طلاق په کفري هیوادونو کي

طلاق په کفري ملکو کي نسبت اسلامي ملکو ته زیات واقع کیږي:

په امریکا کي ۷۳٪ فیصده ودونه په طلاق ختمیږي او په هرو شپږو ثانیو کي یو طلاق واقع کیږي.

فرانسه: د فرانسې په پاریس ښار کي نسبت ونورو ښارو ته یې زیات طلاق واقع کیږي.

لاندي ملکونه تر ټولو زیات د طلاق واقعات لري:

روسیه

بلاروس

اکراین

مالدوف

امریکا

کیوبا

هسپانیه

پرتوګال

لوګزامبورګ

چکسلواکیا

هنګری

بلجیم

او ځیني نور اروپايي هیوادونه…

 

 

د طلاق ځیني عوامل:

 

۱: بې دیني یعني د اسلام احکام او اصول نه مراعتول (بې دینه طبقه طلاق ته ژر مخه کوي)

۲: د حقوقو نه پېژندنه او نه مراعتول (ظلم او تیری کول)

۳: د نکاح ترمخه یو د بل سره نژدې اړیکي

۴: د خاوند او مېرمني د عقایدو او نظریاتو ترمنځ فرق او ټکر (جنګ او جنجال)

۵: د دیني علم نشت والی (بې علمه طبقه ژر طلاق ته مخه کوي).

۶: د چا مور او پلار چي د طلاق سره مخ سوي وي پر اولاد هم اثر لري.

۷: د ښایست نشتوالی (بدرنګه ښځه یا خاوند کیدایسي ددې ښکار سي)

۸: بې ستري کول، ناروا اړیکي ساتل (حتی په قتل او دښمني هم تمامیږي)

او داسي نور

په کفري نړۍ کي د طلاق عوامل په لاندي ډول دي:

 

Adultery; Extramarital sex; Infidelity – 27%

Domestic violence – 17%

Midlife crisis – 13%

Addictions, e.g. alcoholism and gambling – 6%

Workaholism – 6%

یعني:

زنا

کورنی تاوتریخوالی

د متوسط عمر بحراني حالات

نشيي اعتیاد: شراب او قمار

د کار، کسب یا دندي اعتیاد (پخپل شغل تر حد زیات مصروف کېدل)

 

دا چي په کفري نړۍ کي بې پرې ازادي ده، د ژوند تېرولو خاص اصول نسته نه د خاوند او ښځي ترمنځ کورني اداب او حقوق سته نو ځکه د طلاق واقعات زښت زیات دي. ددې اثر پر اولادونو هم کیږي. تر دې اندازې چي په کفري نړۍ کي د طلاق د مخنیوي په وجه مستقلي ادارې ایجاد سوي دي څو د طلاقونو مخه ونیسي. په عوامو کي دا خبره متل ګرځېدلی دی چي کله د یو چا د واده بلنه ورته راسي نو دوی سوال وکړي چي: طلاق یې څه وخت دی؟!

 

د اسلام د برکته په اسلامي ملکونو کي د طلاق واقعات ډېر کم دي. د مسلمانانو کورنی نظام هم په دې برخه کي زیات رول لري. کومه کورنۍ چي د اسلامي اصولو مطابق ژوند تیروي، خاوند د مېرمني او مېرمن د خاوند حقوق مراعتوي نو ژوند یې زښت زیات خوشحاله او تر مرګه پایښت مومي

نوید احمد

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب