عبرتناکې جملې

 مينه په تبسم پيل کيږي او په اوښکو پای ته رسیږي

 په هغه چا مه ژاړه چې په تا نه ژاړي

 د حقيقي ملګرو پيدا کول سخت دي، پريښودل يي هم سخت دي، او دهغوی هيرونه ناممکنه ده

 کار کول دخبرو په پرتله ډير مؤثر وي

 مه پریږده، چې تیر وخت دې خفه کړي، بلکه هغه دې په ژوند کې له ډيرو ستونزو څخه منع کوي

 ځينی خلک ستا په ژوند کې صرف ستا په شتون خوشحاله وي او دغه خوشحالي تا پورې منحصره وي

 حقيقي ملګري دستورو په شان دي هميشه يې نه ګورې مګر پدې پوهيږې چي په اسمان کې شته

په داسې حال کې به ته څه کوې، چې هغه څوک دې وژړوي چې د ژړا په حال کې به یې ستا اوښکې پاکولې

 ويده زمری مه ويښوه

 دوهم چانس کله نا کله راځي

 کله چې يوه دروازه بنده شي بله خلاصیږي

 څوک چې دځان سره زیاته مينه لري هومره ورسره خلک نفرت پیدا کوي

 ژبه هډوکي نلري، خو هډوکي ماتوي

 هغه زمری چې د مخې خوا درباندې یرغل کوي، له هغه لیوه ډیر ښه دی چې د شا له لوري درباندې یرغل وکړي

 کومه خبره چې دزړه څخه ووځي، زړه ته ننوځي، او کومه خبره چې د ژبې څخه ووځي له غوږونو هم وځي

 له خلکو سره داسې معامله او سلوک وکړه، څرنګه يي چې ته غواړې، تر څو  تاسره يي خلک وکړي

 شیطان وايي: دادم ځوی ته حيران يم، له الله سره مينه لري او نافرماني يي هم کوي او له ماسره کرکه لري خو زما اطاعت کوي

 له عجايبو څخه داده چې انسان دې ته پاملرنه کوي چې ماشوم ته لومړی خبرې ښايي اوبيا ورته دچوپ کيدو ښوونه کوي

 پوهان وايي : کله چې دچا سره ملګرتيا کوې نو په غصه يې کړه، که په غصه کې يې انصاف وکړو نو ملګرتيا يې مه پريږده او که ملګرتيا يې نه کوې نو ځان ورڅخه وساته

 چاچې خپل مسلمان ورور ته له نورو خلکو پټ نصيحت وکړ، نو نصيحت يې ورته وکړو او که چاورته دخلکو په مخ کې نصيحت وکړو نو ويي شرماوه

 که چيرته ژوند سخت نه وای نو دمور له خيټې د رواتلو پر مهال به مو نه ژړلای

 په کوهي کې لاړې مه تو کوه، يوه ورځ به ترې اوبه وڅښې

 کله چې له ونې مڼه وغورځيږي ټول وايي مڼه وغورځيده صرف يو انسان وايي چې مڼه ولې ولويده

 داسخته نده چې ديوه ملګري لپاره قرباني ورکړې، خو دا سخته ده چې داسې ملګری پيداکړی چې د قربانۍ ورکولو وړ وي

 چاسره چې الله مينه ولري هر څه ورسره مينه پیداکوي

 هرڅه واړه پيليږي بيا ستریږي مګر مصيبت لومړی ستر پيليږي اوبيا وړيږي

 شرم داندی چې ولويږو شرم دادی چې بيرته اوچت نه شو

ژباړه : محمد اکرم همت

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب