قبله څه ډول وټاکو؟

هیواد ته د اسلام له راتګ سره سم زمونږ خلکو د الله د عبادت او لمونځ کولو لپاره مسجدونه جوړ کړل، دا مسجدونه د همغه وخت له اخستنې (برداشت) سره سم جوړیدل چې دقبلې لوری به لویدیځ ته وو، له هغه وروسته موږ ټولو لویدیځ په پام کښې نیوه او لمونځ مو کولو، څو کاله وړاندې موږ وغوښتل د خپل کلي مسجد له سره ورغوو، په داسې حال کښې چې د لوري ښودونکي څخه په ګټه اخستنه مو د قبلې اصلي لوری معلوم کړ له پخواني هغه سره يي زیات توپیر درلود، په دې ډول د ځینو خلکو له نیوکو سره هم مخ شوو، همدا اوس هم چې د نورو کلیوځینې خلک زموږ مسجد ته راشي لږ څه کاږه په لمانځه دریږي.ځینو هم دا استدلال کاوه چې قبله وړه نه ده او ټول لوی لویدیځ قبله ده، په داسې حال کښې چې په لږ څه کږیدنه په زرګونه کیلو متره له مکې څخه لرې کیدلای شی. اوس تاسې کولای شی له ګوګل ارت څخه په ګټه اخستنه په ډیره آسانۍ قبله وتاکی، یوازي خپل ځای او مکه په یوه لیکه سره وتړی او قبله معلومه کړی.


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب