غرب ولې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره دښمني کوي؟

په دې ورستیو کلونو کې په غربي نړۍ کې د اسلامي مقدساتو (قرآن کریم، پیغمبر علیه السلام، شرعي احکامو …) پر ضد دسیسې، توطیې او سپکاوي زیات شوي دي، چې یو یې هغه فیلم ؤ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په کې سپکاوی شوی دی او څه موده وړاندې خپور شو، دی سپکاویو ته د ځواب ویلو په موخه جمیعت اصلاح افغانستان سږ کال د پیغمبر علیه الصلاة والسلام په نوم ونوماؤ، او په اړه یې د هیواد په لر او بر کې د پرګرامونو یوه لویه لړۍ په لاره واچوله، چې تر اوسه دوام لري، ترڅو خپل ملت د خپل خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم د سیرت او دعوت څخه خبر کړي، او په دې توګه دې سپکاویو ته عملي ځواب ورکړي.

ددې سپکاويو په اړه یو شمیر خلک دا ګمان کوي چې د غرب دا سپکاوي د هغو کړونو عکس العمل دی، چې د مسلمانانو یو شمیر ډلی یې د غربي هیوادونو پر ضد ترسره کوي، څه ته چې دوي اسلامي ترهګري وايي، یعنی دا داسلامي ترهګرۍ عکس العمل دی، مګر که موږ د داسې حوادثو تاریخ ته وګورو نو معلومه به شي چې دا حوادث په تاریخ کې په پرله پسی توګه تکرار شوي دي، چې تر اوسه ددوي کتابونه ترې ډک دي، او هغه وخت هم چې د اسلامي هیوادونو او غربي نړۍ ترمنځ داسې کومه ستونزه هم نه وه او نه ددې تش په نامه ترهګرۍ کوم وجود ؤ، داسی حوادث په پرله پسې توګه کیدل، اوس یوازې فرق دا دی چې د معلوماتي تکنالوژۍ د انقلاب له امله هیڅ حادثه هم پټه نه پاتی کیږي، دم ګړۍ د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسیږي، چې په تیر وخت کې دا کار ګران ؤ، نو که دا سپکاوي د دې برای نام اسلامي ترهګرۍ عکس العمل وي نو بیا به یوازې په اوسني وخت کې تر سره کیدل.

یو شمیر نور خلک په دې عقیده دي چې دا فردي حوادث دي، چې د یو شمیر شهرت طلبه او یا هم یو شمیر هغه خلکو لخوا په لاره اچول کیږی چې د اسلام پر ضد کینه، حسد او بغض په زړه کې لري، او په دی اړه د یو شمیر غربي مفکرینو اقوال هم وړاندی کوي، چې پکی یې د پیغمبر علیه السلام توصیف کړی دی، نو بناء دوی وايي چې داسې حوادث غرب ته منسوب کول او ټول غرب په دې متهم کول د عدل او انصاف نه لرې خبره ده.

ددې خلکو د تصور په اړه باید ووایو چې هغه اقوال چې له غربي مفکرینو څخه نقل کیږي، هغه په عامه توګه له خپل سیاق څخه په مجزأ شکل وړاندې کیږي، سره له دی چې یو شمیر مفکرین به داسې هم وي چې د پیغمبر علیه السلام د شخصیت څخه به متأثر وي، خو په عامه توګه د غرب او اسلام ترمنځ اړیکی پر هغې عقیدی او فکر ولاړې دي چې دواړه اړخونه یې لري، او دا فکري مسلمات او عقیدې په خپل منځ کې هیڅ وخت هم توافق نه درلود او نه یې لري، او دا خو یو څرګند حقیقت دی چې کړنې او سلوکیات د عقیدوي او فکري مسلماتو تابع وي، نو کله چې د غرب فکري مسلمات او عقائد د اسلام په اړه د پیغمبر علیه السلام د بعثت نه تر نن ورځې پورې دښمنانه پاتې شوي دي، نو همدا د غرب په بیلا بیلو سلوکیاتو کې منعکس شوي دي او منعکس کیږي، کله د غرب دې دښمنانه فکري مسلماتو او عقایدو هغوي صلیبي جنګونو ته هڅولي او کله یی د مستشرقینو په شکل کې د درواغو او زهرو نه ډکو کتابونو لیکلو ته اړ کړي او کله یی هم د سپکاوي په موخه د قرآن کریم او پیغمبر اسلام حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم پر ضد اقداماتو ته تیار کړي، نو بناء ویلی شو چې دا انفرادي کارونه نه دي بلکې دا د غربي تمدن د اجتماعي عقیدې نتیجه ده چې په دې سپکاویو کې را څرګندیږي.

آیا ټول غرب یو فکر لري؟
اوس سوال دا راولاړیږي چې ایا ټول غربي تمدن یو فکر لري؟ چې ټول په دی کارونو متهم وګڼو او دا انفرادي کارونه ټولو ته منسوب کړو؟ دا درسته خبره ده چې غرب په سیاسي لحاظ، د ملتونو د طبیعتونو په لحاظ او د اسلامي نړۍ او اسلامي هیوادونو په اړه د دریځونو په لحاظ، بلکې تر ټولو زیات د خپلی دیني عقیدې او پر عیسی علیه السلام باندې د ایمان او عقیدې په لحاظ ډیر تفاوتونه سره لري، یو زیات شمیر یې مطلقا ملحدین دي چې اصلا هیڅ دین نه مني، او یو لویه شمیره نور یی په مسیحیت باندې ایمان لري، سره له دې چې د مسیحیت په دننه کې د بیلا بیلو فکري ډلو، فرقو او مذاهبو ترمنځ شدید اختلافات وجود لري.

مګر ددې ټولو اختلافاتو او ستونزو سره سره، کله چې مسأله د نورو تمدنونو سره د اړیکو پر فکري او عقیدوي بنسټونو پورې اړه ولري، نو بیا ګوری چې غرب یو تمدن دی، سره له دې چې په غرب کې ډیر فلسفي او فکري مکاتب فکر وجود لري، مګر د بشریت د راتلونکې په اړه او همدا راز په دې کائناتو کې د انسان د هدف او مقصد په اړه ددې ټولو فکري او فلسفي مکاتبو فکر داسې مشترکات لري، چې دوی یو د بل سره رانږدې کوي، او همدغه فکر دی چې د اسلام سره دتضاد لامل ګرځي او غربي وګړي د اسلامي مقدساتو سپکاوي ته تیاروي. نو ویلای شو چې ددې قضیې په اړه ټول غرب یو فکر او یو تصور لري، نو د یو واحد کیان او موجود په څیر یې دریځ څیړلی شو.

دلته تر ټولو دمخه موږ یوه داسې مهمه قضیه څیړو چې هغه د ټولې تمدني پروسې بنسټ دی او د غرب او اسلام ترمنځ د عقیدوي تضاد اساس هم تشکیلوي، او نور ټول فکري تضادات پر همدې بنسټ ولاړ دي.

ددې کائناتو مرکز الله دی، که انسان؟
غربي وګړی که متدین دی، که مسیحي او که لادینه سیکولر، ټول پر دې سره یوه خوله دي او دا عقیده لري چې الله باید د انسان په ټولنیز ژوند کې هیڅ رول و نه لري، انسان باید خپل دنیاوي ژوند پخپله د خپل عقل او ګټې سره سم عیار کړي، په دې ژوند کې باید اصلا الله او هیڅ ډول میتافیزیک ته ځای نه وي، هیڅوک باید په عملي ژوند کې هیڅ ډول اړیکه د الله او خدای سره ونه لري، ځکه د دوی عقیده او تصور دا دی چې داسې ټولنی چې خپل نظام د کوم مقدس کتاب او یا وحي پر بنسټ دروي، هغه وروسته پاتې ټولنی دي، یوازې وروسته پاتې نه، بلکې د پرمخ تللو ټولنو لپاره یې د خطر مصدر هم ګڼي.

دا یوازې د غرب د لادینه او علماني او ملحدو وګړو عقیده او تصور نه ، بلکې همدا د متدینو خلکو فکر هم دی، په غرب کې د متدینو وګړو په اړه د (Religion and the Modern Mind) (دین او سلیم او روغ عقل) مؤلف والټر سټیس وایي: [سره له دې چې د اوسنۍ زمانې ۹۵٪ خلک وایي چې دوی پر الله تعالی باندې ایمان لري، مګر دا د دې دلیل نه دی چې دوی په دین باندې هم ایمان لري، دا ډول ایمان یوازې یوه عقلي قضیه ده چې د انسان پر سلوک او کړونو کومه اغیزه او تأثیر نه لري، دا یوه تقلیدي بې معنی او بې مفهومه لفظي کلمه ده چې خلک یې عادتا تکراروي، مګر د دې په نتیجه کې هیڅ کله دې ته تیار او آماده نه دي چې خپل سلوک او ژوند بدل کړي، داسې یو خدای چې په نړۍ کې هیڅ نشي کولی، او دنړۍ په حوادثو کې هیڅ اغیزه نه لري، په ډیره ساده توګه باید ووایو چې داسې خدای هیڅ اهمیت نه لري، او د اوسنۍ زمانې او د جدید عقل خدای همداسې یو خدای دی]1.

دا خو د متدینو غربي وګړو رایه ده، پاتې شول د غرب لادینه او سیکولر وګړي، نو د هغوي نمائندګي خو بی دینه فیلسوف نیچه کوي، هغه وايي: [خدای په قطعي توګه مړ شو، ددې خبرې نه د هغه مراد دادی چې نور نو (العیاذ بالله) الله ددې قابلیت نه لري چې څوک پرې عقیده ولري، او نور هغه نظام، هغه معیارونه، هغه ارزښتونه او هغه سلوک چې پر الله باندې د عقیدې څخه سرچینه اخلي، له منځه ولاړل، او هیڅ ډول اړتیا ورته نه لیدل کیږي].

کله چې دوی (غربیانو) له الله څخه ځان خلاص کړ، نو د هغه پرځای یې انسان کښیناؤ، ټول هغه اختیارات او صفات او تعظیم چې الله ته حاصل ؤ، هغه یې انسان ته ورکړل، په همدې اړه (جان پال سارتر) (۱۹۰۵ـ ۱۹۸۰) اعلان وکړ: [هیومانستي فلسفیانو د خدای پرستۍ د منګولو څخه د ځان د خلاصولو لپاره دا ونه کړل چې د متعالي وجود تصور یوې خواته کيږدي، بلکې د هغه یې یوازې نوم بدل کړ]2 یعنې د متعالي وجود تصور یې پر ځای پریښود، یوازې انسان یې د الله پر ځای اختیارمن کړ او هغه ټول حقوق یې انسان ته ثابت کړل چې الله تعالی ته ثابت وو.

ددې په مقابل کې غربي مفکرین دا تصور لري چې اسلام هغه تصور وړاندې کوي چې د غربي تمدن ټوله پروسه له منځه وړي، ځکه د هغه مرکزي تصور چې هغه د انسان مرکزیت دی پرځای، الله تعالی ددې کائناتو مرکز ګرځوي، او دا وايي: چې الله تعالی ټول مخلوقات د انسان دښیګڼی لپاره پیدا کړي دي، مګر انسان یې د خپل عبادت او په دې نړۍ کې د هغه جل جلاله د قوانینو سره سم د ژوند تیرولو لپاره پیدا کړي دي، نو دلته د ارزښتونو او عقائدو دښمني ده، له دې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم او د اسلام ټول مقدسات بد ګڼي، ځکه چې هغه د خپل تمدن لپاره خطر بولي، نو دا فردي عمل نه، بلکې دا یوه تمدني جنګ دی، په همدی باب یوه مشهوره انګلیسی لیکواله کارین ارمسترونج (Karen Armstrong) په خپل مشهور کتاب (Muhammad: A Biography of the Prophet) کې وايي: [موږ باید دې ته متوجه شو چې په غرب کې د اسلام پر ضد د دښمنۍ موج په حقیقت کې د غربي ارزښتونو د منظومې برخه ده، هغه ارزښتونه چې د غربي نهضت او صلیبي جګړو سره یوځای منځ ته راغلل]، یعنې له اسلام سره دښمني د غربي تمدن د عقیدې او ارزښتونو یوه مهمه برخه ده، او دهغوی همدا عقیده او ارزښتونه ددې جنګ او دښمنۍ غوښتنه کوي چې د اروپا د نشأة ثانیة په وخت کې منځ ته راغلل.

له همدې امله غرب او د غرب فکري شخصیتونه ددې غوښتنه کوي چې اسلام باید ځان په بشپړه توګه بدل کړي، چې غرب ته د منلو وړ وګرځي، یو مستشرق (ک. کراګ) (K. Kragg) وایي: [یا اسلام دې بنسټیز بدلون او تغییر په ځان کې ومني او یا دې د ژوند ډګر پریږدي]3.

د مسیحي دینی شخصیتونو او مستشرقینو ناروا تبلیغات
له بل پلوه ټوله غربي نړۍ (که هغه متدین وګړي دي او که لادینه خلک) د هغو تبلیغاتو تر اغیزی لاندې ده چې د مسیحي دیني شخصیتونو او مستشرقینو لخوا د اسلام، د اسلام د مقدساتو، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر ضد له پیړیو راهیسی کیږي، ځکه په اروپا کې همیشه د مسلمانانو پر ضد دا تبلیغات شوي دي چې دا وینې څښونکي او ظالم خلک دي، مسلمانان بت پرستان دي، او اسلام د نصرانیت یوه منحرفه ډله ده، د پیغمبر صلی الله علیه وسلم پر ضد یې همیشه ناروا تبلیغات کړي، چې دلته یی راوړل هم ګران کار دی، له بل پلوه همیشه رسول الله صلی الله علیه وسلم یې له عیسی علیه السلام سره د یو مد مقابل په حیث وړاندې کړی دی، او خلکو ته یې دا تصور ورکړی چې همدا محمد صلی الله علیه وسلم دی، چې نړۍ یی د حضرت عیسی علیه السلام د دین لور ته د راماتیدو نه منع کړله، دې او دې ته ورته نورو ناروا تبلیغاتو د غربي انسان په ذهن ډیره بده اغیزه پریښې ده، او دا ټول د هغې دښمنۍ لامل ګرځي چې د غرب وګړي یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره لري.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د غرب په مقابل کې د مشروع خاوند دی
لکه څنګه چې اسلام یو بشپړ سیاسي، فکري او اجتماعي هر اړخیز نظام دی، اسلام د ټولنی د تنظیم او ادارې لپاره خپل نظام لري، اسلام په یوه ټولنه کې د اجتماعي اړیکو او د بیلا بیلو ټولنو ترمنځ د اړیکو د تأمین لپاره خپل نظام لري، او د اسلام دا پروسه او نظام غرب د خپل ځان لپاره خطر ګڼي او دا د ځان لپاره یو داسې مد مقابل (حریف) ګڼي چې د غرب وجود له خطر سره مخامخ کولی شي، له همدې امله به یو مشهور مستشرق ګولدزیهر د غرب لپاره د اسلام همدا خطرناک اړخ داسې په ګوته کولو: [اسلام دین دنیايي کړ، اسلام غواړي ددې نړۍ لپاره د همدې نړۍ له وسایلو نه په استفادی سره نظام جوړ کړي]، له همدې امله غربي مفکرین پر اسلامي تمدني پروسه په ډیر شدت سره نیوکه کوي او دا پروسه د غربي تمدن برلاسۍ ته تهدیدونکی خطر ګڼي، دا د تمدنونو د ټکر د نظریی او د فوکویاما د تاریخ د اختتام د نظریی څخه ډیره پخوانی خبره ده، ځکه نو دا دښمني او نقد اوسنی نه دی، له همدی امله یو غربي لیکوال به (تقریبا دوسوه کاله وړاندې) په داسې شکل اسلام نقد کاوه چې ویل یې: [باید ووایو چې محمد صلی الله علیه وسلم (والعیاذ بالله) د هغو ټولو شخصیتونو ترمنځ ډیر احمق دی چې د ټولنو لپاره یې د قوانینو د جوړولو جرأت کړی دی، او د انسانی فکر د احمقانه ابتکاراتو ترمنځ د هغه د کتاب نه بل بی خونده او خراب کتاب نشته، او په آسیا کې چې د ۱۲۰۰ کالو راهیسې څه روان دي، کیدلی شی چې دا یې دلیل شي، که موږ د دې تعمیم نه ځانګړو ملاحظاتو ته منتقل شو، نو وبه وایو چې په دې هیوادونو کې دا ګډوډۍ، دنړۍ ددې هیوادونو د خلکو جهالت تر ډیره حده ددې قرآن او د هغه د اخلاقو تاثیر دی!!!] نو غرب اسلام او د اسلام مقدسات خپلې پروسې ته تهدید ګڼي او له همدې امله یې سپکاوی کوي..

دا د مقاومت مصدر دی
ډیر غربي مفکرین عقیده لري چې د غربي تمدن په مقابل کې هغه هر اړخیز مقاومت چې په ټولنو کې موجود دی، د هغه تر ټولو لوی محرک محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه راوړی دین دی، ځکه همدا اسلام دی چې انسان ته ددې قوت وربخښی چې د شهوتونو او دنیوی فتنو په مقابل کې مقاومت وکړي، همدا راز همدا اسلام دی چې انسان دې ته اماده کوي چې د غرب دفکري او فرهګي تسلط په مقابل کې خلک مقاومت ته هڅوي او د غرب دا ډول هڅې له ناکامۍ سره مخ کوي، ددې ترڅنګ د عسکري تسلط په مقابل کې هم همدا دين خلک قربانیو ته اماده کوي، نو دهمدې لپاره ددې دین (اسلام) په موجودیت کې هغه تسلط چې غرب یې غواړي په اسلامي نړۍ نشي تر لاسه کولی.
دا او داسې نور هغه لاملونه دي چې له کبله یې غربي تمدن او غربي مفکرین د اسلام، د اسلام د پیغمبر او نورو اسلامي مقدساتو سره دښمني کوي، او دا دښمني انفرادي حالات نه دي، له همدی امله باید اسلامي امت او د افغانستان مسلمان ولس ددې مقابله هم په ډله ایزه توګه وکړي، لکه څنګه چې هجوم اجتماعي دی.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
1- الدین والعقل الحدیث، ولتر ستیس، ترجمه: امام عبد الفتاح امام، ص ۱۰۹.
2- Humanism, Tony Davies, (New York & London) 1996, p. 124.
3- الاستشراق والخلفیة الحضاریة للصراع الفکري د دکتور حمدي زقزوق ص ۱۰۲

دکتور مصباح الله عبدالباقي

د ښوونکي لارښود کتابونه
واسع ویب wasiweb wasiweb.com

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب