له تیارې سره د سترګو بلدتیا څه ډول دی؟ Dark adaptation
له تیارې سره د سترګو بلدتیا له هغه پروسې څخه عبارت دی کوم چې کس وکولای شي د یو څه انځور په تیاره یا د نشت هومره رڼا کې وویني.که چېرې یو کس یوې تیارې کوټې ته ننوځي په داسې حال کې چې له روښنایي څخه راوتی وي هغه به د یو څه وخت لپاره څه نه ویني وروسته له یو څو شېبو څخه به د نوموړي کس سترګې د تیارې سره بلدې شي یا په اصطلاح توافق به ورسره وکړي او د شي انځور به ورو ورو وویني.ددې لپاره چې یو کس له تیارې سره توافق وکړي لږ تر لږه شل دقیقې وخت په کار دی.
څه شی د دې سبب ګرځي چې سترګې له تیارې سره بلدې شي؟
ځواب یې دادی چې د تیارې سره د سترګې د بلدتیا لپاره په سترګه کې باید لاندې بدلونونه رامنځته شي تر څو له تیارې سره توافق وکړي:rhodopsin بیا جوړېږي.هغه وخت چې سترګه پکې له تیارې سره توافق کوي له هغه وخت څخه عبارت دی کوم چې RHODOPSIN په کې جوړېږي.یعنې rhodopsin لږ ترلږه په شلو دقیقو کې جوړېږي او کله چې دا جوړ شي نو سترګې له تیارې سره بلدېږي.(مخکې مو ویلي وو چې rhodopsin له تیارې سره حساس پګمنټ دی او په rod حجرو کې شتون لري او دا مو هم ویلي وو چې rod حجرې له تیارې یا د نشت هومره رڼا سره حساسې دي او د rod حجرې په تیاره کې د لید لپاره اړینې دي )کله چې rhodopsin بیا جوړ شو نو اوس لید د rod د حجرو د حساسیت په ډېرېدو سره زیاتېږي.بل دا چې په تیاره کې د سترګې کسی یا pupil هم پراخه کېږي ترڅو هغه رڼا چې د نشت هومره ده هغه په ډېره اندازه د سترګې retina ته ننوځي او لیدل تر سره شي.
ژباړه: وړانګه اکبر