صبغت الله مجددي
پېژنليک | |
---|---|
بشپړ نوم | صبغت الله مجددي |
مشهور په | مجددي |
د زېږېدو نېټه | ١٩٢٦ |
د زېږېدنې ځای | هرات |
ماندينه | نادره |
سياسي مالومات | |
د کار موده | اپرېل ١٩٩٢ – جون ١٩٩٢ |
ترتيب | د جهادي پېر لومړنی او د افغانستان شپږم هېوادمشر |
مخکينی هېوادمشر | ډاکټر نجيب الله |
وروستنی هېوادمشر | برهان الدين رباني |
سياسي اړخ | د افغانستان د ملي نجات د گوند مشر |
نورې دندې | د سولې د عالي شورا مشر |
صبغت الله مجددي
په ١٩٩٢ کال کې د کمونېسټي رژيم د راپرځېدو وروسته د افغانستان د اسلامي دولت د لومړني هېوادمشر په توگه دنده درلوده. صبغت الله مجددي د نجات اسلامي افغانستان د گوند مشر هم دی.
ښاغلی مجددي په پاکستان کې د مجاهدينو تر منځ د يوه پخواني تړون پر بنسټ د افغانستان د اسلامي دولت هېوادمشر شو. نوموړی تر دوو مياشتو پورې د افغانستان هېوادمشر و چې بيا تر ده وروسته برهان الدين رباني د هېوادمشرۍ په چوکۍ کېناسته. هغه په دې هېڅکله و نه توانېده چې د مجاهدينو د بېلابېلو گوندونو او تنظيمونو تر مېنځ پخلاينه راولي.
په اوسنيو سياسي پېښو کې، مجددي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ځان د سياست نه گوښه کړی وه. د ٢٠٠٣ کال په ډېسمبر مياشت کې د افغانستان د اساسي قانون له مخې، ښاغلی مجددي د لويې جرگې د ريس په توگه وټاکل شو.
صبغت الله مجددي د يوولس ورځو وروسته په کابل کې د مېشتو گوندونو لخوا د هغه تړون له مخې د دوه مياشتو لپاره هېوادمشر وټاکل شو چې په هغه تړون کې د گلبدين حکمتيار د حزب اسلامي گوند او شعيه گوندونه په تړون کې نه ؤ شامل شوي. په همدې تړون کې داسې هم راغلي وه چې د صبغت الله مجددي د هېوادمشرۍ د مودې وروسته به د جمعيت اسلامي گوند مشر برهان الدين رباني د څلورو کالونو لپاره د افغانستان هېوادمشر وټاکل شی.
د ۱۹۹۲ د جون په مياشت کې د مجددي د هېوادمشرۍ موده پای ته ورسېده او واک يې د رهبرۍ شورا ته وسپاره، چې تر دې وروسته رهبرۍ شورا برهان الدين رباني د هېوادمشر په توگه ونوماوه. د همدې ډول ترتيباتو د مخالفت پر اساس حکمتيار پر کابل باندې راکټي بريدونه پيل کړل چې همدا بريدونه تر درې کالونو پورې پرله پسې توگه کېدل او په همدې توگه د ۱۹۹۵ د فبرورۍ په مياشت کې حکمتيار کابل پرېښودلو ته مجبوره شو.