استادان او پوهان په خلقي عذاب کې!

عام ولس د هرات پل مالان سره په خوا کې راټول شوي وو احتجاج يې کاوه، او کله چې د ښار په لور پر پله اووښتل د ښار ډډې ته ولاړو ټانکونو پرې ناببره ډزې پيل کړې، د ښار په کوڅو کې ډزو انګازې وکړې او ډېر ژر خلک خبر شول چې ټانکونو پر بېګناه او سولير لاريون ډزې کړي او عام وژنه يې رامنځته کړې، ټول دکانونه وتړل شول او ښاريان ټول د پل مالان په لور راغلل، د تکبير نارې وې او ښار بيا ټول په لنډ وخت کې پاڅونوالو ونيو… په فرقه کې مسلمانو افيسرانو د ولس خوا ونيوله او ډېر زر يې فرقه د ملت له احتجاج سره مل کړه، هرات ټول د کودتا او کمونېزم پر ضد ودرېد، ولس او عسکر يو موټی وو…
دغه پاڅون د کودتا پر ضد او د اسلامي شعايرو پر ننګه راپورته شوی وو، پاڅون د نظام د پليسي او استخباراتي وژونکي جال پر ضد راپورته شوی وو هغه چې هره ورځ يې له مکتب نه معلم او متعلم، له مدرسې نه ملا او طالب، له فاکولتې نه استاد او محصل او له فرقې نه افيسر او عسکر نيوه او له محکمې پرته به يې د ولايتونو په دښتو کې صحرايي وژل…

پاڅوني عاطفه او حکومتي صاعقه!

ټانک د پاڅونوالو منځ کې ايسار شو، د ټانک چلوونکی او ډزمار يې ترې راکوز کړ، په دې کې عسکر نارې کړې چې مسلمان يم، او بيا پاڅونوالو په همغه شور او انقلابي احساساتو کې هغه ګوښې کړ او په امن يې مخ پر کاله رخصت کړ… دا اته دېرش کاله مخکې د هرات د پاڅون يوه وړه کيسه وه، او د دې کيسې په سبا چې کله بيا خلقي حکومت له کندهاره بله فرقه د پاڅون ځپلو لپاره مارش کړه، هغوی چې د پاڅونوالو بېرغونه يې پر ټانکونو رپېدل د پاڅون منځ ته په دغه خدعه ورسېدل او بيا يې پاڅونوال داسې ووژل چې د دوه ورځو په جريان کې يې د شهيدانو شمېر تر ۲۵ زرو واووښت.

پاڅون او وارخطا خلقي حکومت!

د هرات پاڅون د کودتايي خلقي رژيم په وړاندې ولسي عامه نارضايتي پر نړيواله کچه مطرح کړه، د نړۍ رسنيو پرې تمرکز وکړ او دې کار د کودتايي رژيم په شمول شوروي اتحاد سخت وارخطا کړ، له همدې امله د هرات د پاڅون په متن کې د شوروي اتحاد د سياسي بيورو غړيو له تره کي او امين سره په وار وار خبرې وکړې او د هرات د پاڅون د کنټرول پر سټراټيژيو يې مشورې کولې.کاسيګين او ګرومېکو د دې مرحلې په خبرو اترو کې سخت ګرم وو، تره کي او امين له سياسي بيورو غوښتنه وکړه چې هليکوپترې، ټانکونه او چلوونکي يې په افغاني رنګ او جامو کې راولېږي.

پاڅون او حکومتي پروپاګند!

په همدغه مرحله کې خلقي رژيم و غوښتل چې په نړيواله کچه خپل شرم ته کميس وګنډي نو يې پروپاګند شروع کړ چې د ۵۰۰۰ نه ډېر ايراني عسکر هرات ته راغلي او له خلقي حکومت سره جنګېږي. دا همغه دروغجنه ادعا وه چې وروسته بيا شوروي اتحاد هم خپلو عسکرو ته ويل چې تاسو به په افغانستان کې د يو مترقي حکومت په ننګه له چينايي، امريکايي، پاکستاني او ايراني يرغلګرو سره جنګېږئ، او کله چې به دلته په شوروي ځواکونو کې ازبيک، ترکمن او تاجېک عسکرو ليدل چې افغانانو سره جنګېږي نو د رواني شکنجو سره به مخ شول، وروسته بيا شوروي ځواکونو افغانستان ته له نورو شوروي هېوادونو عسکر راولېږل، دوی له ملت سره وجنګېدل او پای په دې جګړه کې مات شول.
د هرات په پاڅون کې تر ۲۵ زرو ډېر هېوادوال ووژل شول، ځېنې دغه شمېره تر ۴۵ زرو پورې بولي، په هر صورت د ۲-۳ ورځو په اوږدو کې دا شمېره خورا لوړه شمېره ده، دا جنايت په رواني او فزيکي لحاظ ډېر ستر وو، کلونه وروسته چې کله جهادي تنظيمونو په خپلمنځي شخړو کې کابل ړنګولو نو د ۵ کلونو په اوږدو کې چې د کومو وژنو تر ټولو لوړه شمېره ښودل کېږي ۶۰ زره يادېږي، په دې حساب په درې ورځو کې د هرات ۲۵ زره او په پنځو کلونو کې د کابل ۶۰ زره وژنې د وحشت او جنايت د شدت له امله ډېر څرګند توپير لري.

هرات پاڅون يوازينی نه وو!

د هرات پاڅون يوازينی نه وو، د پکتيا ځېړوک، د کابل بالاحصار، د ننګرهار فرقه، د اسمار غنډ، د چنداول قيام، او ډېر نور ولسي او نظامي خوځښتونه د رژيم په مقابل کې اوسپنيز ځواب وو، د دې مقاومت په وړاندې رژيم سخت بې وسه وو، رژيم چې د يو شمېر نظامي افيسرانو په مټ يې د ګوندي فرمان له مخې حکومتي واک غصب کړی وو، د ريښتياو په ميدان کې بيا نه کاريګر وو نه بزګر او نه سرمايه دار وو او نه زمکه وال بس يو غريب ملت وو چې د خپلې شولې او خپل جومات سره يې کار وو، خلقي حکومت يې جومات ړنګ او شوله له خاورو ډکوله، نو په دغسې يو تعامل کې خلق ګوند په ميدان کې يوازې ګونديان لرل او انقلاب خو خلک کوي، دوی خلک نه درلودل.
هغه چې خلقيان په کې خپله کودتا پر انقلاب تعبيروي دوی په کې خطا دي، حتی په افغانستان کې د ډاکټر نجيب الله شوروي ستر سلاکار محمد احمد ویچ ګارییف دغه کودتا ته د انقلاب ټکي کارول د تعريف په لحاظ ننګوي او نه يې مني.

خلقی رژيم او د فکر او سياست تنوع!

خلقي رژيم په خپلو راتلو سره نظام بېخي په نظرياتي بنيادونو کې د سياسي او اجتماعي تجريد په پاليسۍ او د تنوع د له منځه وړلو په سياست ودراوه، د دوی په رژيم کې اسلامي نهضت، افغان ملت، ستم ملي، مساوات، شعله جاويد او هر راز نور فکري سياسي جريانونه د دوی د کودتا په قهر کې ځپېدل، په کلي کې غريب ملا او غني ملک او خان ترې په امن نه وو، د څرخي پله زندان پر سياسي بنديانو ډک وو، دوی حتی سيکهان او هندوان د اخوانيانو په نوم بنديان کړي وو، په دې زندانونو کې قاطع اکثريت يوازې د فکر پر بنياد نيول شوي وو، دې قربانيانو حتی په ژوند کې د ټوپک پر ماشه ګوته نه وه زور کړې.

ها د ننګرهار ترې تم شوي محصلان!

د ننګرهار طب پوهنځی يو له هغو پوهنځيو وو چې په سياسي فکري کشمکشونو کې يې بوخت لارويان درلودل، زما پلار جان چې هغه مهال د ننګرهار طب پوهنځي د دويم ټولګي محصل وو وايي، چې د مايکروبيولوژي تدريسي ساعت وو، استاد دوست محمد خان درس راکاوه، عسکر راغلل او د استاد دوست محمد خان د مخالفت سربېره يې له ټولګي په يو ځل تر ۱۲ ډېر محصلان وويستل، دوی يې پرته له کومې محکمې ورک کړل، دوی ټول د فکري او سياسي اند له خلقي رژيم پوپناه کړل، په دوی کې د اسلامي نهضت له غړو نيولې تر شعله يانو پورې وو.
خپله زما پلارجان چې د اسلامي نهضت فکري لاروی وو، پر هغه يې د ننګرهار په مرکزي کمېټه کې څو ځل راپورونه تېر کړي وو، خو زما د پلار يو پرجمي ملګري به دا راپورونه هملته قرنطين کول، کله يې چې په درېم ځل راپور تېر شو، زما پلار ته يې همغه ملګري په طب پوهنځي کې وويل چې دا مې درېم ځل دی چې راپور دې له منځه وړم، نور دې ځان کنټرول کړه، دا وروستۍ اشاره وه، او بيا مې پلار جان په همغه ورځ د دوی له لاسه فاکولته پرېښوده او کډوال شو، نوموړي بيا طب پوهنځی په اسلامي پوهنتون کې تکميل کړ.

استادان او پوهان په خلقي عذاب کې!

د همدې ننګرهار طب پوهنځي يو ورزيده فيزيک پوه استاد محمد يونس اکبري چې د شعله جاويد ګوند فکري کدر وو او په فزيک کې يې دکتورا کړې وه، هم اعدام شو او دغه حالت په ټولو پوهنځيو او تعليمي ادارو کې روان وو، علمي شخصيتونه ټول د اعدام، زندان او تجريد ښکار شول. په پوهنتونونو کې دا استاد يوازينې نه وو، بلکه په سلګونو پوهاندان او استادان د څرخي پله زندان او د اګسا او کام پټو زندانونو خوراک شول. پوهاند استاد غلام محمد نيازی، پوهاند وفی الله سميعي، محمد موسی شفيق او ډېر نور پوهان له محاکمې پرته شهيدان شول، يو ډېر شمېر په څرخي پله زندان کې زندانيان وو محمد امين فرهنګ، عزيزالله لودين، محمد قسيم اخګر او زيات شمېر نور پوهان چې بېلابېل فکري ليدلوري يې لرل د رژيم په زندانونو او څرخي پله کې بنديان وو او د تاريخ سختې شکنجې يې وګاللې. د ننګرهار له طب پوهنځي نه يې د اناتومي ورزيده استاد سيد حبيب بها او پوهاند شېرزاد يعقوبي يوازې په دې تور چې د محمد داودخان د ګوند غړي وو، او پوهاند سعدالدين شرفزی په دې تور چې د اسلامي نهضت غړی وو بنديان کړل. دا ټول يوازې بېلګې دي که نه په خلقي حکومت کې د پوهانو او علمي شخصيتونو لَو روان وو.

دلته دا پرتله هم جالبه ده چې د پېښور يو شمېر وژنې ځېني ملګري په درز يادوي خو هغه چې خلقي رژيم په خپله ديکتاتورۍ کې له منځه وړي، د يادونې يې څوک نه شته، دغه په سلګونو او زرګونو کيسې يوازې د تاريخ په پاڼو کې همغسې بندې دي څنګه چې د هغوی جسدونه د پوليګون بنديان دي. دا تبعيض له هغو ټولو قربانيانو سره تېری دی او جفا ده چې يوازې د فکر پر بنياد د خلقي رژيم د استبداد خوراک شوي.

وحيدالله مصلح

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب