شعر څنګه دېکلومه کړو؟

دېکلومه څه ته وایی؟

د شعر په په خاص انداز او مسلکي ډول لوستلو ته دېکلومه ویل کيږي. دېکلومه معمولآ په رادیو،تلوېزیون، او مشاعرو کې
د شاعرانو او د شعر مینوالو لخوا ویل کیږي. په شعري فورمونو کې معمولآ هغه دیکلومه کیږي چې د بیتونو شمېر یې زیات وي
لکه غزل، ازاد نظم او داسې نور. زه یوازې پر رادیویي دېکلومې خبرې کوم. رادیویي دېکلومه د مشاعرو او ټلوېزیون له
دېکلومې سره ښکاره توپير لري چې په لاندې ډول دي.

ټلوېزیوني دېکلومې سره یې توپیر:

۱: په ټلوېزیوني دېکلومه کې له شعر سره تصویر ضروي دی مګر په رادیویي دېکلومه کې نشته
۲: په ټلوېوزیوني دېکلومه کې لیدونکی د شعر لوستونکي له انداز سربېره ددېکلومې له تصویر څخه هم اغېزمن کیږي
خوپه رادیویي دېکلومه کې ټول زور د شعر لوستلو باندې اچول کيږي.

له مشاعروي دېکلومې سره یې توپير:

۱: په مشاعرو او اد بي غونډو کې معمولآ له شعر سره بکرونډ موزیک ( د شعر تر شا د موسیقۍ رباب، ګیتار… اواز) نه
وي حال داچې په رادیویي او ټلوېزیوني دېکلومو کې دغه کار ترډیره حتمي دی.

۲: په مشاعروي دیکلومه کې چکچکې، خندا او د بیت بیا بیا لوستل شته خو په رادیویي دېکلومه کې نشته
ممکن نور توپیرونه به هم ولري خو اصلي موضوع ته راځم. ( شعر څنګه دېکلومه کړو؟)

د یوې ښې دېکلومې ځانګړنې دادي:

۱: شعر ترثبت مخکې څوځله ولولۍ.
۲: د شعر د ټولو ویونو په معنی ځان پو کړئ.
۳: شعر ښه روښانه ولیکئ.
۴: فکرمو ښه آرامه کړئ.
۵: تر ثبت مخکې غاړې تازه او ګرمې اوبه یا چای وڅښئ او یخې اوبه مه څښئ.
۶: له دېکلومې مخکې مو خواږه څیزونه هم ستونی خرابوي مه یې خورئ.
۷: مایکوفون ته په یوه اندازه کښېنئ نه ډېر نږدې او نه ډېر لرې.
۸: تر دېکلومې د مخه بګراونډ موزیک ( هغه موسیقي چې د شعر تر شا اېښودل کيږي) واورئ او شعر د همدغه موزیک تر تاثیر لاندې ولولئ.
۹: بیتونه په خورا مینه او د زړه له تله ولولئ.
۱۰: د بیتونو ترمنځ یو څه فاصله واخلئ.
۱۱: په کول اېډېټ کې د شعر لوړوالی تر سلو مه لوړوئ.
۱۲: زیاته اېکو د شعر خوند له منځه وړي نو په خپله اندازه اېکو ورکړئ.
۱۳: د بیتونو ترمنځ موزیک تر اتو ثانیو مه اړوئ.
۱۴: تر شعر مخکې او وروسته موزیک لس ثانیې ورکړئ.
۱۵: موزیک باید تر شعر ورو وي.

(د شعر لوستلو انداز)

ټول شعرونه په غمجن اندازمه لولئ. حماسي شعر په حماسي اندازاو دردونکی په دردونکي انداز ولولئ. په دېکلومه کې د چا پېښې مه کوئ ستاسئ خپل اواز ممکن یو بېل خوند ولري.

(د موزیک ټاکنه)

بګراونډ موزیک ستاسې له دېکلومه شوي شعر سره مستقیم تړاو لري. د دېکلومې نیم تاثیر په موزیک کې دی . له حماسي شعرونو سره اکثره خلک رباب خوښوي. خو د مینې په اړه شعرونو کې اکثره آرامه موزیک ښه لګیږي.

او وروستۍ جمله دا چې د دېکلومه کونکي غږ هم ستر رول لوبوي. ډبل او بم غږ دېکلومه جادویي کوي.

اسرار وصال

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب