عنصر او د عناصرو دوراني جدول
عنصر
هغه مواد چې د یو ډول ذرو یا اتومو څخه جوړ شوي وي د عناصرو په نامه یادېږي.د اتوم په هسته کې د پروتونونو شمیر مشخص کوي چې کوم عنصر دی. ټول عناصر یو سمبول سره لیکل کېږي.
د یو عنصر سمبول یو یا دوې توری سره ښودل کېږي او په ټوله نړۍ کې یو شان دی. اکسيجن (O)، هايدروجن (H)، سره زر (Au) او سپين زر (Ag) د عناصرو یو مثال دي.
د عناصرو دوراني جدول
عناصر په یو سیسټم کې تنظیم شوي دي چې د عناصرو دورانی جدول په نوم یاديږي.د عنصرونو ماهیت او اساسي خاصیت د هغوي په اتومي نمبر پورې تړلی دی. د پروتونونو مجموعي شمیره چې د اتوم په هسته کې ځای پر ځاي دی د هغه عنصر د اتومي نمبر په نوم یادېږي؛ د مثال په ټوګه: د هایدروجن د اتوم په هسته کې یو پروتون شتون لري؛ نو د هغه اتومي نمبر یو دی. همدارنګه د اکسیجن د اتوم په هسته کې ۸ پروتونونه شتون لري؛ نو د اکسیجن اتومي نمبر اته دی.
د عناصرودوراني جدول چې د اتومي لمبر په اساس ترتیب شوی په افقی او عمودي کتارو ویشل شوی دی چې افقي کتارونه یې د تناوب یا دورې او عمودي کتارونه یې د ګروپونو په نوم یادېږي. په هره دوره کی له چپ څخه ښي خوا ته، د پروتونونو شمیر په هسته کی او د الکترونونو شمیر په وروستی انرژیکی قشرکې یو یو ډیرېږی .
هغه عناصر چې په یو ګروپ کې دي په خپل وروستني قشر کې یو اندازه الکترونونه لري.
فلز، غیر فلز او شبه فلز
د عناصرو دورانی جدول چپ خوا ته موږ فلزونه لیدلای شو. ټول فلزونه جامد دی، پرته له پارې(سیماب)(Hg) چې د کوټې دتودوخې په عادي درجه کې مایع حالت لري.
د عناصرو دوراني جدول په ښې خوا موږ غیر فلزونه موندلای شو. ډیری غیر فلزونه لکه اکسیجن او هییلیم ګاز دی.
هغه عناصر چې د فلزونو او غیرفلزونو په منځ کې دي منځني خواص یعنې دوه ګونې فلزي او غیرفلزي خواص له ځانه ښیي. نو دا عناصر د شبه فلزونو په نوم یادېږي.
نجیبه ګازونه
د عناصرو اتلسم ګروپ چې د نجیبه ګازونو څخه تشکیل شوی دی، صفر ګروپ هم وایي، ځکه چې دا عنصرونه غیر فعال دي او کیمیاوي فعالیت یوبل سره یا بل عناصرو سره له ځانه ڼه ښیي. علت یې دا دي چې د ټولو نجیبه ګازونه وروستنی انرژیکی سویه یې ډک دي. په دې سبب ضرورت نلري چي خپل وروستنی انرژیکي سویه یی ډک وکړي.
سره له دې چې هایدروجن یو غیر فلز دی خو د لومړي ګروپ په سر کې ځاي لري. په دې خاطر چې لومړي ګروپ کې ډیر فلزی عنصرونه شته دي، د القلی فلزونو ګروپ په نامه یادېږي. دا عناصر اکثرا د نورو عناصرو سره کیمیاوي فعالیت ښیی. علت یې دا دی چې القلی فلزونه په وروستي انرژیکې سویه کې یوازې یو الکترون لري. په دې خاطر القلی فلزونه بل عناصرو سره کیمیاوي فعلیت ښیي چې ډیر الکترونونو ته ضرورت لري چې خپل وروستني انرژیکي سویه ډک کړي.