شکر يا ډيابت څه ډول ناروغي ده؟

شکر ناروغى د انسان په وجود کى د انسولين د هرمون د نشتوالى يا کمبودوالى په صورت کى د انسان د وينى د ګلوکوز په لوړيدو سره منځ ته راځى.

شکر يوه دوامداره او مزمنه ناروغى ده چى د بدن دفاعى سيستم له منځه وړى او ناروغ په مختلفو مرضونو اخته کوى، په افغانستان كي د شکر ناروغي د پرمختګ په حال کى ده چى د مړينى کچه يى% ۲,۷ په کال کى ښودل شوى، چى په نړى کى د سروى له مخى په ۲۰۱۵ کال کى ۴۱۵ ميليونه کسان د شکر په ناروغى اخته دى چى کيداى شى تر ۲۰۴۰ کال پورى تر ۶۴۲ ميليونه پورى ورسيږى چى %۲,۷ ميليونه يوازى په افغانستان کى دى چى کيداى شى داکچه نوره هم لوړه شى.

خواړه چى په روزانه ژوند کى مصرفو لکه د غنمو ډوډي، شيدى،کچالو او ميوى په زياته اندازه ګلوکوز لرى چى
دا ګلوکوز د کاربوهيډريت په ډول معدى ته ځى او په معده کى د انزايم په واسطه ترشيح کيږى او په ګلوکوز بدليږى چى ورسته بيا وړو کلمو او وينى ته داخليږى چى په وينه کى د انسولين د هورمون په واسطه ټوټه کيږى چى د بدن د ضرورت په اندازه مصرفيږى.

انسولين د پنقراس د غدى په واسطه په بدن کى توليديږى چى دا غده د معدى لاندى موقعیت لرى.

د شکر ډولونه:

۱ – د هغه وخت واقع کيږى چى کله د انسان دفاعى سيستم د بيتا حجرى په پنقراس کى له منځه يوسى کوم چى انسولين جوړوى يعنى ګلوکوز په حجرو کى حرکت نشى کولاى ځکه چى انسولين نه توليديږى چى دغه ډول ته د وينى لوړ شکر وايى.

۲ – دا يوه اوږد مهاله او عادى ناروغى ده چى پنقراس په لمړيو مرحلو کى زيات انسولين توليدوى چى په مقابل کى وجود نشى مصرفولى چى بيا د وخت په تيريدو سره پنقراس د ساتلو ظرفيت له لاسه ورکوى يعنى انسولين نشى کولاى چى د ګلوکوز اندازه په وينه کى په عادى ډول وساتى چى د ډول شکر ته د انسولين مقاومت وايى.

د شکر د ناروغى نښى:

۱ – تنده
۲ – سردردى
۳ – جنسى ناتواني
د شکر د ناروغى سببونه:
۱ – سګريت څکول
۲ – د وزن زياتوالى
۳ – د ورزش نه کول
۴ – په خوړو کى زياته غوښه،چربى او خواږه خوړل
د شکر د ناروغى مخنيوى:
۱ – په دوامداره توګه د ورځى نيم ساعت ګرځيدل يا سپورت کول
۲ – د وزن کمول
۳ – درى وخته د ورځى ښه خواړه يعنى سبزيجات او ميوه خوړل
۴ – د سګريت نه څکول

وصیل الرحمن اوریاخېل

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب