قابلیت (تکړه توب) او قبولیت (منل کېدل)
عَنْ أبي هُريْرة عَبْدِ الرَّحْمن بْنِ صخْرٍ رضي الله عَنْهُ قال : قالَ رَسُولُ الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: «إِنَّ الله لا يَنْظُرُ إِلى أَجْسامِكْم ، وَلا إِلَى صُوَرِكُمْ ، وَلَكِنْ يَنْظُرُ إِلَى قُلُوبِكُمْ وَأَعمالِكُمْ » رواه مسلم.
ژباړه: رسول الله صلى الله عليهِ وسلم فرمايلي دي، چې الله تعالی نه ستاسو جسمونو ته ګوري او نه ستاسو شکلونو ته، هغه ستاسو زړونو ته ګوري.
په هر چا کښې چې ډېر اخلاص وي الله تعالی ته به هومره نږدې او معتبر وي ….
نبي کریم صلی الله علیه وسلم په زمانه کې ابولهب په علم او پوهه کې له هیچا کم نه وو، د ابوجهل کنیت یا لقب ابوالحکم وو لیکن د هغه پوهه، د هغه مال او دولت د هیچا په کار رانغلل ـــ
خلفاء الراشدین رضوان الله تعالی علیهم اجمعین که څه هم هغوی ته د جنت زیرۍ په دې دنیا کې ورکړل شوی و، پر هغوی د الله تعالی د خوف دومره غلبه وه چې حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه به فرمایل چې کاش زه یوه ونه وای چې وهل کېدلی…. حضرت عمر رضی الله عنه ډېر وختونه یوه لښته به یې لاس کې نیوله او ویل به یې چې کاش زه دا لښته وای، کله به یې ویل چې ای کاش زه له خپلې مور څخه هېڅ پیدا نه وای، یوه ورځ یې د ګهیځ په لمونځ کې سوره یوسف لوسته ؛؛اِنَّمَا اَشْکُوْا بَثِّی وَ حُزْنِیْ اِلیَ اللهِ؛؛ دغه ځای ته به چې ورسېده نو د ژړا غږونه به ترې وتل، د تهجدو لمونځ کې به یې دومره ژړل چې حتی ناروغ به شو ….
همداسې اصحاب کرام، تابعین، تبع تابعین رضی الله عنهم او اولیاء د امت رحمهم الله د هغوی پېښې، سیر او تاریخ کتابونه له داسې کیسو او پېښو ډک دي … هغه کس ډېر هوښیار او کامیاب دی چې د الله په حضور کې د قبولیت په فکر کې وي … په زړه کې د الله تعالی خوف ساتي او الله تعالی ته د قبولیت موندلو لاره کومه ده؟ هغه قرآن کریم موږ ته ښودلي چې؛؛اِنَّمَا یَتَقَبَّلُ اللهُ مِنَ الْمُتَّقِیْنَ؛؛ بېشکه الله تعالی له متقینو څخه قبلوي، انسان باید تقوا غوره کړي، جلوت او خلوت کې، په ټولنه کې او کاروباري امورو کې د الله خوف ملحوظ وساتي، جائز او ناجائز، حلال او د حرامو خیال وساتي نو یقینا د الله تعالی پر وړاندې به د قبولیت مقام لاسته راوړي او هم به نجات ومومي
استاذ نورالله خان احمدزی