لمانځه ته د صحابه وو هڅونه

ابوبکر صدیق رضی الله عنه وایي: د لمانځه له برکته انسان پر ځمکه د خدای پاک په امان کې راځي. [ اخرجه البیهقی و قد رواه النسائی و ان ماجه]

ابو الملیح رحمه الله وایي: له عمر فاروق رضی الله عنه نه مې د منبر په سر واورېدل چې څوک لمونځ نه کوي د هغه اسلام نشته. [اخرجه ابن سعد کذا في الکنز ۴/۱۸۰]

ابن عمر رضی الله عنه وایي: کله چې یو مسلمان پر یوه غونډۍ او یا ډبرین جومات کې لمونځ کوي نو هغه ځمکه ورته وایي: تا چې زما پر مخ د خدای لپاره لمونځ تر سره کړ نو زه به په هغه ورځ ستا حق کې ګواهي ورکوم چې ته له خدای پاک سره مخ کیږي. [اخرجه عبدالرزاق کذا فی الکنز ۴/۱۸۱]

ابن مسعود رضی الله عنه وايي: تر څو چې ته په لمانځه ولاړ یې داسې ده لکه د پاچا دروازه چې ټکوې او څوک چې د پاچا دروازه ټکوي هرو مرو ورته پرانستل کیږي. [اخرجه ابن عساکر]

مأخذ: د ایماني ژوند ځلانده بېلګې

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب