د نبوي سيرت ځانګړتياوې

نبوي سيرت د ډيرو داسې ځانګړتياو او مميزاتو درلودونکې دى چې سيرت لوستنه د انسان د پاره روحي، عقلي، او تاريخي ګټه ګرزوي، شرعي علماء، د الله (جل جلاله) لور ته بلونکي، او د ټولنيزې اصلاح غوښونکي د سيرت د زده کړې په  ضرورت قانع کوي، او دا ورښيي  چې اسلامي شريعت بايد پداسې طريقې  سره خلکو ته ورسوي چې د رسول (صلی الله علیه وسلم) سيرت يې د پريشانيو او راز راز کړاوونو سره د مقابلې په لاره کې لوى کومکي وي او د همدې سيرت په مرسته  اسلامي داعيان د خلکو زړونو ته لار ومومي، او په لنډه موده کې خپل هدف ته چې د خلکو اصلاح ده ورسيږي.

 اوس به د نبوي مبارک سيرت ځنې مهمې او څرګندې ځانګړتياوې (ميزې) په لاندې ډول بيان کړو:

1.    نبوي سيرت د بل هر نبي، رسول او ټولو اصلاح غوښتونکو له سيرت نه تر ټولو صحيح او درست سيرت دى.

ځکه د رسول (صلى الله عليه وسلم) سيرت مونږ ته په داسې صحيحه او ثابته علمي لار را رسيدلى دى چې شک او شبهې ته پکې هيڅ ځاى نشته، دا به د مصادرو په راتلونکي بحث کې سره ووينو. او دا مونږ ته ددې توان راکوي چې په وروستيو وختونو کې په سيرت باندې له ځانه زيات شوي شيان لکه ځنې معجزې او داسې نورې پيښې وپيژنو کومې چې هدف يې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ته د داسې صفاتو ورکول دي چې الله (جل جلاله) ندي ورکړي.

د نبوي سيرت دغه خصوصيت (صحت او کامل ثبوت) د مخکنيو رسولانو (عليهم السلام) په سيرت کې نه ليدل کيږى، مثلا د (موسى عليه السلام) د سيرت صحيح او درستې پيښې د يهودانو له دروغو او تحريفاتو سره گډې شويدي، او اوس زمونږ له وسه نده پوره چې له موجوده تورات نه د موسى (عليه السلام) ريښتنى او صحيح سيرت راوباسو، ځکه خو ډير غربي نقادان (محققين) هم د تورات په ځينو اسفارو (جلدونو) کې شک کوي، او ځنې نور پوره يقين لري چې د تورات ځنې (اسفار) سپارې يا برخى نه دموسى (عليه السلام) په وخت کې ليکلې شوې، او نه هم هغه ته په نږدې وختونو کې، بلکه له موسى (عليه السلام) نه ډير وروسته د نامعلومو خلکو له خوا ليکل شويدي، همدا دليل په اوسني تورات کې د موسى (عليه السلام) د موجود سيرت د نه ريښتينوالى لپاره کافي دى، او همدا وجه ده چې مؤمن د موسى (عليه السلام) د سيرت يوازې د هغو برخو په صحت ايمان لري چې په قرآنکريم (او صحيحو احاديثو)کې راغلې دي او بس. همدا راز د عيسى (عليه السلام) سيرت په همدې شکل دى ځکه دا د کليساګانو سره موجود او رسمي انجيلونه، خو له عيسى (عليه السلام) نه په سوونو کلونه وروسته په غير علمي  طريقه د هغه وخت له سل ګونو انجيلونو څخه انتخاب شويدي او همدا راز ددغه انجيلونو بنسټ خپلو ليکوالانو ته هم په علمي او قانع کوونکي دليل ندى ثابت شوى، ځکه يو يې هم په متصل سند سره له خپل ليکونکي نه ندى روايت شوى.  سربيره پردې د غربي نقادانو (څيړونکو) تر منځ د نوموړو ځينو ليکونکو د نمونو په هکله هم اختلاف دى او  دا ندي معلوم چې هغوى څوک وو؟ او په کومه زمانه کې يې ژوند کاوه؟ نو پداسى حال کې چې د ځمکې پر مخ د خورو اديانو د رسولانو د سيرت دا حال وي، د نورو اديانو او فلسفو د رسولانو او خاوندانو سيرت خو به حتماً له شک او شبهاتو نه ډک وي، لکه د بودا، کونفوشيوس او نورو  سيرت. او هغه څه چې د دوى خپل پيروان يې د دوى د سيرت په هکله وايې د علمي بحث له نظره هيڅ د اعتبار  وړ ندي، ځکه هغه د کهانانو، کوډګرو، فال ګرو، جوړونه او يو له بل نه روايتونه دي، چې د وخت په تيريدو سره هر نسل داسې خرافات پکې زياتوي چې  سالم او له تعصب نه پاک عقل ته  د منلو وړ نه دي، نو ثابته شوه چې له ټولو نه صحيح، قوي، ثابت او په  متواتره طريقه را نقل شوى سيرت يوازې د محمد (صلى الله عليه وسلم) سيرت دى.

your ads

2.    د رسول (صلى الله عليه وسلم) ژوند پخپلو ټولو مرحلو (پوړيو) کې يعنې د هغه د مور آمنې او پلار عبدالله له واده نه د رسول (صلى الله عليه وسلم) تر رحلت پورې ټولې پيښې څرګندې او روښانه دي. مونږ د هغه د پيدايښت، وړکتوب، ځوانۍ، له نبوت نه مخکې کسب او کار، د مکې نه د باندې سفرونو په لنډه توګه تر بعثت پورې د هغه د ټول ژوند په هکله پوره معلومات لرو، او له بعثت نه وروسته ټول ژوند يې د لمر په شان څرګند او روښانه دى، هره برخه يې کال په کال راته معلومه ده، او همدا وجه ده چې د هغه (صلى الله عليه وسلم) سيرت دومره روښانه دى چې ځنې غربې څيړونکې هم پرې اعتراف کوې او دا وايي: يوازې محمد (صلى الله عليه وسلم) دى چې د لمر په رڼا کې پيدا شويدى.

دا خصوصيت هم د نورو رسولانو د سيرت ندى په برخه شوى، ګورو د موسى (عليه السلام) د وړکتوب، ځوانۍ له نبوت نه مخکې ژوند، کارو بار په هکله هيڅ ډول معلومات راسره نشته. او له نبوت نه يې وروسته موجود معلومات هم د هغه (عليه السلام) شخصيت پوره نه شي انځورولاى. د عيسى (عليه السلام) سيرت هم په عين شکل، د هغه (عليه السلام) د وړوکتوب په هکله يوازې  هغه څه شته چې اوسني انجيلونه يې وايي او يايې روايت کوي او ليکي: عيسى (عليه السلام) د يهودانو په هيکل ننووت او له احبارو (د يهودانو ديني علماوو) سره يې بحث او مناقشه وکړه. او له نبوت نه وروسته  يې يوازې د بلنې او ځينو نورو ژوندنيو طريقو په هکله معلومات لرو، او لدې نه پرته نور هر څه د نيستۍ په پردو کې پټ دي.

نو اوس څنګه کيداى شي دا لنډ او ناکافي معلومات زمونږ  د محبوب رسول (صلى الله عليه وسلم) د شخصي ژوند په هکله د هغو صحيحو، مفصلو او دقيقو معلوماتو سره چې د سيرت ريښتني مصادر يې روايت کوي پرتله کړو، لکه د هغه (صلى الله عليه وسلم) خوراک، دريدل، ناسته، جامې، شکل، هيئت، منطقه، له کور والو سره رويه، عبادت، لمونځ ، له اصحابو (رضي الله عنهم اجمعين) سره ژوند.ان تردې چې سيرت روايت کوونکو له دومره دقت نه کار اخيستى چې د هغه (صلى الله عليه وسلم) په مبارکه ږيره او قدرمن سر کې يې د سپينو ويښتانو شميره هم ياده او ذکرکړيده.

3.    د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) سيرت د يوه داسې انسان سيرت دى، چې الله (جل جلاله) په سالت مشرف کړى. دې سيرت نه هغه (صلى الله عليه وسلم) د انسانيت له مقام نه د الوهيت مقام ته اوچت کړى، او نه يې هم د هغه د ژوند په هکله خرافات ويلي. که مونږ دا له هغه څه سره پرتله کړو کوم چې مسيحيان يې د عيسى (عليه السلام) په هکله، بودايان يې د بودا په هکله، او نور بت پرستان يې د خپلو بتانو په هکله وايي نو هله به د رسول (صلى الله عليه وسلم) او نورو د سيرت په توپير پوره پوه شو.او دا کار د پيروانو په انساني سلوک باندې د لوى اثر درلودونکى دى. وينو چې د عيسى (عليه السلام) او بودا لپاره الوهيت ادعا ددې سبب شوې چې هغوى دواړه داسې درجې ته ورسوي چې هلته به هغوى د انسان د شخصي او ټولنيز ژوند لپاره سرمشق او نمونه (مثال) نه وي، حال دا چې محمد (صلى الله عليه وسلم) له پيدايښت نه ترقيامته د هر هغه چا لپاره چې غواړي، شخصي، کورنۍ، او ټولنيز سعادت يې په برخه شي، لوى او کامل انساني مثال دى، له همدې ځايه ده چې الله (جل جلاله) فرمايي:

((لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيراً)). (الاحزاب :٢١)

(په حقيقت کې ستاسې لپاره د الله په رسول کې يوه خورا غوره نمونه ده د هر هغه چا لپاره چې د الله او د آخرت د ورځې هيله من دى).

4.    د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) سيرت په يوه انسان کې د انسانيت ټولو برخو ته  شامل سيرت دى، هغه مونږ ته د ځوان، امين، او په سمه لار روان محمد (صلى الله عليه وسلم) له نبوت نه د مخکې  وخت نقلونه کوي، همدا راز راته د لوى بلونکي  رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د رسالت په لار کې  زحمتونو، کوښښونو او حکمتونو يادونه کوي، د يوه دولت د رئيس په توګه  د هغه (صلى الله عليه وسلم) له خوا د دولت د صحيح او قوي نظم راوستل، د درستوارګانونو جوړول، او بيا په پوره پوهه، اخلاص او صداقت د هغه ساتنه او د بري درشل ته رسول راښيي، لکه چې د ميړه او پلار په حيث د هغه (صلى الله عليه وسلم) نيکه عاطفه، شفقت، مهرباني، ښه رويه، د ميړه، ښځې او اولاد د حقوقو تر مينځ روښانه توپير راته بيانوي، همدا ډول د يوه مربي او مقتدر لارښوونکي په جامه کې راته د رسول (صلى الله عليه وسلم) له خوا د اصحابو (رضي الله عنهم) بى مثاله تربيه او روزنه روايت کوي کوم چې د همدې تربيې په وجه په اصحابو کې د پيروۍ روح دومره تقويه کيږي چې حتى په ډيرو کوچنيو مسئلو کې هم په هغه (صلى الله عليه وسلم) پسې اقتدا کوي. دا سيرت د رسول (صلى الله عليه وسلم) له خوا د ملګرتيا د حقوقو او آدابو ادا کولو ډير حکايتونه هم لري، يعنې د هغو حقوقو او آدابو کيسې د کومو په واسطه چې رسول الله ( صلى الله عليه وسلم) په اصحابو (رضي الله عنهم) له خپلو ځانونو، مالونو او اولادونو نه زيات ګران شوى ؤ، همدا راز د يوه غيرتي او زړور جنګيالي، سوبمن قوماندان او سياستمدار، امين همسايه او ريښتوني عهد کوونکي په حيث د رسول (صلى الله عليه وسلم) د ژوند نمونې بيانوي….

لنډه دا چې د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) سيرت په ټولنه کې د انسانيت ټولو اړخونو ته شامل سيرت دى، د هر داعي، قوماندان، ميړه، ملګري، لارښوونکي، سياستمدار، د دولت د رئيس او …. لپاره نيکه نمونه او لوړ مثال دى…

مونږ دېته  ورته او يا دېته نږدې مثالونه د بل رسول، او اوسنيو او پخوانيو فيلسوفانو، او نورو اديانو د خاوندانو په سيرت کې نه شو موندلاى. د مثال په توگه، موسى (عليه السلام) د يوه امت د رهبر حيثيت لري، خپل امت يې له غلامۍ نه وژغوره، داسې قواعد او اصول يې ورته کيِښودل چې يوازې د همغه امت لپاره وو او بس، خو په سيرت کې يې داسې څه نه ليدل کيږي چې هغه د  جنګياليو، لارښوونکو، سياستمدارانو، د دولت رئيسانو، پلرونو، او ميړونو لپاره نمونه او مثال وي.

عيسى (عليه السلام) د يوه زاهد بلونکي حيثيت لري، هغه لدې دنيا نه وخوت، خو مال کور او نور څه متاع نلري، او د مسيحيانو سره په موجوده سيرت کې يې ژوند د يوه جنګيالي قوماندان، د دولت د رئيس، پلار او ميړه ( ځکه هغه واده نه ؤکړى) په حيث ندى تمثيل شوى حال دا چې د محمد (صلى الله عليه وسلم) سيرت دا ټول راته په څرګند ډول تمثيلوي.

اوس کولاى شئ د بودا، کونفوشيوس، ارسطو، افلاطون، ناپليون او نورو تاريخي لويانو په هکله هم همداسې ووايئ چې: هغوى د هيچا لپاره هم د قدوې او نمونې حيثيت نلري، او که چيرته داسې وي، نو هغه به يوازې د ژوند په هغه برخه کې وي په کومه کې چې نوموړو شهرت موندلى دى، په ټول تاريخ کې محمد (صلى الله عليه وسلم) يوازينى انسان دى چې د خلکو د ټولو ډلو او د هر ډول استعدادونو د خاوندانو لپاره کامله او نيکه نمونه او قدوه حسنه دى.

5.    د محمد (صلى الله عليه وسلم) سيرت په يوازينۍ توګه د هغه د نبوت او رسالت، ريښتنى او له شک نه خالي ثابت دليل هم دى، ځکه هغه د يوه کامل انسان سيرت دى کوم چې د کاميابۍ له يوه پړاو نه بل ته دمعجزو او خارق العاده لارې په عوض د دعوت له سوچه طبيعي لارې نه مخکې تللى دى. هغه دعوت پيل کړى، خو ورسره يې کړاوونه هم ګاللي، خلکو ته يې الهي پيغام رسولى، نو انصار (ملګري) يې هم پيدا کړي، که جنګ ته را ايستل شوى جنګ يې هم کړى، هغه حکيم و، پخپله رهبرۍ کې پوره بريالى ؤ، تردې حده چې د وفات په وخت کې يې د دعوت حلقه تر ټولې ټاپو وزمې (عربي نړۍ) څخه راتاو شوې وه هغه هم د ايمان او مينې له لارې، نه  د زور او جبر له لارې.

که څوک د عربو له عاداتو، عقائدو، او د رسول (صلى الله عليه وسلم) د دعوت د مقابلې کولو لپاره د هغوى په رنګارنګ لارو، فريبونو، او هغه جنګ په کوم کې چې رسول (صلى الله عليه وسلم) بريالى شوى،د هغه (صلى الله عليه وسلم) او دښمنانو د قواوو له نابرابروالي  او نا انډولۍ څخه ځان خبر کړي، او بيا د رسول ٠صلى الله عليه وسلم) د رسالت لنډې (٢٣) کلنې مودې ته نظر وکړي، نو حتما به باور وکړي چې محمد (صلى الله عليه وسلم) د خداى (جل جلاله) ريښتونى رسول دى، الهي قوت، ثبات، تائيد او کاميابي د هغه د نبوت له برکته ورسره ملګرې وه، ځکه الله (جل جلاله) کله هم له درواغجن سره پدې اندازه خپل تائيد او کومک نه ملګرى کوي.

د رسول (صلى الله عليه وسلم) سيرت مونږ ته له عقلي لارې نه د هغه د رسالت ريښتنولي ثابتوي او د هغه معجزې د عربو د ايمان لومړنى سبب او عامل نه دي، داسې نده شوې چې له عناده ډکو کافرانو د کومې معجزې په اساس ايمان راوړى وي، سره لدې چې مادي معجزې يوازى د ليدونکو او مشاهده کوونکو لپاره دليل وي، دا ثابته ده چې هغو مسلمانانو چې نه يې رسول (صلى الله عليه وسلم) او نه يې د هغه معجزې ليدلې، د قاطعو عقلي دلايلو په اساس د محمد (صلى الله عليه وسلم) په نبوت ايمان راوړى.  ددې عقلي دلايلو له جملې نه يو هم قرآنکريم دى، چې هر منصف او عاقل پدې قانع کولاى شي چې د محمد (صلى الله عليه وسلم) په رسالت ايمان راوړي.

خو د نورو رسولانو موجوده سيرتونه داسې ندي،  بلکه هغه روايت کوي او وايي چې خلکو پر هغوى باندې د معجزو او خارق العاده کارونو په اساس ايمان راوړى ؤ، نه دا چې د عقل او فکر له لارې يې د دعوت اصول درک کړي او بيايې ورباندې ايمان راوړى وي. ددې خبرې ريښتونى مثال حضرت عيسى (عليه السلام) کيداى شي، الله ( جل جلاله) په قرآنکريم کې فرمايې چې:  عيسى (عليه السلام)  پر خپل رسالت باندې د يهودو د قناعت او ايمان  لپاره لومړنى اساس دا ګرزولى ؤ چې هغه له مورنه ړوند پيدا شوى، پيس او بل هر ناروغه ته صحت ورکوي، مړي ژوندي کوي، او خلکو ته د هغوى د خوراک، او د هغه څه په هکله چې په کورونو کې يې ذخيره کوي خبر ورکوي، البته دا ټول دالله (جل جلاله) په اذن سره. اوسني انجيلونه روايت کوي چې يوازې همدغه معجزې په يو ځل باندې د ډيرو خلکو د ايمان راوړنې سبب شوى، او دا هم زياتوي چې عيسى (عليه السلام) خداى، يا د الله زوى دى (حاشا لله).

مسيحيت له مسيح (عليه السلام) نه وروسته هم د معجزو او خارق العاده کارونو په مرسته خور شو، په (سفر اعمال الرسل) کې ددې مدعا لوى ثبوت وجود لري او مونږ کولاى شو چې اوسنى مسيحي دين د عقلي قناعت پر ځاى پر معجزو او خارق العاده امورو ولاړ دين وبولو. له همدې ځايه ده چې د رسول (صلى الله عليه وسلم)  د سيرت دا خصوصيت او ميزه نوره هم روښانيږي، ځکه هيچا هم په محمد (صلى الله عليه وسلم) باندې د مادي معجزې په اساس ايمان ندى راوړى، بلکه د ټولو د ايمان سبب وجداني او عقلي قناعت دى. او دا چې الله (جل جلاله) هغه (صلى الله عليه وسلم) ته مادي معجزې هم ورکړې، نو دا يوازې د هغه (صلى الله عليه وسلم) د زيات اکرام او د دښمنانو د سپکاوي او ذلت بل دليل دى. له قرآن سره آشنا انسان پدې ښه پوهيږي چې د خلکو د قناعت حاصلولو لپاره قرآني لاره د عقلي محاکمې او الهي لوى صفت د مشاهدې لاره ده، همدا راز د امي محمد (صلى الله عليه وسلم) له خوا ددې قرآن راوړنه د هغه د رسالت د ثبوت او ريښتينولۍ دليل ګرزوي،  الله فرمايي: ((وَقَالُوا لَوْلا أُنْزِلَ عَلَيْهِ آيَاتٌ مِنْ رَبِّهِ قُلْ إِنَّمَا الآيَاتُ عِنْدَ اللَّهِ وَإِنَّمَا أَنَا نَذِيرٌ مُبِينٌ (50) أَوَلَمْ يَكْفِهِمْ أَنَّا أَنْزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ يُتْلَى عَلَيْهِمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَرَحْمَةً وَذِكْرَى لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ)).(العنکبوت – ٥٠ / ٥١)

(دغه خلک وايي چې ولې پدغه سړي باندې دده د رب لخوا نښانې نازلې نشوى؟ ووايه! نښانې خو له الله سره دي او زه يوازې ډاروونکى يم په ډاګه څرګنده او آيا د دوى لپاره دغه (نښانه) کافي نده چې مونږ پر تا باندې کتاب نازل کړ چې دوى ته په لوستلو اورول کيږي؟ په حقيقت کې پدې کې د هغه خلکو لپاره رحمت او نصيحت دى چې ايمان راوړي).

کله چې قريشو له رسول (صلى الله عليه وسلم) نه په معجزو غوښتلو کې د مخکنيو امتونو په شان اصرار وکړ، الله خپل رسول (صلى الله عليه وسلم) ته امر وکړ چې داسې ځواب ورکړي:((…قُلْ سُبْحَانَ رَبِّي هَلْ كُنتُ إِلاَّ بَشَراً رَسُولاً)). (الاسراء – ٩٣)

(… ووايه پاک دى زما  پروردګار آيا زه له يو پيغام  راوړونکي انسان نه پرته بل څه يم).

((وَقَالُوا لَنْ نُؤْمِنَ لَكَ حَتَّى تَفْجُرَ لَنَا مِنْ الأَرْضِ يَنْبُوعاً (90) أَوْ تَكُونَ لَكَ جَنَّةٌ مِنْ نَخِيلٍ وَعِنَبٍ فَتُفَجِّرَ الأَنهَارَ خِلالَهَا تَفْجِيراً (91) أَوْ تُسْقِطَ السَّمَاءَ كَمَا زَعَمْتَ عَلَيْنَا كِسَفاً أَوْ تَأْتِيَ بِاللَّهِ وَالْمَلائِكَةِ قَبِيلاً (92) أَوْ يَكُونَ لَكَ بَيْتٌ مِنْ زُخْرُفٍ أَوْ تَرْقَى فِي السَّمَاءِ وَلَنْ نُؤْمِنَ لِرُقِيِّكَ حَتَّى تُنَزِّلَ عَلَيْنَا كِتَاباً نَقْرَؤُه قُلْ سُبْحَانَ رَبِّي هَلْ كُنتُ إِلاَّ بَشَراً رَسُولاً)). (الاسراء- ٩٠ / ٩٣)

(او ويې ويل مونږ به ستا خبره تر هغه پورې  ونه منو تر څو چې ته زمونږ لپاره ځمکه څيرې او يوه چينه ونه بهوې، يا ستا لپاره د کجورو او انګورويو باغ پيدا شي او ته به په هغه کې ويالې روانې کړې، آيا ته په مونږ باندې آسمان ټوټه ټوټه راوغورځوې لکه چې دعوه کوې. يا الله او پرښتې مونږ ته مخامخ راولې، يا ستا لپاره د سرو زرو يو کور واوسي يا ته آسمان ته اوخيژه او ستا په ختلو به هم  مونږ باور ونکړو تر څو چې ته په مونږ باندې يوه داسې ليکنه نازله نه کړې چې مونږ يې ولولو)) اې محمده! دوى ته ووايه پاک دى زما پروردګار ! آيا ز له يو پيغام راوړونکي انسان نه  پرته بل څه يم.

پدې ډول قرآنکريم په پوره وضاحت ددې اعلان کوي چې محمد (صلى الله عليه وسلم) انسان او د خداى رسول دى، هغه د خپل رسالت په دعوه کې په معجزو تکيه نلري، بلکه عقلونو او زړړنو ته خطاب کوي الله فرمايي:

((فَمَنْ يُرِدْ اللَّهُ أَنْ يَهدِيَهُ يَشْرَحْ صَدْرَهُ لِلإِسْلامِ…)).(الانعام – ١٢٥)
( الله چې هر چا ته  د سمې لارې ښوولو اراده وکړي، د هغه سينه د اسلام قبلولو لپاره خلاصوي).

اخیستنه: درسونه عبرتونه (السيرة النبوية دروس وعبر)
مؤلف: د. مصطفى السباعي
ژباړن: سلطان محمود صلاح

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب