خالونه وهل (tattoo) حرام دی؟

سوال :-دډیروپښتنوښځورواج ده چــــی دی ودیـــدوپروخت پــه مخ خالونه وهی اوبعضی سړی هم پـــه لاسونوخالونه لګوی په شریعت کی ددی عــمل حکم څه ده ؟
ځواب :-خالونه وهل حرام دی اوپه داسې عمــل کوونکی دخداي ﷻ لعـــنت ده اوپه کوم ځای چی خال وهل شوی وی هغه نجس ده که په علاج سره لـری کیدونولری کـــول يي واجــب دی حضرت نبی ﷺ په دی هکله داسی فرمــايي: لعن الله الوصلة والمستوصله والواشمه والمستوشمه مشکوة ص ۳۸۱ یعنی لعنت کړیده الــه تـــعالی په ویښتانولګـــونکی ښـــځه باندی اوددی عمل په طلب کوونکی بانـــــدی اولعنت کړیده الله تعالی په خال لــــګونکو ښځوباندی اوددی عمل په طلب کونکی بـــــاندی حضـــرت امام نووی (رح)
ددی حدیث په شرحه کی لیکی داحدیث شریف صریح ده په حراموالی دی خال وهلواوویښتانولګــولوکی اودادواړه حرام دی مطلقاً په فاعل اومفــعول دواړوباندی اوپه کوم ځـــای چی خال ولګیږی هغه نجس ګرزی که چیـــری لری کول له منځه تلل يي پـــه علاج سره کیږی نولری کول يي واجب دی اوکه نه لرکیدومګرپه زخم ســـره په داسې حال کی چی ټول اندام يي ضایع کیږی اویا له کاره لـویږی اویايي حســـن ښایـــست بلــکل ختــــمیدونوبیــايي لری کول واجب ندی البته توبه ایستل ضروری دی اوپه تاخیرسره يي ګنهګاریږی حاشیه مشکوة ص ۳۸۱ خوبدبختانه چی ددی عمــــل کوونکی تــــه داعمل بلـــکل حرام نه ښــکاری نولری کول خويي خود نشته اوتوبه ایستل له دی عمــل نه يي په خاطـــرکی هم نه راځې بالاخیره داډیربدعمل ده او نن صبا په ډیرکثرت سره اجراکیږی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب