د زړه له حملې د ځان ژغورنې اسانه لارې چارې

ډېرو خلکو ته د زړه د ناروغيو او حملې عام لاملونه معلوم دي، چې د بدن چاغوالی، د شکرې ناروغي، د وينې لوړ فشار، د سيګريټ څښول، د ژوند په چارو کې ګډوډي او داسې ځينې نور مهم شيان د زړه د حملې لامل کېږي.

طبي کارپوهانو په خپلو نوو څېړنو کې ځينو مهمو ټکو ته اشاره کړې، چې انسان د زړه له حملې ژغورلای شي.

اول: سيګريټ څښول د انسان بدن کې د زړه د ناروغيو او سرطان مهم لامل شمېرل کيږي او د سيګريټو پر ډبيو يې هم ليکلي وي، چې سيګريټ څښول د انسان د تباهۍ لامل کيږي.

په ځانګړې توګه د سيګريټ لوګی ډېر زيان لري او د سيګريټ څښوونکي تر څنګ هغو کسانو ته هم زيانمن دی، چې مجلس کې د سيګريټ لوګی ورځي.

ډاکټران وايي، چې د سيګريټو لوګی د سرطان او د زړه د حملې مهم لامل ګڼل کيږي او که له سيګريټ څښولو ډډه وشي، نو د انسانانو د مرګ او زړه حملې کچه ډېره را کمېدای شي.

دوهم: فريکي ورزش

فريکي ورزش او حرکت د انسان زړه صحتمند ساتي، چې فزيکي حرکت سره زړه ته نوی اکسېجن رسيږي او د بدن وزن هم ورسره نورمال پاتې وي.

ورزش سره په رګونو کې د وينې غوړوالی کميږي او تر څنګ يې د وينې لوړ فشار هم کنټروليږي.

د امريکايي ډاکټرانو په نوې څېړنه کې راغلي، چې بالغ خلک بايد اونۍ کې دوه سوه دقيقې ورزش وکړي او د بله پلو د قوي کېدو په موخه بايد اونۍ کې دوه ځله خامخا ورزش وشي.

درېيم: وينه کې د ګليکوز ليول نورمال ساتل

په وينه کې د ګليکوز يا خوږې د زياتوالي له امله د وينې رګونو او بډوډو ته زيان اوړي او که بدن کې ګليکوز کم وي، نو انسان بايد په مناسبه اندازه خواږه وخوري، تر څو د ګليکوز ليول کنټرول وساتلی شي.
د وينې غوړ کنټرول ساتل

د وينې غوړ يا کوليسټرولو زياتېدو سره د زړه د حملې چانس زياتيږي؛ ځکه چې دې سره رګونو کې د وينې حرکت کميږي، چې له امله يې زړه ته په اسانه وینه نه رسيږي او بالاخره کېدای شي، چې سړی د زړه د حملې ښکار شي.

د انسان بدن کې د وينې د غوړو «کوليسټرول» ليول که له ۲۰۰-۲۳۹ ملي ګرام پورې وي، نو دا لوړ ته نږدې ګڼل کيږي او که له ۲۴۰ زيات شي، نو دا به د کوليسټرولو لوړه درجه ګڼل کيږي او د کوليسټرول زياتوالی د زړه د حملې لامل کېدای شي.

صحت ته ګټه رسوونکي خواړه

د خوراک په اړه د خلکو بېلابېل نظرونه دي، مګر ځينې خواړه د انساني صحت لپاره ډېر ګټور بلل کيږي.
د ډاکټرانو په وينا لږ غوړ لرونکي او لږه مالګه لرونکي خواړه او سبزي په عامه توګه د انسان زړه لپاره ډېر ګټور دي.
انرجي لرونکو بوتلو څخه ځان ساتل

زموږ په ټولنه کې د انرجي څښل ډېر عام دي او په ځانګړې توګه ځوانان يې د ستړيا او سفر پر مهال ډېر کاروي، مګر دوی دې ته پام نه کوي، چې دغه ډول بوتل د زړه د حملې لامل کيږي.

د کاناډا د زړه د ناروغيو ژورنال ليکلي، چې د ورځې يو انرجي بوتل څښل هم د زړه د حملې لامل کيږي.
څېړنه کې راغلي، چې دغو بوتلو کې موجود کيفين د ځوانانو د زړه د حملې او د زړه د حرکت د ګډوډۍ مهم لامل ګڼل کيږي.

ډاکټران وايي، چې انرجي بوتلونو کې په ډېره زياته کچه کيفين وي او ځوانان بايد د انرجي بوتلو له زياتو څښلو څخه ډډه وکړي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب