كله هم خپلو پټو ګناهونو ته ځيرشوي يئ؟ 


 له ثوبان رضى الله عنه څخه نقل شوی چې له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه یې اوریدلي چې ويې ويل: داسې خلک پیژنم چې د قیامت په ورځ به د تهامه (سپینو غرونو) په اندازه نیکیو سره راځي اما الله (جل جلاله) به هغه ټول ورته هیڅ او بې ارزښته وشماري.
ثوبان وایي: ماوویل: اې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د هغه خلکو ځانګړتیاوې راته بیان کړه تر څو مونږ د ناپوهۍ له وجې په هغوی ور ګډ نه شو.
رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: هغوی د تاسو وروڼه او د تاسو د نسل نه دي، د تاسو په شان د شپې یوه برخه په عبادت او خلوت کې تيروي اما كله چې د الله له محارمو سره يوازې مخ شي نو بيا د الله (جل جلاله) د حریم مراعات نه کوي.
ګرانو وروڼو!
تاسو ته توصیه کوم چې د خپل ژوند د تنهایۍ د شیبو نه پوره ګټه واخلئ!
زړى خو مو لیدلی چې كله په خاوره کې ښه پټ شي نو شین کیږي او میوه ورکوي. ستاسو بدن هم د یو زړي په شان دی چې که د الله (جل جلاله) د خلوت په ځمکه یې ښه پټ کړې نو د ښه او صالح عمل میوه به مو په برخه شي.
انسان چې په هره اندازه د الله (جل جلاله) سره په خلوت کې مخلص وي د مخ نور یې ډیریږي او  د زړه له تله د قناعت او مړښت احساس کوي.
له ګناهونو نه په خاصه توګه له پټو ګناهونو نه ځانونه وژغورئ! په تنهایۍ کې تقوا غوره کړئ او د ګناه د ګردابونو نه په کلکه لرې واوسئ، داسې ونه انګیرئ چې څوک مو نه ویني، ځکه الله (جل جلاله) د انسانانو په ډیرو وړو غلطیو او ښوییدنو باندې خبر، لیدونکی او پوه دی. 

له ابوالدرداء (رضی الله عنه) نه روایت دی چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: مؤمن باید پام وکړي تر څو له هغه ځایه چې د ده فکر نه ورته رسیږي د مؤمنانو د لعنت سره مخ نه شي.
وروسته یې وفرمایل: آیا پوهیږ
ی چې دا څنګه؟
مونږ ورته وویل: نه، نه پوهیږو.
ویې فرمایل: په تنهایۍ کې د الله (جل جلاله) څخه نافرماني کوي او الله (جل جلاله) هم پرته له دې چې دوی وپوهیږي د دوی په اړه د نورو په زړونو کې قهر اچوي.
درونو وروڼو او خويندو!
له پټو ګناهونو نه په کلکه ځانونه وساتئ، همدا شان په ټولو حالاتو کې هغه که پټه وي او که ښکاره ځانونه پاک وساتئ. په پټه او ښکاره سره د الله (جل جلاله) شکر پر ځای کړئ او په پټه کې د ګناهونو نه د ځان ساتل د هغه د شکر ادا کول دي.
له جنید بغدادي څخه د شکر په باره کې پوښتنه وشوه، هغه په ځواب کې وویل: د یوه نعمت شکرانه دا ده چې هغه د نعمت ورکوونکي د نافرمانۍ لپاره استعمال نه شي.
خوږو دوستانو!
د الله (جل جلاله) د نعمتونو رښتیني منندویان واوسئ، په هر حالت کې يوازې له هغه څخه مرسته وغواړئ، خپلې غلطۍ او غفلتونه جبران کړئ ځکه د یوې ګناه دوام په خپله بله ګناه ده؛ د توبې او غلطیو جبران ته پاملرنه نه کول؛ د ګناه ادامه او د نافرمانۍ سره د زړه تړل د نابودۍ او سرګردانۍ كلۍ ده.
له ټولو بده خو دا ده چې زړه او لاس دې دواړه په ګناه کې ککړ وي او باور هم ولرې چې الله (جل جلاله) لیدونکی او پوه ذات دی.
د ستار الله (جل جلاله) نه غواړم چې مونږ ټول په خپل فضل او مهربانۍ سره پټ کړي او له ککړتیا څخه مو وساتي (آمین).
 

لیکنه: جاسم المطوّع

ژباړه: روح الله ساحل

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب