له دنيوي عذاب څخه د خوندي کېدو اسباب
استقامت :
﴿ فَاسْتَقِمْ كَمَا أُمِرْتَ وَمَنْ تَابَ مَعَكَ ﴾.
ژباړه : پس مستقیم اوسه په هغه شان چی څنګه مامور شوی یې او هغه څوک چی له کفر نه راګرځیدلی ایمان ته (مسلمانان) هغه دی هم مستقیم شي.
له طُغيان څخه ځان ساتل:
﴿ وَلَا تَطْغَوْا ۚ إِنَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴾.
ژباړه : او تجاوز (تیرئ) مکوئ له هغه حده چی درته ویل شوی ، بیشکه الله جل جلاله په هغه کارونو چی تاسو یې کوی بینا دئ.
ظالمانو ته له مائلېدو ځان ساتل:
﴿ وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ ﴾.
ژباړه : او مه نژدی کیږی (یا څنګ مه نژدی کوئ) هغه کسانو ته چی ظالمان دی ! که نژدی شوئ نو مسه بمو کی اُور د دوزخ.
د لمانځه پابندي کول :
﴿ وَأَقِمِ الصَّلَاةَ ﴾.
ژباړه : او برپائه لرئ لمونځ .
صبر کول :
﴿ وَاصْبِرْ فَإِنَّ اللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ ﴾.
ژباړه : او صبر کوه بیشکه خداي جل جلاله نه ضائع کوی أجر د نیک کارانو.
د ښو په لور بلنه او له بدو منع کول:
﴿ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ ﴾.
ژباړه : او أمر کوه خلکو ته په نیک کارونو او منعه کوه یې له بدو کارونو څخه.
مأخذ : د سورة هود، د (۱۱۲) تر (۱۱۵) / سورة لقمان (۱۲) .
لیکوال: أبوالزین حکیم الله صابر الحنفي