له دې کبله دې اعدام کوم، چې تا ولې خپل خلک نه وو پېژندلي؟- کیسه

کیسه په لاندې ډول سره بیان شوه:
د یوه ملک، یوه ډېر تکړه ملي قهرمان او مشر، د خپل ملک د آزادۍ په خاطر، د اشغالګرو په مقابل کې ډېر په اخلاص، او پاک نیت جنګېده. دغې مشر او ملي قهرمان، د دښمن قواوو ته ډېر ځاني او مالي تلفات، ورپېښ کړي و. د دښمن اشغالګرې قواوې، د دغه نومیالي مشر او ملي قهرمان له لاسه تر پوزې راغلې وې. دښمن، هره وسیله پکار اچوله، تر څو دغه نومیالی قهرمان او مشر په خپل خورېدلي دام کې را ایسار کړي. لېکن، د دښمن ټولې دسیسې، د ناکامۍ سره مخامخ شوې.
د الله(ج) به دا رضاء وه، چې هغه نومیالی قهرمان او مشر، د دښمن قواوو ته ژوندی په لاس ورشي.
هېره د نوي چې، دغه نومیالي قهرمان، د دښمن قواوو ته، بې شمېره جاني او مالي تلفات ور رسولي و.
دغه نومیالی قهرمان او مشر، د اشغالګرو د قواوو، ستر قوماندان، خپل ځان ته ور وغوښت، او هغو ته یې وویل، چې څه فکر کوې، چې زه به له تا سره څه وکړم؟. هغې په ځواب کې په ډېر جرأت سره ورته وویل، چې هغه څه به له ماسره کېږي، چې هغه الله(ج)، ماته مقرر کړي وي. پدغه وخت کې د دښمن د قواوو مشر، دغې نومیالي قهرمان او مشر ته وویل، چې زه غواړم، چې تا په یوه شرط آزاد کړم، او شرط په لاندې ډول سره و.
د دښمن د قواوو مشر، دغه ملي قهرمان او مشر ته وویل، چې لاړ شه، او له خپلو خلکو څخه، ماته دومره طلاء راوړه، او د دغې طلاء د پیدا کولو دپاره ته ۲ میاشتې وخت لرې.
دغه ملي قهرمان او مشر، چې ټول عمر، د خپل وطن او خلکو د آزادۍ دپاره جنګېدلی و، د خپل ملک خلکو ته ورغئ، او دغه شرط یې خپلو خلکو ته وړاندي کړ. د وطن خلکو فیصله وکړه، چې د دې ملي قهرمان، د خلاصون دپاره به، هغه تعین شوې طلاء د چندې له لارې، لاسته راوړي.
کله چې دوی، د چندې په ټولولو شروع وکړه، نو ډېرو خلکو فعاله برخه پکې وانخستله، او په نتیجه کې یې دغه تعین شوی مقدار ټول نه شو.
کله چې دغه ملي قهرمان او مشر، بېرته د دښمن د قواوو، مشر ته خالي لاس ودرېده، نو هغې له دغه ملي قهرمان څخه پوښتنه وکړه، چي طلاء چېرې ده؟. دغه ملي قهرمان او مشر، په ځواب کې ورته وویل، چې له ما سره، خپلو خلکو مرسته ونکړه، او زه اوس خالي لاس د ستا په مخکې ولاړ یم، او هرڅه چې کوې، ستا خوښه. هغې ډېر په ځیر ځیر ورته کتل، او په آخر کې یې ورته وویل چې زه تا اعدام کوم. پدغه وخت کې دغه ملي قهرمان ورته وویل، چې ته د طلاء په خاطر ما اوس اعدام کوې؟. د دښمن د قواوو، مشر ورته وویل، چې زه تا لدې کبله، نه اعدام کوم، چې تا ماته ولې دومره طلاء رانوړه؟ هغې ورته وویل، چې زه تا لدې کبله اعدام کوم، چې تا ولې خپل خلک نه وو پېژندلي؟ او تا د دوی په خاطر دومره قربانۍ ورکړې؟، او نن ورځ، هغوی د ستا د خلاصون په مسىٔله کې غوږ هم نه خوځوي. یعنې، تا باید اول خپل خلک ښه پېژندلي وای، او تا ته دغه باید معلومه شوې وای، چې آیا دغه خلک د ستا په قدر پوهېږي، او کنه؟، او آیا دغه خلک د ستا د دومره قربانیو ارزښت لري، او کنه؟

د پام وړ ټکي:
په دغه پورتنۍ کیسه کې یو ډېر لوی حکمت نغښتی دی. په ریښتیا سره ځینې خلک د خپلو حقیقي مشرانو په قدر نه پوهېږي، او د هغوی قربانيو او سختیو ته د قدر په سترګه نه ګوري.
د بېلګې په توګه، ځینو مشرانو د وطن په آزادۍ کې ډېرې سختۍ ګاللې دي، او بې شمېره ځاني او مالي قربانۍ یې ورکړې دي، چې لازمه ده، د دوی د نېکو کارو، قدر او مننه وشي. لېکن، ځینې خلک د قدر او مننې پرځای، بیا هغوی ته هر وخت کنځاوې او سپکاوۍ کوي، چې دغه ډول کار باید هېڅ بادرده افغان ته د منلو وړ نوي.
د یادولو وړ ده، چې د هغه ملک وګړي، به د ښه عزت او قدر خاوندان وي، چې ښه پوه، ځیرک، او عادل مشران ولري. که الله مکړه، د یوه ملک مشران ناپوهه او فاسد وي، نو بیا د هغه ملک وګړي عزت، امنیت، او پرمختګ، په سترګو نشي لیدلای، او همدغه مشران به بیا د هغه ملک، د ټولو بدبختیو سرچینه وي.

همدارنګه، که د یوې کورنۍ مشر، ښه عادل او پوه سړی وي، نو د هغه کورنۍ ټول غړي، به هر وخت سره یو موټۍ وي، او هېڅوک به هم د هغوی په کورني چارو کې د لاس وهنې جرأت ونشي کولای. که الله مکړه، د یوې کورنۍ مشر، ظالم، فاسد، او بې انصافه سړی وي، نو د هغه د کورنۍ ټول غړي، به بیا ښه ورځ ونلري، او هر خس او ناکس به د دوی د کورنۍ په چارو کې بې شرمانه لاس وهنه کوي.
هېره د نوي، چې یو مشر چې په خپل کور کې بې قدره شو، نو هغه به بیا په هېځ ځای کې دروند ونه وینې.
نو مونږه ټولو ته لازمه ده، چې د خپلو حقیقي مشرانو قدر او احترام ولرو، او د دوی، د نېکو کارو قدر وپېژنو.
همدا ډول، د ځوان نسل څخه دا هیله او توقع کېږي، چې د خپلو حقیقي مشرانو احترام وکړي، او د هغوی څخه د زړه له کومي مننه وکړي.

د یادولو وړ ده، چې په ریښتیا سره، ځینې خلک یوازې د خپل مطلب دپاره یار وي، او د سختۍ په وخت کې به خپله پاته شوې خولۍ د ستا له کوره، په اوږده لکړه را اخلي. دغه شانته خلک، هر وخت د امتیازاتو دپاره، په اول صف کې تر ټولو د مخه ولاړ وي، او د سختۍ په وخت کې بیا په سترګو‌ نه لیدل کیږي. دغه شانته خلکو، ډېر ښه امتحان ورکړی، او هغه به بیا الله مکړه، د سختیو په وخت کې همدغه نیږدې ملګري، د پخواه په شان بیا تنها پرېږدي.
همدارنګه، ځینې وروڼه او خویندې، د خپلو نیږدې ملګرو، چې څومره لازمه ده، خیال نه ساتي، او په وړو وړو خبرو له هغو سره ځانونه خفه کوي. دغه وروڼه او خویندې باید ښه پوه شي، چې دوستي له دواړو طرفو څخه کېږي. یعنې، حقیقي وروڼه او خویندې باید په دومره آسانۍ سره، له لاسه ورنکړل شي.
بې انصافي او فساد، د ټولو بدبختیو مور ده، او باید، په هر قېمت د بې انصافۍ، بې وفاىٔۍ، فساد، او بې عدالتۍ څخه ځانونه وساتل شي.

همدارنګه، یو غریب پلار، د خپلو اولادونو دپاره شپه او ورځ لګیا وي، او د دوی دپاره، یوه مړۍ حلاله روزي پیدا کوي. ځینې اولادونه، د خپل پلار او مور په قدر پوهېږي، او ځینې بیا د خپل پلار او مور په کیسه کې هېڅ نوي، او دوی فکر کوي، چې همدومره لوی له موره پیدا شوي دي.
د یادولو وړ ده، چې په ریښتیا سره، ځینې خلک خو د دغه ارزښت نلري، چې د هغوی دپاره یو څوک ځان قربان کړي. ښه دوست هغه دی، چې په ښو او بدو ورځو، او حالتونو کې دوست پاته شي.
په پای کې له محترمو وروڼو او خویندو څخه په ډېره درناوۍ هیله کوم، چې د خپلو حقیقي مشرانو په قدر ځانونه پوه کړي، او د زړه له کومي، د هغوی قدر او عزت وکړي.

په آخر کې بیا باید اصلي خبرې ته راشو، چې راځئ، د خپل خدمت او قربانیو اجر له الله(ج) څخه وغواړو. د بنده به څه اجر وي. نو مونږه، باید د اسلام په رڼا کې، خپل خدمت ته دوام ورکړو، او که څوک یې په قدر پوهېږي، خو ډېر ښه، او کنه؟، د الله(ج) اجر خو شته.

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب