
فضا ته تللي لومړني حیوانات کوم دي؟
فضا ته لومړنی تللی ژوندی موجود یو مچ و. په ۱۹۴۷ م کال کې امریکا یو فضایي بېړۍ فضا ته وتوغوله، د دې لپاره چې د فضا د زیان رسونکو وړانګو اثرات مطالعه کړي، او مچ هم په بېړۍ کې و.
فضا ته نور حیوانات هم تللي، هغه دا دي:
۱۹۴۷ م — لومړنی ژوندی موجود په فضا کې: مچ
۱۹۴۹ م — لومړنی بیزو یا شادي په فضا کې
۱۹۵۱ م — لومړنی سپی په فضا کې
۱۹۵۷ م — لومړنی حیوان په مدار کې
۱۹۶۸ م — لومړنی حیوان چې د فضا په تل کې د سپوږمۍ شاوخوا وڅرخېد
۱۹۶۱ م — د اپریل په ۱۲مه، لومړنی انسان (یوري ګاګرین)، روسی پیلوټ، فضا ته لاړ.






