عیب او ځواني – د عبد الرحمن بابا په زړه پورې شعر

چي مـــــدام د بـــــــل و عيبو تـــــــه نــــــظر کړې

خــــدای د خپـــــله عيبــــــــــــه ولي بې خبر کړې

کــــه يــــــوه جـــــــودانه عيب وينې په بل کښي

هغه يو جودانه عيب به يې لـــــوی غــــــر کړې

———

کـــــــه دي خپـــــله ګنـــــــاه لــــــــويه لکه غر وي

پـــــه حيــــــله حيـــــله بـــــه غــــر د مچ وزر کړې

که څوک تله د انصاف په لاس کښي در کړي

خـــــپل ټــــــــټو او د بــــــل اس بـــــــه برابر کړې

تــــو لعنت دي پــــــــــــه دا هسي مــــــنصفي شه

چــــــي د حـــــقه و بـــــاطل و تــــــه ګـــــــذر کړې

تــــا تـــــه رب د مــــــلايــــــکو مــــــقام در کــــــــړ

تــــا دا خپـــــــل صـــــــورت پخپله ګاو و خر کړ

که دي يــــو وېښتـــــــه د ځان د پاسه کوږ شي

ځــــان هغه ســـــاعت لــــــــه خدايــــــــه مرور کړې

د ځوانـــــۍ عمــــــــر دي تېر کړ په غفلت کښي

پـــــه پيري کي بــــه څــــــــه زېرمه د محشر کړې

پـــه پــــــيري کښي د ځــــــــوانۍ چاري نه ښايي

تــــه پــــه ورځ د عـــاشــــــــورې به څه اختر کړې

لــــکه بــــېخ د زړې ونــــــــي چــــينجي وخـــــوري

پــــه دا تــــېر عمر بــــــه څه ښاخ و ثمر کــــــــړې

دغـــــه بــــاغ بــه دي خلاص نه شي له خزانـــــــه

کـــه چاپـــــېر ور ځني ســـــــد د سکندر کـــــــړې

و بــــد خواوو تــــه هيڅ څوک نصيحت نـــــــه کا

رحمان ستا په غم شريک دئ که بـــــــاور کړې

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب