ظلم؛ د ظلم اسباب، ډولونه، پایله او پرېښودل یې

ځمکې او آسمانونو په عدل او انصاف سره ولاړ دي، که چېرې عدل شتون نه درلودلی نو ژوند به نه وای، تر ټولو ستر عادل ذات الله تبارک وتعالی پر خپل ځان او ټولومخلوقاتو باندې ظلم حرام ګرځولی ، الله تعالی د خیر غوښتنه ، دظلم، ناوړه کړنو څخه نفرت او کرکه د انسان په سليم فطرت کې ايښې ده ، خو هر کله چې انسان د سلیم فطرت څخه سرغړونه وکړي، د شیطان او نفسي خواهشاتو منوونکی شي بیا ظلم زیاتې ، بې عدالتي او ګناهونو ته مخه کوي، پر خپل ځان نورو وګړو باندې ظلم ، زور او زیاتې پېلوي.
درنو لوستونکو راځئ د ظلم ټولو انواعو څخه ځانونه وژغورو نو اړینه ده چې د ظلم مانا، اسباب، ناوړه پاېلې او د ظلم پریښودو لارو چارو څخه ځانونه خبر کړو!
ظلم په لغت کې زیاتي، بې عدالتي، له حدودو څخه تيرې او د حق څخه سرغړونې ته ویل کیږي ( د عدل و انصاف ضد دی).
په اصطلاح کې ( وضع الشی في غیر محله الشرعي ) د یو شي په غیر د شرعي محل کې ايښودو ته ظلم ویل کیږي، یعنې له حد او حقوقو څخه سترګۍ پټول او د ايښودل شویو اصول اوقوانینو څخه سرغړونه کول ظلم بلل کیږي.

ظلم په شرع کې درې ډوله دی:

۱ – ظلم کول د الله تعالی د حقوقو پر وړاندې: یعنې دالله تعالی سره شریک نیول، الله تعالی فرمايي ( ان الشرک لظلم عظیم) بیشکه شرک تر ټولو ستر لوی ظلم دی، د الله تعالی څخه بغیر بل چاته عبادت تر سره کول.
۲ – انسان پر خپل ځان ظلم کول: د الله تعالی معصیت او نافرماني کول، دروغ ویل، لمونځ نه اداء کول، غیبت کول او داسې نور ناوړه اعمال تر سره کول.
۳ – انسان پر نورو انسانانو او مخلوقاتو باندې ظلم کول: خلکو ته تکلیف رسول، مالونه او جایدادونه يې په زوه اخیستل، وینه يې تویول ، خپله کورنۍ اولادونه او خپلوانو سره بد چلند کول او داسې نور.
الله تعالی عدالت او انصاف کوونکي امتونه بقاء وربښي ولو که کافر هم وي ځکه کفر يې د ځان دی او عدل يې د ټولنې پاتې کیدو لامل ګرځي، همدارنګه الله تعالی هغه مسلمان امتونه هلاکوي چې ظلم ، زیاتې او تجاوز کوونکي وي.

د ظلم اسباب:

۱ –جهل او ناپوهي:
ډیرې وګړي چې ظلم کوي، د اسلام له نظره د ظلم له حقیقت څخه نا خبره دي، په ناوړنه ټولنه کې يې بده تربیه اخیستې وي ، د الله تعالی ویره يې په زړه کې شتون نه لري، اما هغه وکړي چې تقوی پکې وي، نیکواخلاقو په ګاڼه باندې سمبال وي له الله تعالی څخه ویریږي د کبیره او صغیره ګناهونو او همدارنګه د ظلم څخه ځانونه ساتي.
۲ – د مادي او معنوي ګټو او مصالحو دخطر له امله :
انسان د خپلی مالدارۍ او واکدارۍ ساتنې په موخه پر نورو وګړو ځان لوړ ګڼي او پرې ظلم کوي، دا چې دا سبب د اوسنۍ زمانۍ زیږنده نه ده بلکې د انسان د پېدايښت څخه نېولې آن تر قیامته به د حق او باطل ، کمزورو او ځواکمنو تر منځ کشمکش او مبارزه د ژوند په هره برخه کې او په هره زمانه کې دوام کوي.
ظالم به څنګه نه ځوریږي!
۱ – الله تعالی فرمايي: (وَ لا تَحْسَبَنَّ اللَّهَ غافِلاً عَمَّا يَعْمَلُ الظَّالِمُونَ…..) یعنې: ( ظالمان دی داسې ګمان نه کوي چې الله تعالی له دوې د کړنو او ظلم څخه ناخبره دی). بلکې الله تعالی به ضرور دوی سره حساب کوي او د مظلومانو انتقام به ورڅخه اخلي.
۲ – نبي کریم صلي الله علیه وسلم فرمايي: ( ایّاکم والظلم فانّ الظلم ظلمات یوم القیامه) له ظلم څخه ځانونه وساتئ ځکه ظلم د اخرت پر ورځ توره تیاره ده.
۳ – د مظلوم بد دعايي او الله تعالی تر منځ پرده شتون نه لري ، (دعاء يې مستقیم قبلیږي) الله تعالی ظالم ته موقع ورکوي لیکن هېڅکله همداسې مهمل يې نه پریږدي.
۴ – الله تعالی پر خپل ځان او ټولو بنده ګانو باندې ظلم حرام ګرځولی او ظالمانو ته يې د دنیا او اخرت د عذاب ورکولو او هلاکولو وعده کړیده.

د ظلم ناوړه پاېلي او آثار :

۱ – د الله تعالی د سخت عذاب نازلیدو سبب ګرځي: څومره چې د ظالم انسان د دنیاوي موقت ژوندانه قدر اوقیمت په ظاهري توګه لوړ شي لیکن الله تعالی به ضرور د مظلوم انسان مرستندویه کیږي ، ظالم به خامخا تباه کوي ځکه پیغمبر صلی الله علیه وسلم په یو حدیث قدسي کې وايي چې الله تعالی فرمايلي:(و عزتي و جلالي لانصرنک ولو بعد حین ) الله تعالی په خپل عزت او په لويې باندې قسم خوري چې خامخا به مظلوم ته بریا او کامیابي په برخه کوم ولو که یو څه موده په ځنډ سره وي.
۲ – ظلم د مصیبتونو ستونزو زیږنده ده، فقر، لوږه او تنده، بې ځایه او ناحقه قتلونه، زلزلې آفتونه او عذابونه به د باران په څېر راوریږي لکه څرنګه چې اوسنې زمانه کې ټوله نړۍ له دی سره مخامخ ده لامل يې ظلم او تجاوز دی.
۳ – ظلم د امتونو د هلاکیدو لوی سبب دی: الله تعالی امتونه د ظلم، فساد او خپل مینځې اختلافاتو او بی اتفاقیو له امله هلاک او تباه کړیدی.
۴ – د نعمتونو له منځه تلل : که چېرې انسان د الله تعالی د نعمتونو شکر اداء نه کړي او نوموړی د تقوي څخه برخمن نه وي، پر خپل ځان او نورو باندې ظلم کوونکی وي پاېله به يې د نعمتونو زوال او هلاکت سره مخ کیږي.
۵ – پښیماني: ظالم به په دنیا او اخرت کې پر خپلو کړنو پښیمانه وي او په آخرت کې به په خپلو لاسونو خوله (چک) لګوي او وايي به کاش مې ظلم او زیاتی نه وای کړی او د الله تعالی او د هغه د رسول خبره مې منلی وای

د ظلم پریښودو لارې چارې:

• همېشه په یاد لرل چې الله تعالی په هیڅ بنده باندې ظلم نه کوي الله تعالی فرمايي: (وَ ما رَبُّكَ بِظَلَّامٍ لِلْعَبِيدِ )
• د ظالمانو پر بد انجام او عاقبت باندې نظر اچول او بار بار یادول الله تعالی فرمايي: ( … هَلْ يُهْلَكُ إِلَّا الْقَوْمُ الظَّالِمُونَ)
• د الله تعالی د رحمت څخه نه نا امیده کیدل. الله تعالی فرمايي: ( إِنَّهُ لَا يَيْأَسُ مِنْ رَوْحِ اللَّهِ إِلَّا الْقَوْمُ الْكَافِرُونَ )
• د قیامت حشرمیدان حساب ورځې انځور ځانته یادول الله تعالی فرمايي: ( … وَ قُضِيَ بَيْنَهُمْ بِالْحَقِّ وَ هُمْ لا يُظْلَمُونَ)
• زیات ذکر او استغفار ویل الله تعالی فرمايي: (و الّذین إذا فعلوا فاحشة أو ظلموا أنفسهم ذكروا الله فاستغفروا لذنوبهم)
• له هر ډول ظلم څخه لاس اخیستل او د مظلومانو حقوق ورته بېرته واپس کول.
عزتمندو ورورنو!

دا چې د دنیا ژوند ډیر مختصر دی،ټول انسانانو ته د هغوې د ژوندانه د پای نېټه نه ده معلومه، نو راځئ د مرګ څخه وړاندې پر خپلو کړي ګناهونو باندې پښیمانه شو د الله تعالی څخه د مغفرت دعاګانې وکړو ، پر خپل ځان او نورو بنده ګانو باندې ظلم او زیاتې مو کړی وي ترې بخښنه وغواړو تر څو د حشر په میدان کې د ناکامې سره مخامخ نه شو ځکه په هغه ورځ به هېڅ نژدې خپلوان هم یوه نیکې بل ته نشي ورکولی د ظلم او زیاتي له ا مله به نیکیانې هم مظلوم ته ورکول کیږي نو اړینه ده چې پر خپلو ځانونو رحم وکړو او هر ډول ظلم او زیاتي څخه د ځان ژغورنې لپاره اوس موقع په لاس لرو د مرګ څخه وروسته بیا پښیماني هېڅ ګټه نشي رسولی ، الله تعالی دی مونږ ټولو ته د هر ډول ظلم او زیاتي څخه خلاصون راپه برخه کړي. آمین

لېکنه : عبدالله حامد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب