لاندې کړنلارې په مرسته د وینې ټیټ فشار لوړولی شو

د وینې فشار یو له ډیرو عامو ناروغیو څخه دی چې د نړۍ ډیر خلک ترې شکایت لري. د وینې لوړ فشار ډیر زیات زیانونه لري چې د زړه حملې لامل هم کیدی شي.

خو د نړۍ ټول خلک د وینې لوړ فشار نه لري ځینې خلک د وینې ټیټ فشار لري چې غواړي دغه ټیټ فشار لوړ کړي. د وینې ټیټ فشار هم ډیر زیانونه لري چې انسان د مرګ لامل هم کیدی شي. په همدې اساس دلته مو له داسې لارو چارو سره اشنا کوو چې د ټیټ فشار په لوړولو کې زیاته مرسته کولی شي.

۱- یوه خاصه اندازه زیات قند لرونکي او غوړ لرونکي خواړه استعمال کړئ. خو د دې تر څنګ پام کوي چې په کافي اندازه میوه او سابه هم استعمال کړئ.

۲- د بي ویتامینونه (B Vitamins) استعمال زیات کړئ. څیړنو ثابته کړې چې د بي کورنۍ ویټامینونه د وینې جریان ښه کولو سره د وینې فشار نورمال حالت ته رسوي.

۳- خپل خواړه کې د مالګې او سودیم اندازه زیاته کړئ. مالګه او سودیم د وینې جریان چټک کوي چې په مرسته يي د وینې فشار لوړیږي.

۴- څو ګیلاسه اوبه وڅښئ او د اوبه یوه خاصه اندازه څښل خپل د ورځنۍ ژوند یوه اړینه برخه وګرځوئ.

۵- کوښښ وکړئ چې وینه مو نری کړئ. په بدن کې د وینې ټینګیدل د وینې فشار ټیټوي چې د وینې فشار دغه ټیټیدل کله نا کله د مرګ لامل هم ګرځي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

wasiclinic.com
Back to top button