قرانکریم کې د روژې په اړه؟

یأیهاالذین امنواکتب علیکم الصیام کماکتب علی الذین من قبلکم لعلکم تتقون البقره ۱۸۳)
ای مومنانو! پرتاسې (داسی) روژه فرض کړی شوې ده لکه پرهغه کسانوچي فرض کړی شوې وه چي ترتاسوپخوا(مخکی) وو، ښایی چي تاسې ځان ساتونکی شئ۔
شهررمضان الذی انزل فیه القرآن هدی للناس ……. (البقره ۱۸۵)
د روژې میاشت هغه (میاشت) ده چي قرانکریم پکښې نازل شوی دی، چي دخلکولپاره هدایت دی او د هدایت لپاره روښانه دلایل او(دحق اوباطل) ترمینځ بېلوونکی دی، نوستاسی څخه هرڅوک چي میاشت ووینی نوروژه دی ونیسي اوکه څوک ناروغ یامسافروی (اوروژه ئې خوړلې وې) نوله ورپسې ورځوڅخه دی دخوړل شویوورځو په شمېر (روژې ونېسي) الله پرتاسې داسانۍ اراده لری اوپرتاسې دسختۍ اراده نه لری اوددې لپاره چي دروژې شمېرپوره کړئ اوله دې له امله چي الله تاسې ته هدایت درکړی دی(نو) هغه په لویۍ سره یادکړی ښایی چي شکراوباسئ

بل ځای په قرانکریم کی راځی:

احل لکم لیلة الصیام الرفث الی نسآئکم هن لباس لکم وانتم لباس لهن… (البقره ۱۸۷)
دروژې په شپوکښې ستاسې لپاره ستاسې دښځوسره (جنسی) یوځای والی حلال شوی دی دوی ستاسې لپاره جامې دې اوتاسې ددوی لپاره جامې یاست۔ الله پوهېده چي تاسې په خپلوځانونوخیانت کوئ خوستاسې توبه ئې قبوله کړه اوتاسی ئې وبخښلاست نواوس ددوی سره (جنسی) یوځای والی کولای شئ، اوهغه څه چي الله ستاسې لپاره مقررکړیدی وئې غواړئ، اوخورئ ئې اوڅښئ څوچي ستاسې لپاره سپین تار(سپېدې، صبح صادق) له تورتاره (شپې) څخه ښکاره شی بیاخپله روژه ترشپې پوری پوره کړئ۔۔۔
د روژې میاشتې ته (رمضان) په قرانکریم کی استعمال شوی دی، او دا توری په قران عزیز کی یو ځلی د سورت بقرې په (۱۸۵) ایات په سرکی (شهررمضان الذی۔۔۔) راغلی دی

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب