عبدالاحد مومند | لومړنی افغان ستورمزلی

په یوه کتاب کې د عبد الاحد مومند د فضایي سفر یونلیک د (نه روز در کیهان) په نوم ولوست، خوشحاله شوم چې مومند صاحب خپله فضایي سفرنامه هم لیکلې ده. ٣٣ کاله دمخه فضا ته د لومړني افغان سفر د افغانستان لپاره ستر ویاړ دی چې له بده مرغه د جګړې په لوګیو دا ویاړ هم را څخه هیر شوی دی. لاندې د لومړني افغان ستورمزلي پیژندنه او د فضایي سفر په اړه لیکنه ده چې څو کاله دمخه مې لیکلې وه:

لومړنی افغان کیهانورد وپیژنئ:‌

لومړنی افغان کیهانورد یا ستور مزلی ښاغلی عبدالاحد مومند و، چې په ۱۹۸۸ میلادي کال کې یې د وخت د شوروي اتحاد په تخنیکي مرسته فضا ته پرواز وکړ.

عبدالاحد مومند په ۱۹۵۹میلادي کال دنومبر دمياشتي په لمړۍ نیټه د غزني ولايت د اندړو ولسوالي د سردې د کلي د محمد سرور په متدينه کورنۍ کې دنياته سترگي غړولې دي .ابتدايه زده کړې يې د سردې کلي په ابتدائيه ښوونځي او وروسته د غزني دسلطان شهاب الدين ليسه کي شامل سوی اوبيا یې د کابل په حبيبه ليسه کې زده کړوته دوام ورکړ چي په ((۱۹۷۶))کال دحبيبې دليسې نه فارغ اودکانکورتر آزموينې وروسته د کابل د پولي تخنيک انستيتوت کې دجيولوجي په انستيتيوت کي عالي تحصيلاتوته دوام ورکړ .

ښاغلی مومند په ۱۹۷۸ کال د پيلوټۍ په برخه کې دزده کړو لپاره شوروي اتحاد ته ولېږل شو، چي په ۱۹۸۱ کال یې دکراسنودار اوکيف په پوځی هوايي مسلکي مکتب کې د پيلوټۍ په برخه کې مسلکي زده کړي په برياليتوب سره پاي ته ورسولې او وطن ته راستون شو .

ښاغلى عبدالاحد مومند هيواد ته له راستنيدو وروسته او له ۱۹۸۱ نه تر ۱۹۸۴ کال پوري د بگرام په هوايي ډگر کې د هوايي قواوو د پيلوټ په توگه دنده سرته رسوله . د ۱۹۸۴ کال نه تر ۱۹۸۷ کال پورې د لوړو اومسلکی زده کړو لپاره دوهم ځل د اوکراين هيواد د کيف په ښار کې د يوري گاگارين په نوم پوځي هوايي اکاډمي کې عالي اومسلکي تحصيلات وکړل .

په ۱۹۸۷ کال دنومبر په مياشت کښي ښاغلي عبدالاحد مومندله نورو پيلوټانو سره لکه: محمد دوران ، محمد جهيد، اقا جان، سراج الدين، امير خان، خيال محمد، شير زمين سره يو ځاى د کيهاني پرواز لپاره په روغتيايي معايناتو کې برخه واخيسته.
د۱۹۸۷ کال د دسمبر په ۱۲ عبدالاحد مومند د اتو کانديدانوله جملې نه له هغوکسانوڅخه وټاکل شو چې د پرواز لپاره چمتو شي.

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب