسته دبياژوندي كېدو معنا څه ده؟
ځواب: كله چې دقيامت په ورځ هرڅه له منځه ولاړ شي،اسرافيلu به دوهمه شپيلۍ پو كړي چې په دې سره به بېرته ټول انسانان راژوندي شي، د حشر په ډګر(ميدان) كې به ټول مخلوق دالله پاک درانه حضورته وړاندې شي ، حساب به اخيستل كېږي ، دښو اوبدو كارو بدله به وركول كيږي ، په كومه ورځ چې داكارونه ترسره كيږي هغې ورځې ته (يوم الحشر) ـ ديوځاى كېدو ورځ ـ (يوم الجزاء)او (يوم الدين) ـ بدلې وركولو ورځ ـ او(يوم الحساب) ـ دحساب ورځ وايي.
پوښتنه: په ايمان مفصل كې دكومواوو (7)شيانو يادونه راغلې په هغوكې كه څوك يوه يا دوه خبرې نه مني مسلمان بلل كيداى شي او كه نه؟
ځواب: نه ! هيڅكله نه، كله چې يوڅوك دالله پاک كتابونه، ملائكې، دقيامت ورځ، تقدير اوله مرګه وروسته بياژوندي كېدل نه مني مسلمان نشي بلل كېداى .
پوښتنه: حضرت پيغمبر صلی الله عليه وسلم داسلام پنځه بناوې ښوولي، په هغو كې خو دملائكو اودالله تعالى دكتابو ،دقيامت ، تقدير اونورو خبرويادونه نه ده شوې ؟
ځواب: په هغو پنځو شيانو كې يوهم پرحضرت محمد صلی الله عليه وسلم ايمان را وړل دي اوڅوك چې پرحضرت محمد صلی الله عليه وسلم ايمان راوړي ، نوهغه به يې خامخا ټولې بيان کړې خبرې مني اودالله پاک كتاب چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم راوړى دى پرهغه به هم خامخا ايمان راوړي او ټولې هغه خبرې چې په ايمان مفصل كې يې يادونه راغلې دخداى پاک له كتابه (قرآنكريم)اود پيغمبر صلی الله عليه وسلم له ويناوو ( احاديثو ) ثابتې شوې.
پوښتنه: كه يوڅوك ددې ټولو خبرو په زړه سره باورولري اوپه ژبه يې اقرار وكړي ؛ خو لمونځ نه كوي او يازكات نه وركوي يا روژه نه نيسي، يا حج نه كوي هغه مسلمان دى ؟
ځواب: هو ! مسلمان دى خو ډېرزيات ګناه ګار اودالله تعالى نه ياغي دى ، داسې مسلمان ته(فاسق)وايي ، دوى ته به لومړى دخپلو ګناوو سزا وركول كېږي بيا به خلاصون مومي .