هستوي بټۍ

د هستوي انرژي صنعت کولای شي چې په لنډ او اوږده مهال کې د کارموندنې او اقتصادي ودې په برخو کې ښه رول ولوبوي. په نړۍ کې تر ۱۵۰ پورته هستوي بټیو کار په پلان کې ده او ۶۵ نور تر کار لاندې دي. له همدې امله کیدای شي چې په راتلونکي کې نړۍ د هستوي سون توکو او هستوي بټیو کارکونکو له کمښت سره مخامخ شي. داسې اټکل شوی چې په راتلونکو لس کلونو کې به د هستوي تولیداتو د راکړې ورکړې کچه له ۵۰۰ څخه تر ۷۴۰ بلیونه ډالره پورې ورسیږي. همدارنګه دا اټکل هم شوی چې نړۍ به تر ۲۰۳۵ پورې ۲۵ سلنه نورې اضافي انرژي ته اړتیا ولري، له بلې خوا د انرژي شته چینې لکه تیل او سکاره هم د خلاصیدلو خوا ته روان دي نو داسې ویلا شو چې یواځنۍ د انرژي چینه چې په راتلونکي کې ورته تمه شته، هستوي انرژي ده.

دهستوي بټۍ اقتصادي ګټې: هر کال یوه متوسطه هستوي بټۍ چې ۱۰۰۰ میګاواټه بریښنا تولیدوي، ۷۴۰ ملیونه ډالره د بټۍ خاوند او ۴۰ ملیونه ډالره کار اخیستونکو ته ګټه رسوي. د احصایو له مخې هر یو ډالر چې د حکومت لخوا په یوه هستوي بټۍ باندې لګیږي نو ۱.۰۴ ډالره سیمئیزې پانګې ته او ۱.۸۷ ډالره حکومتي پانګې ته ګټه رسوي.
په کاري ځواک یې اغېزې: وروستۍ څېړنې ښيي، هغه هستوي بټۍ چې د بريښنا د تولید لپاره کارول کیږي د نورو بریښنا تولید کونکو فابریکو په پرتله ډیر کارکونکي استخداموي او معاش یې هم د نورو په پرتله ډیر دی. د یوې هستوي بټۍ په کار اچونې لپاره له ۴۰۰ څخه تر ۷۰۰ پورې تلپاتې او تر ۵۰۰ پورې لنډ مهاله دندې را مینځ ته کوي. د هستوي بټۍ کارکونکې په سیمه کې د نورو عادي کار کونکو په پرتله ۳۶ سلنه ډیر معاش لري. په ټولیزه توګه په هستوي بټۍ کې تر بل هر ځای ښه او د لوړ معاش کار پیدا کیږي.
د نوې بټۍ جوړول: د یوه نوي هستوي بټۍ د جوړلو لپاره د بټۍ د لویوالي په تناسب له ۶ څخه تر ۸ بلیونه ډالرو ته اړتیا شته. د یوې بټۍ جوړول تر ۳۵۰۰ پورې کارکوونکو ته اړتیا لري، په دې شمیر کې به فلزکارانو، نلدوانانو، سنګتراشانو، ترکاڼانو، ماشین سازانو، برقیانو، د لویو ماشینونو چلونکو، د پروژې مدیرانو، مشاورینو او انجنیرانو ته هم د کار موکې پیدا شي. د یوې نوې بټۍ د جوړیدلو لپاره ۳۰۵۶۰۰ متر مربع کانکریټ، ۶۶۰۰۰ ټنه اوسپنې، ۷۰ کیلومټره پایپ، ۴۹۰ کیلومټره د بريښنا مزی او ۱۳۰۰۰۰ نورو بریښنايي سامانونو ته اړتیا شته.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب