شهوت مې پکار نه دی/ غزل – شعر
هوس نه لرم شهوت مې پکار نه دی
ندی داسې محبت مې پکار نه دی
ستا د مړو سترګو کاږه کاته مې خوښ دي
ستا د سرو شونډو شربت مې پکار ندی
تش د مينې نوم د ژبې په سر نه وړم
تش د تورو تلاوت مې پکار ندی
دا ياران زما په څه باندې ياران دي؟
د بوتانو عبادت مې پکار ندی
زه مې خپل دښمن په مينه ماتومه
که ضرور هم وي نفرت مې پکار ندی
شاعري مي د دې خپل زړه مجبوري ده
شهرت نه غواړم شهرت مې پکار ندی
د دې خپل تندي په ليک زاړم الهامه !
د دې خپل زړګي قيمت مې پکار ندی