له اوس څخه پیل تر خپلواکۍ اخیستلو تر دورې د افغانستان واکمنیو ته زما ځغلنده نظر

۱-د ښاغلي دوکتور م.اشرف غني اوسنی روان دولت:له ۲۰۱۴تر اوسه

 د اقتصاد،بشری او سیاسی علومو دوکتورا لرونکی ،بینالمللي او ملي سړیتوب <شخصیت> د ولس په سلو کې۵۶ رایو ګټونکی  د افغانستان په تر ټولو بدو داخلي،سیمه ایز،ګاوڼډیز ،انټرنشنل سیاسی، نظامی، استخباراتي، ټولنیز،اقتصادي ا.د.ن. کړکیچونو سره لاس او ګریوان دی. دی غواړي چې هیواد په لڼډمهالو او اوږدمهالو پلانونو،پروژو او زیربناګانو په پښو ودروي مګر، له یوې خوا د امریکې متحده ایالاتو پخواني خارجه وزیر جان کیري په وساطت او د بلې خوا د داخلي او ګاوڼډیو خود-غرضو کړیو د شخصي ګټو همکرایان او همګرایانو له بیځایه فساد،مکر، او شیطانتونو سره لاس او پنجې نرمې کړي.
د غني غټ مشکل د یوه ښه، مقتدر ګوند یا ټیم نه درلودل دي ، بل داچې خپل کمپاینران ېې ډیرئ آزرده کړل او پر ځای ېې همکرایانو ته او یا پخوانیو فاسدو مهرو ته  چارې سپارلي. البته امریکا او ملګري ۵۰ملکونه به ېې هم مجبوروي …ا.د.ن.
۲-د جناب م.حامد کرزی ساب، دوه دورې ریاست-جمهوري له ۲۰۰۴-۲۰۱۴او د موءقتي او انتقالي اعلی حضرتي !!دوره.
صحیح ده چې د بون د کنفرانسونو او نورو نړیوالو په پشتوانه ،افغانستان د یوې لسیزې تورې دورې څخه وروسته ،د ملي حاکمیت، حیثیت، ملي بیرغ، ملي سرود، د بیان او رسنیو آزادۍ، د غرب او شرق د آزاد بازار ، دنجونو مکتبونه ا.د.ن. پر لاره روان شو، مګر د بون چلوونکو تر ټولو لویه غلطي، یا آګاهانه شیطنت د لس کاله مخکې فاسدانو، غلو او جنګي جنایتکارانو ته تر نورو غوړې مړئ ورسپارل ووچې د نړیوالې ټولنې ۳ موخې(د فساد ورءکول،ښه حکومتداري او انتي-تروریزم مجادله…)ېې لا زیاته یا د پیښوریانو خبره سیوا کړه، او ورءکه ېې نه کړله.
۳-د طالبانو دوره ۱۹۹۶-۲۰۰۱:
خلک چې د جنګسالارانو،پاټکیانو، بیناموسانو … له لاسه په تنګ راغلي ول، د ارزګان د دهراووت د یو کلیوال ملا م.عمر په مشرۍ د ۶۰ کسانو طالبانو چې پیل ېې له هلمند او قندهار څخه وکئ ، و راتګ ته لبیک ووایهء او ژرترژره ېې د هیواد ۹۷% خاوره یو موټی کړله، صرف پنجشیر،او تخار ۳% پاتې وه چې آمر ا.مسعود د غرونو تیږې په سړک ورغړولې او بالآخره په خواجه بهاءدین کې ووژل شو. البته پر طالبانو دا منفي ټکي لګیګي چې د نصیرولا بابر، پرویز مشرف او بینظیر بوټو له خوا راپینځول شوي او د پاکستان شومو موخو ته ېې کار کاوهء،د وسطايي قرونو شریعت چې نه پخپله پاکستان او نه عربی اماراتوکې او نه کوم بل اسلامي هیواد کې نه پلی کیږي ، دوی افغانستان کې پلی کول غوښتل، د نجونو د تعلیم او کار مخالفت، د ماشومانو څخه د ځانمرګیو ناروا کار اخیستل ا.د.ن… ؛ خو  د امنیت او ثبات ټینګول، د فساد او غلاوو حتی د کوکنارو کښت صفر ته کشته کول ،د وطن ارضی تمامیت ساتل ، خړپړ افغاني کلیوالي کلتور ساتل ا.د.ن .. ېې مثبت یا پوزیټیف پایڼټونه ول.
البته د ۹/۱۱ ګلوبال ګیم په نتیجه کې راوپرزول سول.
۴-د مجاهدینو او یا د ټلوالې دوره له ۱۹۹۲-۱۹۹۶
د ډاکټر نجیب الله د زیاتو هلو ځلو په نتیجه کې د جینوا د سولې پروسه باید د م.م. له خوا تطبیق سوې وای او واک د لوېې جرګې په پریکړې منتخب حکومت ته سپارلی سوی وای،مګر د سوپر قدرتونو له ناغیړیو+ په جبل سراج کې د آمرمسعود او ځینو پخوانیو پرچمي-ماوویست جنرالانو او عین د نجیب د لاس جنرال عبدل راشید د. په ګډون کودتا وسوه او له بلې خوا پاکستان او ایران چې دې وخت ته کړپ ناست ول ، مجډدي ې د ۲میاستو او برهام دین ېې د ۴ میاستو لپاره سرپرست ! رهبران وټاکل ، دغه دوره چې عام ولس ېې د<< سقاوي ی دوم>> په بد نوم یادوي ،افغانستان او په ځانګړي ډول کابل او کابلیانو ته د کشتار، غلا، چوور،چپاول، بیناموسئ، ظلمونو او غصپ نه په غیر بل څه ورنه کړل چې له ۶۰-۸۰ زره کابلیانو وژنه د مختلفو ډلو او تنظیمونو له خوا تر سره سول. ګلبدین هم خپله برخه درلودله او په پای کې ېې له دو ستم سره هم وزیر-ې اعظمي موقتي کړې وه.!!
ټولو په نامه راهبرانو، په مکه معظمه کې قسم وخوړ چې بیا به جنګ نه کوو، او یو وار خو حاجي قدیر په جلال آباد کې هم په یوه کوټه کې سره کینول مګر دا قرآن شرمولي او خدای وهلي ، په پای کې د طالبانو له خوا تیشت ته مجبور سول.
۵-د ډ.نجیب دوره له ۱۹۸۵-۱۹۹۲
په پخواني شوروي سوسیالیستی جماهیریوو اتحاد کې د ګرباچوف د پروسترویقا< بیا جوړونه؟> پروګرام سره،او د افغان جهاد د ثقیلو اقتصادي کړکیچ سره د روسانو او ملګرو ېې مخامخیدل، روسانو او استخباراتو ېې وغوښتل چې د ا.خ.د.ګ. په رهبرۍ کې هم تغییرات راولي ،هماغه و چې د ببرک کارمل پر ځای ېې ډ.نجیب اله چې د خاد وزیر و، د ګوند عمومي سرمنشي کړ، کارمل،ورور ېې او ټلوالو ېې ډیرې ترپکې ووهلې او ؛لا تر اوسه به ېې هم وهي..؛ خو نجیب د ملي مصالحې مشئ مخکې واچوله مګر آخر د جینوا هلې ځلې ېې هم ناکامه سوې. د نجیب په وخت کې ډیر سخت شرایط د ژوند راغلل ،د قحطي او قیمتی سره سره؛ پاکستانیانو او جهادي ډلو پر جلال آباد لویه حمله وکړله مګر چون وسله وال پوځ مجهز وو او یوه قومانده د ډ.نجیب وه ، پوکستیانیانو شرميدلې ماته وخوړله! ۱۳۶۷ه.=۱۹۸۸م
ډ. نجیب د ا.خ.د.ګ نوم په وطن ګوند واړوء. مګر د شهنواز تڼي په مقابل کې ېې ناځوانمردانه چلند وکړ ،او هغه لاهور ته وتښتید.!
نجیب غوښتل د جبل سراج د کودتا وروسته هند ته خپلو اولادونو څخه لاړسي، مګر ج. دو ستم  له هوايي ډګر راوګرځوء او دی بیا د م.م. دفتر ته پناه ګزین سو! چې په پای کې د طالبانو لومړیو ورځو کې په مرموزه توګه د ۵ پټ-مخو له خوا قتل او وځړول سو.
۶-د کارمل دوره ۱۹۸۰-۱۹۸۵
د خلق ګوند د تاسیس له وخته ۱۹۶۲ ببرک کارمل د نور م.تره کي او وروسته د حفیظ الله امین سره د رهبرۍ پر سر طبقاتي او آیدیالوژيکي اختلاف درلود ، د ثور د پاڅون نه وروسته هم دوام ورکړ تر څو د تاجکیستان څخه ېې راډیويي بیانیه ورکړه او د شوروي سرو فوجونو پر اوږو ېې امین په دارلامان ماڼۍ کې وواژهء او بیا ېې د خلقي صفوفو په ریبلو هم شروع وکړه ، د شورویانو بیدریغه مرستو سره ، د افغانستان مسلمان ولس د جهاد ملا وتړله او ۳ میلیونه شهیدان د دواړو خواوو څخه ورکړل، مګر پاکستان او ایران د افغان جهاد څخه تر اوسه د خپلو شومو ګټو لپاره کار اخلي..
پټه به نه وي چې د کارمل ډیرۍ رفیقان چې مرګ بر آمپریالوزم آمریکا نعرې ېې وهلې،اوس په لندن او آمریکا کې پناهنده شويي دي ؛ زمونژ
په دې وخت کې د مامورینو، کارګرانو او دهقانانو ژوند یو څه خه شو ، مګر بې-امنۍ او جهادونه پیل سول.
۷-د نور م. تره کي او حفیظ الله امین دوره ۷ثور۱۹۷۸–۱۹۷۹جدي۶
دوی دواړه لکه پورته چې مې ولیکل د خلق ګوند د تهداب ګذارانو او لیډرانو څخه ول.
تره کی صایب یو تکړه ترجمان،لیکوال ، او د ښو لیډرشپ خواصو درلودونکی و. تل ېې خوله په خندا وه. امین هم همداسې. د ریاضیاتو ماسټر و. د جهان او افغانستان د وخت د تقاضاوو سره ، د خلق دیموکراتیک ګوند د هیواد د بیوزلو، فقیرو بزګرانو، کاریګرو، معلمانو، عسکرانو ،جوالیانو ا.د.ن… د ژوند د ښه کیدو او د کور،کالي ډوډۍ تر شعار څنګه ېې امنیت او عدالت هم غوښتل تامین کړي. د انسانانو د حرص او آز او د افراطي او تفریطي خواهشاتو لرونکو ېې طبعن مخالفت وکړ او په بیلابیلو دسایسو او نومونو ېې پاڅون د ناکامۍ خواته بوته. لکه اوس چې په عراق،لیبیا، وینزویلا ا.دن. کې پکار اچول کېګي.
هر کله چې سردار داود خان ، د خلق+پرچم ګوند ۷ رهبران یا مشران بندیان کړل، نو حفیظ الله امین په هغه نفوذ او ملګري ېې چ په مسلحو قواوو کې لرل ، د داود پر ضد نظامي او ګوندي پاڅون امر ورکړ، البته ډیر ځوانان شهیدان سول او بیا وروسته داود خان هم د هاشمیان خبره د “رواني لحاظه مغرور،خودخواه او دیکتاتور و” پر انقلابی منصبدار فیر کړی و،مګر له بده مرغه ټوله کورنۍ ېې تباه سوله.
د سیمه ایزو او بین المللي استخباراتی کړیو د شیطنت له امله تره کي ساب په ډیره ناځوانمردانه شکل پر بالښت ووژل سو، مګر ما یو کتاب کې لوستي ول چې هغه دومره شه سړی و،چې ویلي و “د ګوند پریکړه ده، په سر او سترګو مړينې ته حاضر یم!”
او امین صیب خو پورته ذکر شو چې کارملیانو+شورویانو په دارلامان کې وواژهء.
۸-د سردار داود خان دوره ۱۹۷۳-۱۹۷۸
دچې پخوا د ترهءزوی او اخشي ېې م.ظاهر خان په پادشاهي کښې صدراعظم او له هغه مخکې جګو نظامي څوکیو کې کار کړی و،د ډیرو افغانانو پآند پاکنفسه،درست، او د افغانستان د آبادولو لیوال و،خو په عین زمان کې دیکتاتور او خودخواه هم و.لس کاله په کور ناست و او بیا ېې د ۱۹۷۳=۱۳۵۲ د سرطان په ۲۶ جمهوریت اعلان کړ او د ظاهر خان پادشاهي ېې ختمه کړه. ظاهر خان ایټالیا ته سره د فامیل ېې لاړول.
داود خان پخپل هر کاري دور کښې د افغانستان اساسي زیربنايي چارې پر مخ بیولي . له سړکونو او بندونو نیولې تر سیلوګانو او پوهنتونونو ،تلویزیون او برقی بسونو ا.د.ن. ..د دوی په وخت کې پلي سوي ول.
داود خان یوازینی سردار و چې تر آخره د پښتنو او بلوڅو د حقه حقوقو څخه ېې دفاع کوله ، دا چې ظاهر خان نه پریښوده بیرته د سوپر پاورانو  فشار و.
د یادولو وړ ده چې د تش په نامه  جوانان-ی-موسولمان فڼډمندلستان <بنیاد ګرایان> لکه نیازي،رباني، ګلبدین،مسعود، سیاف ا.د.ن… د داود خان په جمهوریت کې ،د پاکستاني،عربي او ایراني؟؟.، استخباراتو په مرستو په لغمان، بدخشان، پنجچشیر .کنړ … کې ګډوډۍ اچول شروع کړل تر څو داود خان هلته کې مصروف وساتي او د تش په نامه ډیورڼډ  اخوا-دیخوا سره یو ځای نکړي!
۹-د المتوکل علی الله م.ظاهر شاه دوره ۱۹۳۳-۱۹۷۳
د ملت بابا چې د خپل پلار م.نادر شاه د وژل کیدو وروسته په ۱۹ کلنۍ کې پر تخت کیناست ،تر ډیر وخته د دولت چارې ترونو ېې سردارانو هاشم خان،شاه محمودخان ،شاه ولي خان ،عزیز خان د داودخان پلار ا.د.ن. پر مخ وړلې. افغانستان شاهي دولت د نړیوال جنګ کې د بیطرفۍ سیاست غوره کړ او بیا وروسته د غیر-منسلکو یا بیطرفو ممالکو د بنیاد ایښودونکو څخه شو. د ظاهر خان پاچاهي یوه ډیره آرامه او ورو ورو د پرمختګ دوره وه.ظاهر خان د ختیځ او لویدیځ ټولو دولتونو سره ښې اړیکې درلودلې او له ټولو نه ېې مرستې هم تر لاسه کولې.
د ډیموکراسي لسیزه< له ۱۹۶۳ تر ۱۹۷۳> د روشنفکرانو د لاسته راوړنو تر ټولو ښه لسیزه شمیرل کیژي.که څه هم د احزابو قانون توشیح نه شو مګر په عمل کې هر ډول ګوندونو راست-و-چپ او اخوان فعالیت درلود!!!.
صرف د ظاهر خان په دوره دا انتقادونه دي چې خلک ېې بیسواده ساتلي ول،فقر او غربت ډیر و، او پرمختګ ډیر ورو وو.
مګر صلح،امنیت، ورورولي، وطنپالنه او سم افغاني کلتور پر ځای و او لکه ڼن داسې بی بند و باری نه وه!
په پای کې د خانداني جوړجاړي سره سور سردارم. داود خان  د ظاهر خان ۴۰ کلنه پادشاهی په جمهوریت تبدیله کړله.
په لومړني بون کنفرنس کې فیصله وشوه چې پخوانی پاچا راوستل شي، د لوېې جرګې مشري وکړي او بیا انتخبات وشي چې د (ملت بابا ) لقب هم دویته ورکړ سو. مګر د لوېې جرګې په خیمه کې د جبلسراج ټلوالې خیانت وکړاو…
۱۰-م.نادر خان دوره ۱۹۲۸-۱۹۳۲
نادر خان چې د غازي امان الله خان له جرنیلانو څخه یو و، اصلن ېې د افغان قومونو خاصتن د جنوبي لویو قومونو سره هوډ کړی و چې کلکانی د سقاو زوی په ایسته اچولو سره به بیرته امان الله خان راولم، مګر کله چې ېې د مشرانو په مرسته بچه-ءی سقو اعدام کړ ، پخپله ېې ځان پاچا کړ.چون نادر خان ډیر وخت پاریس،لندن او هند کې تیر کړی و، او هم د امان الله خان دورې نو آوریانې ېې لیدلې وې، نو هغه بیرته پاتی کیدنی او بد کارونه چې د سقو ځوی او ډلې ېې کړې وې او ډیر کابلیان ترې ناراضه ول؛ د بیرته مکتبونه پرانستل، نظام او صنعت ته ېې وده ورکوله ، خو ۴ کاله بعد د یو زده کوونکې له خوا په تفنګچه فقید کړای سو.
۱۱-د کلکاني حبیب اله بچهءی سقو سیاه دوره د ۱۹۲۹ نهه میاستې
د اماني نهضت پر ضد د وخت هند کې انګریزانو د اسلام د سپیڅلی نامه څخه په سوءِ استفاده ، د کلکان د غلو د یوې ډلې مشر چې پاړه-چنار ته تښتیدلی و ،په پیسو او وسلې تطمیع او د ګوډ ملا او کابل کې د شور بازار د حضرتانو په مټ ېې د کابل نیولو ته وهڅاوء او پر امان الله خان ېې د کفر ټاپه ووهله. بچه سقو ځانته خادم دین رسول الله لقب ایښی و مګر کړه-وړه ې د دین، افغنیت او ټولنیز اخلاقو پر ضد و. لکه څنګه چې فیض م. کاتب هزاره هره ورځ لیکلي و، د دء او وروڼو ېې او نورو لڼډغرو اوباشانو ډلو کابلیان تر سپږمو رسولي ول ، غلا،زنا، لوات، چور چپاول ؛ هیڅ ډول جنایات له دوی نه و پاتې. د اماني دورې ټولې لاسته راوړنې ېې پوپناه کړې وې ، بالآخره جنرال نادر خان دوی د اعمالو په سزا ورسول.
۱۲-د غازی امان الله خان پاچاهي دوره ۱۹۱۹-۱۹۲۹=۲۸اسد۱۲۹۸ش۰ه۰
د انګریزانو څخه د افغانستان د استقلال یا خپلواکۍ ګټونکی ملی قهرمان
دا په وطن، دین، خلکو او پرمختیا مین پاچا؛ د خپل پلار امیر حبیب الله خان د سلطنت له منځه د آزادۍ، نوښتونو، د نړی د هیوادونو سره د سیالۍ جوګه کیدلو او پر خپلو پښو ولاړ یو هیواد درلودلو هوډ درلودلو سره د محترم خسر ېې محمود طرزي صیب تر تاثیر لاندې هم و.مخصوصاََ د اروپا له سفر څخه وروسته چې وطن ته د ډیرو لاسته راوړنو سره راغی، غوښتل ېې په ډیره عجله د افغانستان د ریل ګاډي پټلۍ په سرعت وڅرخوي او یو دم لکه آلمان،ایټالیا او یا روسيې ،ترکيې غوندې په علم تخنیک او هره ساهه کې مخکې لاړ شي. خبر نه و چې درې ځلي ماتې خوړلي انګلیس ورته قسم خوړلی و، چې داسې ټاپه به پرې ووهي چې حیران به شي .همهاغه و چې په دې بهانه چې نجونې ېې نرسنګ په رشته کې ترکیی ته لیژلي کاپر سو؟ او غل بچه سقو او پیر-مجډدنګ ېې ورته راولیږل … او هغه د خپل هیواد انسان دوست پاچا چې نه ېې غوښتل د یو افغان وینه بیګناه تویه سي ، په ژړیدونکو سترګو ایټالیا ته مهاجر شو. او تر آخر د عمر پورې ېې هیواد او وطن په فکروڼو کې د زړهء وینې خوړلې. روح دې په جنت وي.
ډاکټر حمید الله زړهءور ساپی
04.08.2017
لیکنه د لیکوال شخصي نظر دی، د پاڼې تایید شرط ندی.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب