غوره روغتیا لپاره مومپلي مه هیروئ

اکثره خلک فکر کوي چې مومپلي به روغتیا ته تاوان ورسوي نو همدې لپاره ځان ترې ساتي خو دغه خواړه له غوره خوند سربېره بې شمېره روغتیايي ګټې هم لري چې دلته مو د نمونې په ډول له څو ګټو سره اشنا کوو.

مومپلي د وینې کولیسټرول ټیټوي:
دغه خواړه له انرژي څخه ډک دي. سربیره پر دې چې زیاته کالوري او غوړ لري خو بیا هم څیړنو ثابته کړې چې مومپلي او د مومپلي کوچ د وینې کولیسټرول له وزن زیاتولو پرته ټیټوي.

ښکلی اندام:
مومپلي او د مومپلي کوچ خوړونکي به سربیره پر ډیر کالوري مصرفولو بیا هم ډنګر بدن ولري. ځکه چې مومپلي په بدن کې د اضافي وزن مخه نیسي.

غوره غوړ:
مومپلي د اضافي وزن په کمولو کې ډيره زیاته مرسته کوي. که څه هم زیاته اندازه غوړ لري خو څیړنو ثابته کړې چې د نړۍ پر مخ یو له غوره غوړو څخه د مومپلي غوړ دی چې کولیسټرول ټیټوي او په وزن کمولو کې مرسته کوي.

حافظه چټک کوي:
مومپلي یو له هغه خواړه څخه دی چې پر اعصاب مثبت اغیز لري. په مومپلي کې موجود ویټامین بي ۳ (Vitamin B3) له نورو ډيرو روغتیايي ګټو سربیره د اعصابو فعالیت پیاوړی کوي او انسان د حافظې وړتیا زیاتوي.

  • د نصاب کتابونه
  • د نصاب کتابونه
واسع ویب wasiweb wasiweb.com

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ