د مطلق عبوديت مانا او مفهوم څه شى دي؟

خداى تعالى رالېږلي يو چې خلک د بندګانو د عبادت کولو نه د الله تعالى عبادت ته، د د نيا له تنګسې نه د ﺁزادۍ او اسانۍ په لور او د اديانو له زور نه اسلامي عدل ته سوق کړو….

اصلي ژباړن: فروغګر
د ((ځوانان نقش)) د کتاب څخه په نوې بڼه
ژباړن: ع-ن-مرستيال کندهار

مسلمانو ځوانانو!
د هغه هدف د تحقق له پاره چې خداى-جل جلاله-پيدا کړي ياست، د خداى-جل جلاله-له پاره مطلق عبوديت؛-په دې مانا چې ستاسې عبادت بايد په هر لحاظ د خداى تعالى له پاره وي او په هغه کې هيڅ ډول داسې شايبه چې ستاسې ميلان غير الله تعالى ته ثابت کړي وجود و نه لري-…
الله-جل جلاله-په دې باب فرمايي:
(وما خلقت الجن والإنس إلا ليعبدون)[الذاريات: ٥٦].
يانې: ((او موږ نه دي پيدا کړي انسان او جن؛ مګر د دې له پاره چې ما ته عبادت وکړي.))

مسلمانو ځوانانو وروڼو!
ﺁيا  پوهېږئ چې الله-جل جلاله-ته د مطلق عبوديت مانا او مفهوم څه شى دي؟ هو! مانا او مفهوم يې دا دى: په نيت، قول او عمل کې اخلاص او صميميت….؟..الله-جل جلاله-په قرﺁن عظيم الشان کې د بينې په سوره کې فرمايلي دي:
(وما أمروا إلا ليعبدوا الله مخلصين له الدين حنفاء ويقيموا الصلواة ويؤتوا الزکوة وذلک دين القيمة)[البينه:٥].
يانې: ((او حال دا چې دوى ته حکم نه و ورکړى شوى، مګر ورکړ شوى و چې عبادت وکړي الله-جل جلاله-ته-او خپله-بندګې خاص د هغه له پاره وګرځوي، د ابراهيم-عليه السلام-پر لاره باندې او لمونځ وکړي او زکات ورکړي او دا دي د پياوړو خلکو لاره…))
د عبوديت له ماناوو نه يوه هم د الله-جل جلاله-احکامو ته غاړه اېښودل او په ژوند کې د هغه تمثيل دى او هم دا رنګه د هغه-جل جلاله-همېشنى منهج او لارې ته التزام او پابندي ده.
الله-جل جلاله-د ﺁل عمران په سوره کې فرمايلي دي:
(ومن يبتغ غير الإسلام دينا فلن يقبل منه وهو في الأخرة من الخسرين)[ال عمران: ٨٥].
ياني: ((او هر هغه څوک چې له اسلام نه پرته بل دين غوره کړي؛ نو هيڅ کله ترې نه قبليږي او هغه د قيامت په ورځ کې د زيان کوونکو له ډلې څخه دي.))
او د عبوديت له ماناوو يوه هم له الله-جل جلاله-او د هغه د پيغمبر صلى الله عليه وسلم سره موالات او دوستي ده، الله-جل جلاله-د مائدې په سوره کې فرمايلي دي:
(إنما وليکم الله ورسوله والذين أمنوا الذين يقيمون الصلواة ويؤتون الزکوة وهم راکعون، و من يتول الله ورسوله والذين أمنوا فإن حزب الله هم الغالبون)[المائدة:٥٥-٥٦].
يانې: ((حقيقت دا دى چې ستاسې دوست مددګار او ولي، الله تعالى، د هغه استازي او هغه مؤمنان دي چې لمونځونه ادا کوي، زکات ورکوي او هغوى الله-جل جلاله-ته رکوع کوونکي-عاجزي کوونکي-دي او بل ستاسې دوستان او مددګاران هغه کسان دي چې له خداى تعالى، د هغه له استازي او هغو کسانو سره چې مؤمنان دي دوستي کوي؛ نو بې شکه چې د خداى تعالى ډله هم دغوى پر ټولو شيطاني قوتونو غالب او بريمن دي.))
د عبوديت له ماناوو نه يوه داده چې مسلمان هغه وظيفه او مکلفيت وپېژني چې الله-جل جلاله-پرې مامور کړي دي؛ او دا وظيفه د دوى په مينځ کې د خلکو له پاره وتل او د بندګانو د بندګۍ له حلقې نه د دوى ويستل او د خداى تعالى عبادت ته سوقول او په ښو چارو باندې ته امر کول او له بدو چارو نه د دوى منعه کول دي….
الله-جل جلاله-د ﺁل عمران په سوره کې فرمايلي دي:
(کنتم خير أمة أخرجت للناس تأمرون بالمعروف وتنهون عن المنکر وتؤمنون بالله ولوأمن أهل الکتاب لکان خيرا لهم منهم المؤمنون وأکثرهم الفاسقون)[ال عمران: ١١٠].
يانې: ((تاسې-په امتونو کې-هغه غوره امت ياست چې د خلکو-د هدايت او رهبري له پاره- ويستل شوي، په ښو کارونو امر کوئ او له بدو کارون-خلک-منعه کوئ او پر خداى تعالى ايمان رواړ‌ئ.))
دا ﺁيت په حقيقت کې هغه جواب دى چې-ربعي بن عامر-د رستم د دې پوښتنې په جواب کې چې تاسې ولې له خپل هيواده ووتلاست او زموږ د وطن د نيولو نيت مو وکړ؟ وويل: ربعي بن عامر د دې پوښتنې جواب داسې ويلى دى: ((خداى تعالى رالېږلي يو چې خلک د بندګانو د عبادت کولو نه د الله تعالى عبادت ته، د د نيا له تنګسې نه د ﺁزادۍ او اسانۍ په لور او د اديانو له زور نه اسلامي عدل ته سوق کړو.))

نو اى مسلمانو ځوانانو!
هغه عبوديت چې خداى تعالى د هغه له پاره خلق کړي ياست يوازې د عبادت د شعايرو، د لمونځ د اداکولو او د زکات د ورکولو پورې منحصر نه دى، بلکې حقيقت دا دى چې خداى-جل جلاله-ته اخلاص، خضوع، عاجزي او احکامو ته يې انقياد، له خداى-جل جلاله-، د هغه د رسول صلى الله عليه وسلم او مؤمنانو سره موالات او دوستي او بالاخره هغه همېشنى خوځښت هم په کې شامليږي چې جهاد او دعوت ورته وايه شي تر څو په دې وسيله خلک د بندګانو له عبادت نه د الله-جل جلاله-عبادت ته سوق کړى شي.
دا دى هغه مطلق او خالص عبوديت چې الله-جل جلاله-د هغه د سرته رسولو له پاره خلک پيداکړي دي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب