له خپل پېغمبر سره څه ډول مينه وکړو؟

د ربېع الاول په مياشت کې دټولې نړۍ مسلمانان د خپل خوږ پېغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د زېږون ورځ په بېلابېلو طريقو لمانځي.

ځيني مسلمانان د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سيرت ، اخلاق ، د هغه تګلاره او د هغه درسونه مطالعه کوي او ځينی نور یې بیا خلکو ته تدریسوي.

ځينې نور بیا له هغه صلی الله علیه وسلم سره د مینې لپاره د ميلاد النبي غونډې او پروګرامونه جوړوي .

ځينی بیا دعا ګانې کوي او له الله څخه د مغرفت او بښنی غوښتنه کوي. نور په دې ورځ خيراتونه کوي.

په حديث کې  دپېغمبر صلی الله عليه وسلم وينا ده چې: تاسې تر هغه پورې پوره مسلمان نه شئ‌ ګڼل کېدلی تر څو چې زه ورته تر خپل ځان، مور او پلار او اولاد ګران نه شم.

اوس پوښتنه دا ده چې :

څنګه یو مسلمان کولی شي چې همېشه لپاره د خپل پېغمبر(محمد صلۍ الله عليه وسلم) مينه په خپل زړه کې وساتي ؟

آیا داسې کومه لاره یا طريقه شته چې یو مسلمان یا یوه مسلمانه د هغې په واسطه له پېغمبر صلۍ الله عليه وسلم سره پرې رښتينی مينه ثابته کړي ؟

له محمد صلی الله علیه وسلم سره د مينې زياتېدو اساسي او عملي لاره کومه ده ؟

محترمو وروڼو او خويندو مهربا ني وکړئ او د پورته پوښتنو په اړه خپل نظر له موږ او لوستونکو سره شريک کړئ تر څو نور لوستونکي هم ستاسې له نظرياتو څخه استفاده وکړي.

Atomic Habits

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب