طلاق يوه کلمه که د کورنۍ له منځه وړل؟!

مخکی له ‌دې چې پر دې کلمې خبره وکړو نو په‌ کار ده چې ددې کلمې لغوی اصطلاحي او شرعي معنی باندې يې ځان مکمل پوه او اګاه کړو.

طلاق يو له هغو مشکلاتو څخه دی چې ټولنې تهديدوي چې د خپلو مسؤولیتونو نه اداکولو په نتيجه کې ښځه خاوند آن تردی چې قاضي يي حل و فصل ته اړکېږي چې فيصله پرې وکړي پداسی حال کې چې مقنع اسباب او علل ولري. هرڅنګه چې وي خو ډېر وخيم آثار لري چې کورنۍ هم تهديدوي او همداراز کورنۍ د ضايع کولو په لوری سوق کوي.

د طلاق ډېر اسباب او علتونه وي خو په هغې اوس نه شو کولای چې خبرې وکړو او همداراز اغېزې يې په ټولنه، کورنۍ، خپله خاوند ښځه او نور .داچې يوه خبره ډېره مشهوره ده چې صرف مونږ ته د طلاق نوم صرف مجرد یو نوم ښکاري خو په حقيقت کې یوه ستره کلمه ده چې يوه سالمه کورنۍ له منځه وړي او د ټولنی لپاره د منازعاتو يو بل نوی باب پرانيزي، اکثره خلک د سريالونو په ليدلو سره چې طلاق پکې ګوري نو ورته دغه کار عادي ښکاري او د ځان مسؤلیتونو د خلاصي لپاره يي يوه تيښته بولي او له خپل ځانه تيښته کله کېږي او کله ترې څوک خلاصيدای شي ، يو وجود کله سره بيليږي، اعضاء کله سره جدا کېږي هغه ژوند چې منبع او منشأ يې عقيده ايمان اخلاق وي هلته ددې کلمې ليدنه ناشونې ده، خو د ځينو شخړو او منازعاتو په راتلو ورته دغه کلمه راوړل مناسبه نه ده.

بلکې د هر مشکل د حل و فصل لپاره خاص طرز العمل او طريقه وي چې بايد په هغې سره پای ته ورسېږي، دا څه انفرادي مسأله نده چې په يوه کلمه چې درې ځله تکرار شي مکمل کورنی ژوند دې پای ته ورسوي، بلکې پدی کې سوچ او فکر پکار دی چې داکلمه له (ط، ل، ا، ق) څخه جوړه شوې ده چې (طلاق) ورته ويل کېږي، ددې مفهوم دا ندی چې په غوسه، خفګان او زړه تنګۍ کې دی هرځوان همدا دريځ غوره کړي، بلکې کورنی تناصح او دداسې کورنيو شخړو د هوارۍ په موخه بايد هراړخيزه کار او خبرې اترې او نيغ په نيغه سره تفاهم وشي، خو يوه ډېره مهمه خبره چې دغه مسائل که چېرته د انجلۍ کورنۍ ته متعدي شي او د دوی په منځ کې د انجلۍ کورنۍ مداخله پېل کړه پدې ځای کې شخړه لوړېږي او خبره تر طلاقه رسېږي، په حقيقت کې د دوه کورنيو خپل منځي شخړه بايد هم خاوند او هم ښځه په نظر کې ونيسي ترڅو يي په دايمي نفرت او جګړه کې ښکيل نکړي، خپله ښځه خاوند بايد پدې پوه وي چې د دوه کورنيو نږدېوالی څومره اړين او اسلامي کار دی په همدی اساس رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي (چې کله تاسو خپلوي کوئ نو لرې خپلوي وکړئ) او نږديکت څومره اړيکې جوړوي مينه يي لا جدا او څرګنده ښکاره خبره ده چې مونږ او تاسو يي په خپل چاپيريال کی ګورو.

که جوړښت دوه کورنۍ يوځای او نږدی کوي نو طلاق يي هومره لرې کوي چې تصور يې هم نشي کيدای او د فساد د خپريدو او نشر لپاره له ډېرو اسبابو او ذريعو څخه يو قوي سبب او ذريعه طلاق بلل شوی دی ځکه خو الله عزوجل ته ترټولو بد ترین حلال طلاق دی نو که يو څه الله عزوجل بد ترين (أبغض) وګڼي نو مونږ بايد د شبهې په اساس هم ورڅخه لرې وګرځو، مطلب د طرفينو د انحراف له عواملو څخه يو اساسي عامل طلاق دی چې ډېری خلک ورڅخه غافل دي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې ډېر مشکوک واقعات ترسره شوي دي خو هلته هم ددې کلمې استعمال دومره نه ؤ لکه څومره چې پدې نن سبا عصر کې څومره زیات عام او رائج شوی دی، په زيات وخت کې د طلاق نور تقويتي داخلي پټ اسباب هم شتون لري چې خلک تری ناخبره وي له هغو (په کور کې له مشرانو څخه ځينې داسی خبرې دواړو ته چې د دوی د دواړو د خفګان باعث وګرځي، وخت په وخت غوسې، او د مشرانو لخوا ډېرشکايتونه چې دلته د مسافې لریوالی رامنځ ته کېږي). پدې به څوک قناعت ونکړي خو دا يو حقيقت او رښتيا ده .

زه ددې مخالفت نه کوم چې طلاق اخري لاره نه ده، بلکې زه د هغه تقليدي طلاق خبره کوم چې له سريال او فلمونو او له نورو بی عقيدی کورنيو ړوند تقليد باندې مبني طلاق دی چې اصلا يې اړيکه په اسلامي اساساتو ولاړه او ټینګه نه وي، مونږ د اسلامي کورنۍ د جوړښت خبره او تصور لرو چې کله يي خنډونه مخ ته راشي نو بايد په صراحت سره يي مبارزه او حلول اسلامي وي.

پکار دادي چې کله چې لور پلار يا مور ته شکايت وکړي نو پلار بايد پلټنه وکړي او پرته له دی چې لور خبره کړي د خاوند او کورنۍ سره يي په اړیکه کې شي او له هغوی يي هم واوري خو په هر حالت کې بايد خپله لور پدې پوه کړي چې ستا اصلي او دائمي استوګنځی د خاوند کور دی ښځه چې کله خاوند سره خپل تعامل د مسؤلیت په اساس وپېژني او له خاونده ښکته مرتبه کې ژوند اختيار کړي نو مشکلات له منځه ځي که فکر مو وي، خاوند له کوره بهر په خاورو هم کيني او نور، خو د کور دننه ګندګي او نور څه نشي برداشت کولای نو دا يو حقيقت دی چې بايد ترې غافله نه شو او نه بايد تجاهل پکې وکړو .

په حقيقت کې زمونږ په ټولنه کې که یوطرف ته ښځې ګرمې بولو نو بل طرف ته مونږ نارینه هم بايد ځان ګرم وګڼو .صرف يو جانبه او يو طرفه پرېکړه کول به نامناسب کار او کړنه نه وي چې اوس مهال يي په خپله ټولنه کې کوو، زه خپله د يوې داسې واقعې شاهد يم چې د يوه سړي بچيان نه کيدل نو ده به همېشه خپله ښځه ډاکټر ته بيوله او هر وخت به يي د هغې غريبې کتنه ترسره کوله تردې چې نور ښځه هم مأیوسه شوه خو دغه سړي د خپلی کمزورتيا د پټونې په موخه خپله ماتې ونه منله.

زمونږ ځوان مسلمان قشر کې يوه دا ستونزه ده چې د خپلی مطالعې او ذهن په اساس د خپل زړه خبره مني او پرته لدې چې د اسلام حقيقي او اخري دريځ په کی معلوم څرګند، مطالعه او زده کړي صرف خپله مخه ګوري او بس مخکی درومي چې داهم زمونږ له اساسي ستونزو څخه يوه ستونزه ده، داسی ډېر خلک هم شته چې د مراجعې پرمهال يې د طلاق حکم ورکړی دی چې په حقيقت کې طلاق هغه مهال ندی واقع شوی او داسی نور هم شته چې د مراجعې پرمهال يې طلاق واقع شوی خو هغوی د حيلو په اساس طلاق ندی ګڼلی، لکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي (طلاق کې جديت دی اولوبې پکې نشته).نو د ژوند او بربادۍ سره لوبې کول دا هم ستر حماقت اوغفلت دی چې حالات يې خپله شاهد دي.

اوس مهال هم چې زمونږ له تلويزيونونو څخه سريالونه نشریږي په حقيقت کې همدې کارونو لپاره اساس ايښودونکي دي، کفر په هرڅه وتوانيد خو د اسلامي کورنۍ له منځه وړلو څخه يي خپل وسائل عاجز شو، خو په خپله ددې هېواد بچيانو په لاسو او د خارجي پروژو په مټو دوی وتوانيدل چې د اسلامي کورنۍ لپاره تهديد او درد سر وګرځي چې ددې سريالونو کتلو په تعقيب سره ما خپله څو کورنۍ ولیدې چې د طلاق په مفهوم يي لوبې وکړې چې په پای کې يې ترجلاکيدو خبره لاړه دا ددې کارونو د تحقق يوه بېلګه ده.

يوه مهمه خبره چې زه يې اوس بايد وکړم هغه دا چې د طلاق سره صرف د کورنيو تبغيض کرکه او نفرت نه، بلکې په آينده نسل او اولاده چې څومره بدې اغیزې لري او څومره مو ټولنه تهديدوي او څومره ستر فجائع رامنځ ته کوي ددې تصور نشي کيدای.

نو زما ټولو وروڼو او خويندو ته توصيه ده چې د مور او پلار په خوښه خپلوي او اړيکه په اسلامي شريعت مبني کول او د منازعاتو د حل و فصل پرمهال اسلامي شريعت ته مراجعه کول مو ټولې ستونزې همغه وخت حلوي او د سالمې کورنۍ د بقا لپاره يواځنۍ لار همدا ده او بس .

ليکوال: محمد اکرم همت

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب