شراب د انسانيت ډېر بد دښمن

د ONCOLOGIST ډاكټرهلوك نورباقى (تركي)
RADIO THERAPY-RADIOBIOLOGY SPECIALIST

د” قرآني آيات او ساينسي حقايق ” له كتاب څخه د عبدالمالك “همت” ژباړه.

قال الله تعالى:( يسئلونك عن الخمروالميسرقل فيهما ا ثم كبيرومنافع للناس
وا ثمهما اكبرمن نفعهما ) [البقره :۲: ۲۱۹]

ژباړه : (اى نبي!) خلک (مسلمانان) ستا څخه د شرابو(د راکړي ورکړي: څښلو، خرڅولو او رانيولو د حکم) په هکله پوښتنه کوي. او (دغه راز ستا څخه اى نبي!) د قمار (دحکم په هکله پوښتنه کوي). ته ورته ووايه چي په دې دواړو کي لويه ګناه ده (او د دين او دنيا او بدنونو، عقلونو او شتمنيو ډېر ضررونه اومفاسد پکښې دي، لکه درواغ، زوروني او د خلکو په منځ کي د عداوت او بغض خپرېده، د لوى څښتن له ياد او لمانځه څخه راګرځېده او داسي نور). او خلکو ته څه دنياوي ګټي هم پکښي سته، (لکه د شرابو سوداګرو ته ګټه او ځينو قمار وهونکو ته بې له زياره د شتو په لاس ورتلل او نور). خو ګناه او هغه خرابۍ او نقصانونه چي له دغو دواړو څخه راولاړيږي، د هغو تر ګټي ډېر زيات  دي.

د نړۍ دروغتيا نامتو ماهرپروفيسر هرش  HIRSCH پردې موضوع باندي په خپل ليكلي كتاب كي وايي:” متمدني امريكا پنځلس كا له پرله پسې هلي ځلي وكړې چي پرشرابو باندي بنديز پلى كړي،اماپلى يې نه كړلاى سو، خو اسلام څوارلس پېړۍ د مخه په برياليتوب سره پرشرابو بنديزعملي كړ اوتراوسه يې پلى كړى دى.

په قرآن كريم كي پرشرابو باندي بنديز په درو سورتونو كي راغلى دى؛ د البقرې په همدغه پورتني آيت كي؛ د نساء د سورې په (۱۳) آيت كي او د المائده د سورې په (۹۰) او(۹۱) آيتونوكي.

د مخه تردې چي پرروغتيا باندي د شرابو د زهرجنو اغېزو په هكله بشپړه رڼا واچوو، دهغو د كيمياوي اجزاووپه اړه به لږ څه معلومات وړاندي كړو.

د كيميا پوهني (CHEMISTRY) له مخي موږ ته دامعلومه ده چي الكحل(شراب) د ويلي كولو يا حلولو لپاره يو ځواكمن محلول دى. په تيره بيا دغوړزګۍ لپاره. خو په غذايي اصطلاحاتو كي دا حلوونكي نه ، بلكي ټوكر ټوكر كوونكي شى دى. له دې امله شراب د انساني جسم لپاره يو نقصان رسوونكې كيمياوي ماده ده، چي د انسان اينه سمدستي ټوكر ټوكر كوي. اولكه څنګه چي زياتره  د هغو ځيني شوقيان ادعا كوي، هغه هيڅ كوم غذايي ارزښت نه لري. خو كله چي شراب د جسم دننه ته رسيږي، نود بل هرډول خوړو برعكس د بدن جزوګرځي يا هضميږي(METABOLIZD)  كيږي چي يوازي دغه ظاهري ګټه يې په آيت كريمه كي ويل سوې ده.

 الف. دهضم پر نظام باندي د شرابو اغېزه :

لكه چي پوهيږوغاښونه ، خوله، ستونى سره غاړه او كرنكه ډېر مشكل كار تر سره كوي.اوپرهغو باندي ډېر حساس استر(MUCOUS MEMBRANCE)  غوړېدلى دى. د شرابو خوړلوامله پردغه حساس استر باندي ډېره بده اغېزه پرېوزي اود سوي ( سوزش ) باعث ګرځي. چي په پايله كي د بدن په دغو غړو كي د ضعف رامنځته كېدل پيليږي او پاى په سرطان بدليږي. له دې امله دى چي كومي ادارې چي د سرطان له ناروغۍ سره په مبارزه بوختي دي له ۱۹۸۰ع. كال څخه راپه دېخوا د شرابو پرضد اوږدمهالي او سنجول سوي اقدامات كوي.

داهم ټولو ته معلومه ده چي د شرابو له امله د معدې ډېري خطرناكي ناروغۍ لكه(GASTRITIS) پيداكيږي. داځكه چي د شرابو له خوړلو څخه په وينو كي موجود لائيپډ(LIPID) كوم چي يو خاص ډول غوړزګي ده، ويليږي. دغه لائيپډ يو ډول ساتونكی استرمهيا كوي چي تيزابيت يعني هائيډروكلورك ايسډ بيا پرمعده باندي نقصان رسوونكې اغېزه نه ښندي. كه څه هم همدااوس په بشپړه توګه نه ده ثابته سوې چي شراب لكه چي د ستوني اوسرې غاړي د سرطان باعث ګرځي، همدغسي د معدې د سرطان باعث هم ګرځي كه څنګه؟ خو ورځ په ورځ دااند پياوړى كيږي چي د معدې په سرطان كي هم شراب اغېز لري.

شراب ډېره بده اغېزه پر اثنى عشري يا دوولس ګوتي كولمو (DUODENUM) باندي كوي. دغه ځاى د ډېرو نازكوكيمياوي اثراتو د واقع كېدومنونكى دى. شراب د دغه ځاى هغه خاصيت اغېزمن كوي چي د ځانګړوهضم كوونكو لعابو د خارجولو په صلاحيت پوري اړه لري اود هغه پر كيمياوي حساسيت اغېزه ښندي. شراب د هاضمې د دغي ډېري مهمي لاري ترخرابولو وروسته له اينې څخه د رامنځته كېدونكي هاضم لعاب (BILE) پرراوتلو هم اغېزه اچوي.

دغه رازد شرابيانو د دوولس ګوتي كولمې اوتريخي پوست تل ناروغه وي يا زياتره سم كار نه كوي. چي دغه حالت هر شرابي د معدې د ګيس ( باد ) اوبد هضمۍ په بوخله اخته كوي. د معدې دغه تكاليف پر نورو كولمو هم اغېزه كوي، لكه چي د هضم د نظام كوم چي كمپيوټر غوندي كار كوي، ښه ترتيب او يو له بله مرسته هم ګډوډوي. يوروغ انساني جسم هر هغه شى هضم كوي چي اړتيا ورته لري. چي دا د هضم نظام ته د ځانګړولارښوونو په وركولو سره ترسره كيږي. خو تر ډېره حده او په مستقله توګه د شرابخورو په اړه دغه كنټرول له منځه ځي او د هضمولو عمل بې له كوم كنټرول اوڅه توپيره روان وي. چي بده پايله يې د ډېر چاغښت په بڼه څرګنديږي. داله دې امله چي دغه ډېر هضمول تردې زيات بل څه نه سي كولاى، بې له دې چي د جسم د وړو حجرومنځ (INTERSTICES) دغوړزګيو ذخيره كول پيل كړي. په حقيقت كي دغوړزګيو دغه ډېره اندازه د زره په اعصابو پوري نښلي اوپه دې ډول زړه په ډول ډول خطرناكو ناروغيو اخته كيږي.

د شرابو ډېره بده اغېزه پر اينه لويږي. د انسان اينه هغه حساس لابراتواردى چي د شرابو هره يوه كوچنۍ ذره د زهرو غوندي محسوسوي. پراينه باندي د شرابو اغېزه دوه ډوله وي:

  1. د شرابو خوړلو په صورت كي د جسم وړې حجرې د الكحلو د ختمولو په چاره په بشپړه توګه لګيا كيږي، چي په دې توګه هغه خپل نور كارونه پرېږدي.
  2. داينې كيمياوي عمل چي يو په بل پسې پرمخ ځي، حساسيږي، چي د شرابو د بې كنټروله اغېزې له امله وران وجاړ سي. د دې پايله داسي چي اينه يو كار په پلاوو پلاوو تكراروي اوله دې ډول زيات، پرله پسې اوبې اړتيا محنت او مشقت څخه اينه كمزورې سي.

دغه اثرات اينه د خطرناكو پايلو سره مخامخ كوي. په دغو اثراتو كي ډېر مشهوره يې داينې سره نښلېده اوتنګېده دي. چي داد دې ژوندي ثبوت دي چي د ايني وراني اوخرابي بشپړه سوې ده. له ډېرو خطرناكو ممكناتو څخه داهم كېداى سي چي د شرابوخوړل يو په بل پسې د اينې ټول افعال ويجاړ كړي.

له دې افعالو څخه يو دادى چي اينه هغه اجزا پيداكوي چي له هغو څخه د وينو عمليه رامنځته كيږي. نو څنګه چي د شرابو له خوړلو څخه اينه دغه اجزا نه سي پيداكولاى اويايې په توليد كي ډېره لږتيا راځي، له دې امله ټول عملي شرابيان د جسم د ننه كمزوري وي. كه څه هم د دوي څېرې د وينو د رګونو دغټېدو يا پراخېدو له امله ځواكمني ايسي. خو د دوي د هډوكو مغز پوچ سوى وي. يعني په حقيقت كي د وينو د توليد عمل بېخي ختم سوى وى ياخو ډېر كم سوى وى. پردې سربيره د اينې هغه ځواكمنتيا چي له هغې څخه د جسماني ساتني غړي لكه ډول ډول ګلو بين په تيره امينو ګلوبين په شرابيانو كي تر خطرناكه بريده كميږي. چي پايله يې داسي چي په دغو وګړو كي د ناروغيو په وړاندي د مدافعې ځواك لږسي.

شراب كله كله د ايني د فعل د ناببره درېدو لامل هم كيږي. په دې صورت كي شرابي د بېسد تيا په حال كي مري. د اينې په اړه يوه بېلګه هم داسي نه ده ليدل سوې چي پرهغې دي د شرابو د تاواني اغېزو ثبوت په لاس رانه سي. البته په دې هكله خبري ډېري جدي دي، خوزه يې تردې زياتي نه سم څرګندولاى.

ب.  د ويني د دوران پرنظام باندي د شرابو اغېزه :

د ويني پردوران باندي د شرابو اغېزه دوه ډوله وي. يو پر اينه باندي د اغېزي په ذريعه بالواسطه وي. بل د زړه پر تنسته باندي د بې له واسطې اغېزي په ذريعه په اينه كي( كومه چي په وينو كي دغوړزګيو په ويلي كولو كي ترټولو ډېر مهم عمل ترسره كوي)، ضعف او خرابي پيداكوي. چي په پايله كي يې د وينو لېږدوونكي وړې عصبي رشتې سختيږي او د ويني د فشارتكليف ځني پيداكيږي. له بله پلوه د شرابود تيزۍ له امله د سوځني له عمل څخه د وينو د بهېدوپه مخصوصه لار كي ناسمتيا راځي، چي د هغې له امله د زړه دربى رامنځته كيږي. پردې سربيره د شرابو له امله په زړه كي دغوړزګيوذرې ټوليږي اوپه دې ډول پر عصبي نظام باندي د بدي اغېزې په ذريعه د زړه په كار كولو كي ګډوډي پيداكيږي. داجوته سوې ده چي عملي شرابي بالاخريا د اينې په فعاليت كي د ګډوډۍ له امله يا د زړه د درېدو له امله خپل ژوند له لاسه وركوي. يو سړى چي د زړه په تكليف اخته وي هغه ته د شرابو د يوه څاڅكي خوړل د دې معنا لري چي د خپل ژوند يا خپل ځان د كوم غړي د خرابېدو څه پروانه لري.

د شرابو ځيني عمليان په دې اند دي چي په لږ او مناسبه اندازه شراب چيښل د زړه تشنج يا درد اراموي. چي دا په وارد واره كي د شرابو ګټه بلل كيږي، خوداخبره له ساينسي اوطبي نظره كوم اصل نه لري.

د شرابو له استعمال څخه د انسان پښتورګوته كوم چي د ويني د دوران وروستى ځاى باله سي، هم ډېر ستر تاوان رسيږي. داځكه چي پښتورګي د ډېر حساس كيمياوي جوهر(VALENCE) د يوځاى كېدو په ځاى كي د چاڼوونكو كار وركوي. خو شراب (الكحل) دغه نازك عمل هم ګډوډوي. دايو منلى حقيقت دى چي هغه شراب چي د الكحلو اندازه يې لږ وي، پښتورګو ته لازيات تاوان رسوي. لكه چي د هغو وګړو پښتورګي چي زيات بير خوري (BEER) زياتره خراب وي.

د  (LYMPHATICيعني د جسم د هغو وړو وړو رګونونظام چي بې رنګه خولې ځني وزي په انساني جسم كي زښت زيات ارزښت لري. د دغه نظام د ويني رګونو ته د شرابو له لاسه نه رغېدونكى تاوان ريسږي. ځكه چي غوړزګي لرونكى وده وركوونكى مركب ( لائيپډ ) په دغه نظام كي ډېر ستر ځاى لري، خو د شرابو تاوان رسوونكى اغېز دغه حيرانوونكي ساتندوى نظام ګرد سره پوپناكوي.

كه لوى څښتن جل جلاله لكه چي د قرآن كريم په بېلو بېلو آيتونو كي يې ويلي دي د خپلو پېرزوينو له مخي له نورو لارو د انساني ژوندانه ساتنه نه كولاى، نوموږ به په ډېره څرګند تيا سره ليدلاى چي شراب څونه ضررناكه دي.

پرعصبي نظام باندي د شرابو اغېزه :

شراب دعصبي رشتوپه هغونريوپردوننوزي، كومي چي دوده وركوونكوغوړزګيو غوندي مركب يعني لائيپډ په حفاظت كي وي. چي په دې توګه د دغه نظام په برېښنايي رابطو(ELECTRICAL  COMMUNICATION) كي خلل اچوي. دغه خراب اغېزپه دووبېلو بېلو ذريعو څرګنديږي. دهغه لومړى اغېز د نشې د ناببره حملې په توګه وي. خو دهغه ډېر پايښتى اغېز ډېر خطرناكه وي. شراب ورځ په ورځ عصبي نظام ته داسي تاوان رسوي چي څو ډوله ناروغۍ ځني پيداكيږي. كه څه هم په پيل پيل كي د شرابو اغېزه معمولي يا ناڅرګنده وي، خو بيا هم دهغو پايښتي خرابي اغېزې له هماغه پيله څخه رامنځته كيږي. نود هغوكسانوداخبري چي وايي :”ما شراب نه نشه كوي، ځكه نوبده اغېزه هم نه راباندي كوي”. خوشي د ماشومانو خبري او ځان غولول دي.

د شرابو بدي اغېزې په ځواني كي په تېره په كوچني والي كي بېخي زياتي وي. په عامه توګه ټاكلي ناروغۍ لكه پرتي ويل، له وهم اوبيري څخه رېږدېده، (PLYNEURTIS) اود(KORSAKOF  SYNDROME) مجموعي علايم د شرابو د اغېزو له امله وي. د شرابو ستر اغېز د عصبي نظام پرمراكزو باندي تر دې كچي رسيږي چي درملنه يې ناشونې سي. د نومونو او الفاظو هېرېدل(AMNESIA) او د لاسونو رېږدېدل د دغي عصبي ناروغۍ نخښي دي

څنګه چي شراب غوړزګي ويلي كوي، نو په جسم كي په جوړوونكو حجروننوزي او ډېر بد نقصان وررسوي. د دې عام فهمه مثالونه د نوي توكم د ذهانت په لږ والى او ناقصه وده كي په ګوته كيږي. ډېرو ژورو څېړنو او سروي ګانو داحقيقت په ډاګه كړى دى چي د ماشومانود ذهن كوټه والى له دې امله ووچي مور اوپلاريې ډېراود زياتي فيصدۍ لرونكي شراب خوړل. داهم جوته سوې ده چي شراب  د ښځي تخم (OVUM) او د حيات د تخم حجرې(EGG  CELL) ته ډېر زيات تاوان رسوي. چي د دې په پايله كي د شرابي ميندو ماشومان زياتره په موروثي توګه د دماغي يا قلبي صدمو ښكار كيږي. البته د شرابي پلار له لوري دغسي پېښي په سل كي تر درو اوړي.

د . پرټولنيزو روحياتو باندي د شرابو اغېزه :

په پلاوو پلاوو جوته سوې ده چي شراب د ټولني اوټولنيزو اړيكوپر ټينګښت باندي ډېره ناوړه اغېزه كوي. موږ د دغو اغېزود څو بېلګو يادونه كوو:

  1. شرابيان د دوى د ډېري ژر او سملاسي غوسې له امله په ټولنه كي په بې شمېرو شخړو او جنګ جګړو اخته كوي.
  2. د طلاق بې شمېره پېښي د ټولني بنسټونه كمزري كوي، چي په پايله كي يې د مجرمانه اندونو او ذهنيتونو درلودونكوماشومانو د ډېرېدلو له امله، ټول ولس په ډېره خطرناكه توګه متاثر كيږي. د طلاقونوپرله پسې زياتوب د شراب خورۍ له امله وي.
  3. د ډول ډول هنرونو اوكارونو پرهنرمندانو، كارګرانو او مزدورانو باندي د شراب خوړلو له امله تل ټنبلى او كهالى زوركړى وي، چي د دوى پر كار او مهارت او د دوى د كارد محصولاتوپركيفيت باندي ډېره بده اغېزه ښندي. څر ګنده ده چي نهايتاً يې تاوان ټولني ته رسيږي.
  4. د شرابو له امله په انسانانوكي يوپربل پېرزوينه اوزړه سوى له منځه ځي چي پايله يې د اكيږي چي د ولسي اوټولنيز يووالي اند اوتفكراود ټولني د ګټو پرضد عناصروسره د جهاد اوجګړې ولوله په بشپړه توګه ختميږي اوله منځه ځي.

پورته څلور ډوله ربړو لوېديز ټولنپوهان دونه ډېر په فكر كي اچولي دي چي د خپلو حكومتونوپام يې په واروواروهغو ته اړولى دى اوڅرګنده كړې يې ده چي كه د شرابو خوړل همدغسي پرمخ ولاړ سي په دغو هيوادونوكي به د ملتپالني ولولې ګردسره له منځه ولاړي سي.

قرآن حكيم هغه مهال د دې ربړي نوغۍ وايست، چي په هيڅ يوه ټولنه او هيڅ يوه پوه او فيلسوف كي دا همت نه وو. اوس هم د شراب خورۍ ربړه دغير اسلامي ټولنو بنسټونه له بېخه سستوي، خود لوى څښتن په حكم او پېرزوينه زموږ ټولنه له دې بوخلي څخه خوندي پاته ده. نو لوى څښتن لره دي حمدوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب