شراب څښل که سرطان په پيسو اخستل
يوې نويې څيړنې ثابته کړې چې هره ورځ يو ګلاس شراب څښل دسرطان په مرض داخته کيدو سبب ګرځي، بريطانوئ ورځپاڼې انډپنډټ پرون په خپله پاڼه ددې څيړنې په اړه جزيات خپاره کړل، په څيړنې کې راغلي چې په کمه اندازه د شرابو کارول په نړی کې هر کال د ۳۴ زره کسانو د ژوند اخيستلو سبب ګرځي. ورځپاڼه زياتوي نوې څيړنه چې په يو لک او پنځوس زره نارينه وو او ښځو ترسره شوې جوتوي چې په کمه اندازه شراب څښل هم د خولې، ستوني، مرۍ او سينې دسرطان لامل ګرځيدلای شي.
دهغې څيړنې مطابق چې نال اونکولوجي مرکز ترسره کړې (دې ادارې د ۲۰۰ په اندازه کې علمي څيړنې ترسره کړي) د يوه ګلاس په اندازه هره ورځ شراب څښل ددريمې برخې په اندازه دمرۍ دسرطان سبب ګرځي، همدغه راز په کم مقدار شراب کارول ۱۷ په سلو کې د خولې او ستوني دسرطان او پنځه په سلو کې دسينې دسرطان احتمال زياتوي.
درنو لوستونکو! شرابو ته الله جل جلاله په قرانکريم کې رجس ((پليت)) ويلي دي، آيا يو عاقل به ديته آماده شي چې خپل فضلات او قاذورات وخوري.
شراب څښل لويه ګناه او دګناوو ريښه بلل کيږي، په شرابي باندې دجنت شراب حرام ګرځي، دشرابو په يوځل څښلو سره دڅلويښتو ورځو لمونځ نه قبليږي، په ځينې رواياتو کې شراب څښونکئ مشرک ته ورته بلل شوی دی، همدغه راز دمغفرت په هغو ځانګړو اوقاتو کې هر مسلمان دبښنې وړ وي خو شرابي ترې مستثنی دی لدې پرته نور ډير وعيدونه دي چې په احاديثو کې راغلي موږ داختصار په منظور دلته يو څو ذکر کړل.
داسلام مبين د جامعيت او شامليت دا ستر دليل دی چې څوارلس سوه کاله مخکې يې کوم شيان حرام ګرځولي ساينسي څيړونکي اوس دهغو په حکمت او فلسفه پوهيږي، ځکه خو دهر عصر او هر ځای خلک داسلام په منلو مکلف دي.
دا يوه ستره فقهي قاعده ده چې هر هغه څه چې وجود ته ضرر او تاوان پيښوي خوړل او سکل يې حرام دي.
شراب هيڅ ډول غذايې ګټه نلري، ځکه په شرابو کې نه کومې معدني مالګي وجود لري، او نه کوم پروټين او وټامين، بلکه په سلو کې نوي يې له وينې سره ګډيږي، ځکه خو هضم ته اړتيا نلري، او په همدې اساس جسم ته ګټه هم نه رسوي، بلکه سرچپه دزړه، ځيګر او معدې دناروغيو لامل ګرځي چې له امله يې رواني فشار او ددماغو ځپونکي تغيرات رامنځ ته کيږي.
درنو لوستونکو! آيا وخت ندی راغلی، چې موږ نور دغرب دشړيدلي تهذيب تقليد پريږدو، او په خوراک، څښاک او پوښاک کې دخپل ګران نبي حضرت محمد صلی الله عليه وسلم متابعت په ځان لازم وګرځوو.