له درمل او درملنې پرته خپل شکر کنټرول کړئ

له درمل او درملنې پرته خپل شکر کنټرول کړئ

طبیعي تازه خواړه: ځینې طبیعي خواړه شتون لري چې که چیرې خام وخوړل شي نو د شکر لپاره په تر ټولو غوره درمل بدلیږي. ځینې تازه خواړه لکه میوه، د میوې اوبه، د وچې میوې ځینې ډولونه او سابه زیاته اندازه طبیعي انزایمونه او فایبر لري کوم چې په وینه کې شته قند د وخت له تیریدو سره جذبوي او د وینې فشار او شکر نورمال ساتي. په شفتالو، بیر، ګازره، لیمو او نارنج کې زیاته اندازه حل کیدوونکی فایبر شتون لري چې د شکر او وینې فشار سربیره د کولیسټرول په کنټرولولو کې هم ځانګړی اثر لري.

ورزش: ورزش او قدم وهل نه یوازې دا چې د شکر اندازه په اسانۍ سره کنټرولوي بلکه د اوږدې مودې لپاره يي د زیاتیدو مخه هم نیسي. ورزش د اضافي وزن په کمولو کې هم ځانګړی ارزښت لري. ورزش په بدن کې د انسولین حساسیت زیاتولو سره د دوهم ډول شکر لاملونه له منځه وړي او د وینې لوړ فشار کنټرولوي.

تفکر او ذهني کار: تفکر او ذهني کار په بدن کې د انسولین خلاف مزاحمت پیدا کوي او د کولیسټرول او ایډري نا نایل نومې هورمونونو شمیر زیاتوي کوم چې د انسولین او ګلوکوز اندازه په بدن کې زیاتوي. یاد هورمونونو له استعمال سره په بدن کې د انسولین او ګلوکوز اندازه نورمال حد ته رسیږي.

د تلسي پاڼې: تلسي یو ډول بوټی دی چې پاڼې يي د شکر کنټرولولو پوره وړتیا لري. د تلسې پاڼې زیاته اندازه اکسیډنټ ضد خواص لري کوم چې د اکسي ډیټیو فشار اندازه کمولو په مرسته د شکر اندازه هم کموي.

د شنه توتانو (Blueberry) پاڼې او دارچیني: د شنه توتانو (Blueberry) پاڼې په ټوله نړۍ کې د شکر اندازې کمولو له امله مشهوره ده او د یو میاشت لپاره په ورځنۍ ډول د دارچیني استعمال هم د وینې شکر په کنټرولولو کې مرسته کوي.

شین چای: د شین چای په پاڼو کې زیاته اندازه فایبر شتون لري کوم چې د خواړه تجزیه کولو عملیه ورو کوی کوم چې د شکر اندازه کمولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

د اسپغول په مرسته: اسپغول په نړۍ کې د قبض لپاره تر ټولو غوره درمل ګڼل کیږي. که چیرې اسپغول له اوبو سره استعمال شي نو په وینه کې د ګلوکوز جذبولو عملیه ورو کوي او په اسپغول کې شته مواد د شکر لپاره استعمالیدوونکی درمل میټفورمن ناوړه اثر هم له منځه وړي.

نن ټکی اسیا (۱۳۹۴ل)

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ