د حج په سفر كې د ځينو ځايونو او ځينو اصطلاحاتو معناوې

د حج په سفر كې دځينو ځايونو او ځينو اصطلاحاتو ماناوې:(۱) احرام: معنائي ده ديوڅه حرامول دشرع په اصطلاح كې دحج اويا عمرې اويا هم د دواړو پخې ارادې اوتلبيه ويلونه احراء وائي .

(۲) استلام: دحجر اسود ښكلول يالاس وروړل اوبيا هغه لاس ښكلول اويا ورته دلرې څخه سلام كول ديته استلام وائي .

(۳) اضطباع : داحرام څادر ترخپلې ښي اوږې لاندې كول اوپر چپه اوږه ئي اچولو ته اضطباع وائي .

(۴) – باب السلام: دحرم شريف ديوې دروازي نو م دى اول دادى چې څوك حرم شريف ته ورځي هغه ته له همدې دروازې ورتگ غوره دى ديادولو وړده چې يوه دروازه هم په دې نوم سره مدينه منوره كې هم شته.

(۵) بطن عرنه: دعرفات سره نږدى ديوځاى نوم دى په دغه ځاى كې تم كيدل (وقوف ) نارواده ځكه دغه ځاى دعرفات له حدودو څخه خارج دى او هلته اوس مسجد نمره ودان شوى د د جومات محراب اوځينې برخې دعرفات له حدودو نه خارجې دي دسعودي حكومت ددغه ځاى پر حدودو ډيرى لوحى لگولي گير چاپيره په زيړرنگ لوحې دي چې ښكارى دلرې نه .

(۶) تلبيه : لَبَيْكَ اَلَّلهمّ لَبَيْكَ : تراخره پورې ديته تلبيه وائي

(۷) تنعيم : له دې ځاىه حاجيان په مكه مكرمه كې له پاتې كيدو روسته دعُمرې احرام تړي – ديته مسجد عائشه هم وائي

(۸) جمره : جمرات په منٰى كې درې لوړ څلى دى چې ترمينځه ئي لږ فاصله شته :دخلكوداسانتيا اودسهولت لپاره اوس پلونه هم تړل شوى دي ، دغه څلى په كانړو ويشل كيږي.

(۹) جبل ابوقبيس : په مكه معظمه كې صفانه نزدې ديو غر نوم دى چې نرى اولوړه څوكه ئي له ورايه لرى ښكاري .

(۱۰) غارى حرا (جبل نور) په همدې غره كې په پيغمبر صلی الله علیه وسلم وحې راغلى ده نازله شوى ده .

(۱۱) جنت المعلى: دمكې معظمې هديرې ته وائي چې په كې دمسلمانانو دمور خديجة الكبرىٰ رضی الله عنها اودپيغمبر صلی الله علیه وسلم اولادونه او دكورنې ډير خلك هلته دناز په خوب ويده دي .

(۱۲) جبل رحمت : دعرفات په ميدان كې دهغه دغره نوم دى چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم پرې وقوف كړى ده .

(۱۳) جبل قزح : په مزدلفه كې دغرنوم دى .

(۱۴) حجر اسود : په عربي ژبه كې تور كاڼي ته وائي دا كاڼى له جنت څخه راوړل شوى په اول ځل ډير زيات سپين وو روسته دخلكو دگناه وو له امله تورشو دبيت الله شريف جنوب ختيځ (شرق) خواته دسړي دقد په اندازه لوړ لگيدلى دى .

(۱۵) حرم : دمكې مكرمې چار چاپيره ځمكې ته حرم وائي چې ډيره پراخه سيمه ده او دمدينې منورې مسجد ته هم حرم وايه نو يو حرم دمكې ده اوبل دمدينې ده .

(۱۶) اهل حرم: هغه چاته وئيل كيږي چې دحرم شريف په زمكه كې وسيږي.

(۱۷) حل:  حل دحرم شريف نه باندې زمكې ته حل وائي .

(۱۸) حلق : سرخريلو ته وائي په دې سره حاجي داحرام څخه وځي .

(۱۹) حطيم : له بيت الله شريف سره پيوست دشمال خواته چې دانسان دقد په اندازه يو ديوال ولاړ دى حطيم ورته وائي .

(۲۰) ركن يمانى : دبيت الله جنوب لويديځى برخې ته وائي.

(۲۱) رمل : دطواف په اول دريو چكروكى اوږى ښورولوته رمل وائي

(۲۲) زمزم : په حرم شريف كې دكعبې شريفى كې يو كوهي دى خداى (دچينې په څير دخپل پيغمبر حضرت اسماعيل  او دهغه دمور لپاره ئي بهولى ؤ او تر اوسه پورې بهيږي .

(۲۳) سعى : دصفا او مروة تر مينځ اوو (۷) گردشه يعنى اوه ۷ځله تاويدلو ته وائي

(۲۴) شوط : له بيت الله شريف څخه يوځل تاويدلو ته شوط وائي (۷) ځلي چې تاؤشي دايو طواف كيږي.

(۲۵) ملتزم : دحجر اسو د او بيت الله د دروازى تر منځ ځاى ته ملتزم وائي همدلته دعا غوښتل سنت دي اوزياته قبليږي .

(۲۶) ميزاب رحمت : دحطيم شريف دننه دبيت الله شريف ناوى ته وائي

(۲۷) طواف : دكعبى شريفى څخه (۷) ځله تاويدلو ته طواف وائي

(۲۸) مطاف : دطواف كولوځاى ته وائي او دا هغه ځمكه ده چې دبيت الله شريف څلورو خواوته پرته ده او كعبه شريفه يي په مينځ كې ودانه ده

(۲۹) مسعې: دصفا او مروه تر مينځ دسعى كولو ځاى ته وائي

(۳۰) غار ثور: په دغه غاركې پيغمبر صلی الله علیه وسلم له مكې معظمې څخه دهجرت پر وخت درې ورځې تيرى كړي وې حضرت ابوبكر صديق رضی الله عنه  هم ورسره ؤدغه غار دجبل ثور په غره كې ده چې تقريباً درې كيلو متره له مكې معظمې څخه مسافه كې پروت ده دا ډير وچت غرده تقريباً يو نيم كيلو متر اوچت والى لري

(۳۱) مقام ابراهيم: په دې ځاى كې هغه كاڼى ايښودل شوى چې له جنت څخه راغلى حضرت ابراهيم صلی الله علیه وسلم  به دكعبې شريفې دجوړولو پر وخت پرې دريده دغه تيږه اوس دشيشې په يو صندوق كې ساتل كيږي چې دمطاف دننه ښكاري .

(۳۲) محسر : دمنٰى او مزدلفې تر مينځ يو ميدان دى له دغه ځايه حاجيان په منډه تيريږي ځكه په همدې ځاى كې دفيل په خاوند انو (اصحاب الفيل ) باندې عذاب نازل شوى ؤ .

(۳۳) رمى: پر كاڼو دشيطانانو ويشتلو ته رمى وائي

مأخذ: هډه وال پاڼه

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب