اتومي يا رادیواکتیو پاتې شونې څه ته وايي؟

په دې اړوند اړينه ده چې ترهرڅه دمخه  ځينې فزیکي مسلکي اصطلاحونه تعريف شي ترڅوعام ولس هم په اسانۍ سره داتومي پاتې شونې په هکله  پوهه ترلاسه کړي .

•  اتومي يا رادیواکتیو پاتې شونې (Radioactive waste) تعریف:

هغووروسته پاتو، بېکاره، فضوله هستوي وړانګې خپرونکوتوکوته ویل کیږي  چې په صنعتي، علمي ، طبي ،  ملکې اودورځني ژوند په هراړخيزو برخوکې ورڅخه نورزیاتۍ دپام وړګټه نه شي پورته کیدلای  اوله دې کبله ښايي چې نوموړي مواد  په داسې  یوه خوندي ځای کې وساتل شي چې انسانانو، حیواناتو،ژوندیواورګانیزم اوچاپيریال ته يې زیان وه نه رسيږي .

که چیرته نوموړي توکي دساري په توګه دځمکې تر لاندې په فني   توګه سم خوندي وه نه ساتل شي ، نو چاپېریال اودخلکوروغتیا ته دخطریوه لویه سرچینه ګرځیدلای شي . داځکه چې اتومي پاتې شوني  خطرناکې هستوي وړانګې لکه الفاوړانګې) (α- rays ، بېتا وړانګې  (β- rays) ګاما وړانګې   (γ- rays)اونیوترون وړانګې  خپروي . دبلې خواپه جاپان باندې داتوم بم دکارولوپایلې اواپیدیميولوژي  (Epidemiology) څیړنو اوګڼ شمیرتجربوپه ډاګه کړې ده چې هستوي وړانګې دسرطان ناروغۍ منځ ته راولي .

فزیکي اصطلاحونه :

راديواکتیو (Radoactive):

په طبيعت کې ځينې عنصرونه پيداکیږي چې بې له بهرنۍ اغېز ې څخه نا ببره او په خپل سرتجزيه کيږي او په څنگ کې د اتوم دهستې څخه هستوي وړانگې خپروي  . په پايله کې توپیرلرونکي اودنويوعنصرونو هستې لاس ته راځي او يا داچې دهم هغه عنصرپه  راديو ايزوټوپو باندې بدليږي  .  نوموړې فيزيکې کړنلارې ته راديواکتیو تجزيه یانې وړانگې خپرونکې تجزیه اودغه رنگ فعال خا صيت ته راديواکتیويتي      (Radioactivity )  ويل کيږي  .  (کړاند= Active)  .  نن ورځ ساينسپوهان کولای شي چې ددوه زرونه ډیر رادیواکتیونوکلید (Nuclide)  کوم چې په طبیعت کې نه پیداکيږی په مصنوعي توګه   ترلاسه کړي .
هغه هستې چې وړانگې  خپروونکی فعا ل خواص و لري دراديو اکتيو (Radioactive) اودهغوى پاتې راديو ايزوټوپ ،د راديونوکليد  (Radionuclid ) په نامه سره ياديږي  . په نوموړې ويی ( لغت ) کې راديو  (Radio) په مانا د وړانگه چې دلاتين ژبې راديوس (Radius) څخه  اخېستل شوی او دلاس او څنگلې ددوواوږدوهډوکو څخه د يوه هډوکي نوم دى ا و اکتيو (Active) دفعال مانا  ورکوي  .
فيزيکي نيمايي وخت  (Physical Half life = T1/2)  :
فيز یکي نيمايي وخت  يا دعمرموده هغه وخت ته ویل کيږی چې په نوموړې موده کې، د يوه ټاکلي راديواکتیو عنصردهستو شمېر  دلومړني وخت هستوشمېر په پرتله نيماي ته راولويږي  .
دوړنګوانرژي واحد (سیورت   (Sievert
یوسيورت (Sievert = 1 Sv)  دوړانګو انرژي هغې کچې ته ویل کیږي  کله چې  دبدن په یوه کیلوګرام Kg  نسجونوکې یوژول Joule  انرژي جذب شي . دساري په توګه دطبیعي وړانګو دانرژي کچه چې  دیوه کال په موده کې بدن ته رسيږي لږ څه پنځوس ملي سیورت  (50 mSv = 0,05 Sv)  اندازه شوې ده .
درادیواکتیويتي واحد  (بېکاریل  ( Becquerel )
بېکاریل دیوه رادیواکتیوعنصر درادیواکتیویتي واحددی . یوبېکاریل دتجزیه کیدونکوهستوټول ټال شمیر ته ویل کيږي چې په یوه ٍثانيه کې چوي . که چیرته په یوه ثانیه کې یوه هسته وچوي نویوبیکاریل ورته ویل کیږي  اوداسې لیکل کیږي (1Bq = 1 s-1 )  .

رادیو ایزوټوپ (Radioisotope)

دیوه عنصرایزوټوپونه هغه ګڼ شمیرعنصرونه تشکیلوي چې دهغوی تر منځ دپروتونوشمیریوشان  وي خودهغوی نیوترونوشمیر دیوه بل نه توپیرولري. هغه ايزوټوپونه  چې رادیواکتیوخواص لري اوهستوي وړانګې خپروي درادیوایزوټوپ په نامه یاديږي .

اتومي پاتې شونې څرنګه منځ ته راځي ؟

اتومي یاهستوي پاتې شونې  (Nuclear waste)  هغورادیواکتيوايزوټوپوته ويل کيږي  چې په صنعتي هراړخیزو برخوکې لکه دیورانیوم کان دډبروڅخه دطبیعي یورانیوم ترټولودرانده فلز بیلول ، په طبیعي یورانیوم کې دچاودیدونکي یورانیوم دوه سوه پينځه دیرش (U-235) سليزې برخې بډای کول ، په هستوي بټۍ (Nuclear power plant) کې دسوځیدل شووهستوي چاودیدونکوسونګ موادو(Spent nuclear fuel)،اودطبابت په څانګه کې دناروغیو دپيژندلواودرملنې په پایله کې  منځ ته راځي .دنوموړو صنعتي کړنلاروپه هکله په   لاندې ډول لنډمالومات وړاندې کیږي .

•       لومړی  : په ١-شکل کې د يورانیوم دبډای  کولوتکنالوژي ښوول شوې ده چې په هستوي بټۍ کې دبريښنا دتولیدپه موخه ورڅخه ګټه پورته کیږي . دیورانیوم اومعدني کانو0,3% U2O8)  ( داستخراج  ،اسطحصال اوکیندلوپه کړنلاره کې دبېلګې په ډول دلسوټنوڅخه نهه ټنه  اتومي پاتې شونې   منځ ته راځي . د يورانیوم زيرمې او کانونه په طبيعي ډول دځمکې کورې (globus) په ډ يروبرخو او په غير متجانس ډول سره پيداکيږي . په لومړي پړاوکې، د طبيعي يورانیوم معدني مينرالونه لکه (Uraninit = Pechblende) ديو لړفيزيکي او کيمياوي کړنلاروپه مرسته سره دنوروډبرو څخه  بيلږي . په معدني ډبروکې لاندې طبیعي رادیواکتیوعنصرونه پيداکیږي چې  دکان کیندونکوکارګروروغتیا ته لوی ګواښ کیدای شي.  دبیلګې په توګه : کالیوم  (Kalium 40) ، توریوم (Thorium 232)  ، يورانیوم دوه سوه پینځه دیرش  (Uranium-235) يورانیوم دوه سوه اته دیرش (Uranium-238)  ، پلوتونیوم (Plutonium -244) ، کاربون  (Carbon 14) ، رایديوم  (Radium 224,226,228)  ، رادون غاز (Radon 220, 222) اونور .

١- شکل : دطبيعي يورانیوم د استخراج ټکنالوژي او ديورانیوم دوه سوه پينځه دېرش  (U235)د بډایولو   (Enrichment) کړنلاره  ښوول شوې ده،چې په هستوي بټيو (Nuclear Power Plants) کې د سونگ موادو په موخه ور څخه کار  اخېستل کيږي . طبيعي یورانیوم په سلوکې لږڅه نهه نوي ديورانیوم دوه سوه اته دیرش   (99%U-238)ايزوټوپ اولږڅه یوپه سلوکې  دچاودیدونکي یورانیوم دوه سوه پينځه دیرش 0,7%U-235) ( ايزوټوپ څخه جوړشوی دی.. ديورانیوم دبډای کولوپه کړنلاره کې په زرګونوټنه  اټومی پاتې شونې منځ ته راځي چې دخوارشوي یورانیوم (Depleted uranium) په نامه سره یاديږي .

پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی   (ځدراڼ)
اخذلیک :
1.      http://www.ne.jp/asahi/mh/u/INSCAP/Radwaste.html
2.      http://nuclear.org/info/inf60.html
3.      http://www.radioactivewaste.gov.au/Radiation_radioactive_waste
4.      http://www.iaea.org/
5.      http://www.bbc.co.uk/

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب