عزت او سرلوړي ژوند غوره کول ښه دی که … !؟
هر انسان مينه لري چې ژوند وکړي او ډېر عمر ولري چې دايوه طبيعي غوښتنه ده، خو انسانان دژوند غوښتلو او ژوند کولو په ډول کې سره توپير لري. ځينې خلکو دذلت ژوند غوره کړی وي، هغوی ته دا مهمه نه ده چې څنګه واوسيږي او دکومې موخې لپاره کار وکړي، دهغوی هم او غم خوراک، څښاک، خوب او دنيوي متاع وي، دهمدغو شيانو لاسته راوړنه يې موخه وي.
بله ډله بيا دعزت له ژوند څخه غير بل څه نه مني، هغوی دسرلوړۍ ژوند کول غواړي، دداسې خلکو خوراک او څښاک که کمزوری هم وي، خو عزت يې موخه وي، دبډايتوب او فقر، لوږې او تندې په سوچ کې نه وي، دخپل عزت ساتلو په خاطر هيڅکله تنازل او ښکته والی نه مني، که هرڅه له لاسه ورکړي خو خپل عزت ساتي، آن که خپل ژوند هم له لاسه ورکړي، دعزت مرګ ورته دذلت له ژوند څخه بهتره ښکاري.
داسلام دتاريخ په اوږدو کې صحابه کرامو په فقر او لوږه کې ژوند تېر کړی، وينې يې تويې شوې او ډېری يې شهيدن شوي هم دي، عربو او عجمو ورسره جګړې وکړې، خو له دې ټولو سره سره يې دعزت ژوند درلود او کله چې مړه کېدل نو مړېنه يې دعزت مړېنه وه.
عزت اوسرلوړي يوه ښکلې ماڼۍ نه ده چې ژوند په کې وکړو يا داچې خواږه خوراکونه دي، بلکه عزت سپېڅلي او لوړ بنسټونه دي چې انسان يې تر سيورې لاندې ژوند کوي او دهغه لپاره بيا خپله ساه هم ورکوي.
وګورﺉ امام ابوحنيفه (رحمه الله) چې دعزت ژوند يې وکړ، سره له دې چې زښت زيات په تکليف شو. همدارنګه امام احمد بن حنبل بندي شو، ووهل شو، آن داچې نژدي ؤ چې مړ شي، خو له دې ټولو سره سره يې مقاومت وکړ او پروا يې ونه ساتله. هماغه ؤ چې عزت يې په برخه شو، مګر دوخت دپاچاهانو علما بيا کله څوک يادوي؟! دذلت او خوارۍ ژوند يې غوره کړ، مړه شول، خاورو لاندې کړل، خو اوس هېر شوي دي!!
چا چې درښتينو مسلمانانو سيرت لوستلی وي، په علم يقين سره به پوه شي چې هغوی دعزت او سرلوړي ژوند تېر کړی دی، په داسې حال کې چې دتاريخ په پاڼو کې دډېرو هغو کسانو نومونه ثبت دي چې دذلت ژوند يې غوره کړی دی او درښتينو مسلمانانو په جامو کې به يې ځانونه ښکاره کول، خو دوی به رښتيني نه ؤ، دعلم زده کړه به يې ددې لپاره کوله چې دنيا پرې لاسته راوړي او يا داچې واکمنانو او پاچاهانو ته به يې ځانونه نژدې کول. نو پايله يې دا شوه چې دخپل بادار او پاچا هره خبره به يې منله، دداسې اشخاصو لپاره حلال او حرام هغه څه ؤ چې حاکم يې حلال او حرام ګرځولي ؤ!!
په نړۍ کې ځينې داسې حلقې او اشخاص ؤ او شته چې دعزت او دحق خبرې څخه غير بل څه نه وايي اونه بل څه ليکي، آن که نفس، نوم او شهرت يې هم له خطر سره مخ وي. مګر متاسفانه ځينې ذليل اشخاص او قلمونه هم شته دی چې غير له دې چې خپل واکمنان خوښ کړي، بل څه نه وايي او نه بل څه ليکي. حق باطل ګرځوي او باطل حق.
باعزته اشخاص نه يوازې داچې خپله سرلوړي غواړي، بلکه دټول اسلامي امت سرلوړی يې موخه وي چې بېلګې يې همدا نزدې تېر وخت کې دغزې دمسلمانانو په وړاندې لېدلای شو. دغزې په تېرو پېښو کې ځينې داسې ليکنې خپرې شوې چې هر څوک خوشحالوي، ليکنې يې لکه دڅوارلسمې سپوږمې په شان ښکاره او روښانه وې. دا دتعجب وړ خبره وه چې دنارينه ؤ سربېره ډېرو ښځينه ؤ ليکوالو دغزې دمجاهدينو سره دمرستې او همغږۍ ليکنې کولې او دا ددې زمانې هغه مېړونه دي چې سړي په کې کم شويدي. خو ددې برخلاف ځينې ليکنې هم خپرې شوې چې دذلت څخه غير بل څه نه ترېنه معلومېدل.
ځينې ډېر داسې اشخاص ؤ چې ګومان پرې نه کېده چې دغزې دمجاهدينو سره همغږي وښيي، خو پخپلو غښتليو دريځونو يې خپل ديني او ايماني رسالت پوره کړ، دغزې مجاهدين يې ستايل او دهغوی سره دمرستې او همغږۍ په اړه به يې کلک ملاتړ څرګنداوه او له هغوی سره دمرستې په اړه به يې مقالې ليکلې. خو ددې برعکس ځينې چې حساب پرې کېده دګونګ شيطان په شان غلي پاتې شول او هېڅ ډول جوت دريځ يې ښکاره نه کړ. دلومړۍ ډلې عزت او سرلوړي له ورايه ښکارېده، په داسې حال کې چې ددوهمې ډلې ذلت هم له ورايه معلومېده.
داسلام په اوايلو کې تاريخ شاهدي ورکوي چې درسول الله صلی الله عليه وسلم د کورنۍ غړي په وينو کې ولمبېدل، خپل ارواح يې دخدای په لاره کې قرباني کړل، هماغه ؤ چې دعزت ژوند او مرګ يې په برخه شو.
ډېر داسې رښتيني او غښتلي مسلمانان دتاريخ په پاڼو کې ثبت دي چې دعزت ژوند يې غوره کړی ؤ، دخپل ځان او دين دعزت ساتلو په خاطر يې يوه لوېشت تنازل هم ونه مانه، خو کله يې چې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې، عزت يې په برخه شو او ياد يې تر نن ورځې پورې پاتې دی، لکه يو شاعر چې وايي:
تېريږی قافلې د زمانې نن او سبا کې
سر لوړي به وي څوک چې د الله په لارې سم وي
په پای کې ليکم چې ټول خلک ژوند کوي، ليکوالان ليکنې کوي، علما فتواوې ورکوي، دميدان په ډګر کې مختلف اشخاص ډول ډول دريځونه خپلوي چې دا ټول تاريخ ليکي او راتلونکو نسلونو ته دعبرت او درس په خاطر وړاندې کيږي… خو يوه خبره شته دی اوهغه داچې دهغه چا ترمينځ ډېر توپير شته دی چې دعزت ژوند يې غوره کړی دی او دهغه چا ترمينځ چې دذلت ژوند يې غوره کړی دی.
محمدآصف احمدزی