شات وخورئ، چې د بدن غوړ مو وسوځي او له چاغۍ خلاص شئ

د برېټانوي څېړونکو د مطالعو پایلې ښیې،چې د شاتو کارول ،یا په ځانګړې توګه یوه د چایو کاشوغه د شاتو خوراک مخته تر وېدېدو،د بدن د غوړ او وزن کمېدو سبب کېږي.

دا څېړنه د یوې انګلېسي ډلې لخوا چې مشري یې ˈډاکټر مایک مک اینزˈچې د تغذیې له سترو متخصیصینو څخه دی،تر سره شوې ده.د یادولو ده ،چې نوموړي د عمر ټول وخت په همدې څېړنې تېر کړی دی.

دې مطالعې او څېړنې جالبې پاېلې په ځان پسي لرلې،مثلآ ځینې خلک یې شات د صورت یا بدن د چاغ والي لپاره خوري اما دا څېړنه ښیې ،چې د عسلو د طبعي قندونو ترکیب یوه د وزن کمولو غذا بللای شو.

ددې څېړنې پایله له دې کبله هم مهمه ده ،چې د روغتیا نړېوال سازمان، چاغوالی یو له سترو ننګوونو څخه ګڼلی وه.چې د نړۍ غټ قشر له یادې ناروغۍ کړېږي.

ددې ډلې د څېړنو سره سم،که د وزن کمولو په فکر کې کېږو،نو ډاکټران او نور راته د سهارنۍ ،شېرنیو او نورو خوږو چې موږ یې خورو،د نه خوړو او یا کم خوراک سپارښتنه کوي.نو د خوښۍ خبره هغو کسانو ته ده،چې غواړي خواږه وخوري، خو په چاغوالي او د بدن د غوړ زیاتوالي  یې د ډېرېدو په ځای را کم شي.

په دې سربېره ، د بورې او نورو خوږو په ځای ،که له ګرم چای او یا شودو سره یوه کاشوغه شات ،مخته تر وېدېدو نوشیجان کړئ، د بدن هغه میکانېزم چې مغز خوږو ته تحریکوي،له فعالیته لوېږي.

څېړونکي همدارنګه وایي،عسل له تصفیه شویو قندونو ډکه ماده ده،چې د وېټامینونو او معدني موادو ښه سرچینه هم ورته وېلای شو. شات د معمول په ډول د قندونو د هضمولو،وېټامېنونو او معدنې مادې چې په بدن کې ذخېره شوې دي،استفاده کوي.چې په پایله کې بدن د هر ډول زخېره شویو موادو څخه خالي کوي،چې دا د غوړ او چاغوالي د مخنیوي سبب کېږي.

د یادې ډلې مشر مک اینز باوري دی،چې د دې اصلي دلیل دادی، ډېری خلک د وزن د کمولو کوښښ کوي.په داسي حال کې چې ،ډېر قندونه او پروسیس شوې خوراکونه مصرفوو.حتا هغه خوراکونه چې ظاهرآ سالم او کم غوړه ښکاري،ښایې داسي پټ قندونه او یا له سپینو وړو څخه جوړ شوي وي،چې په بدن کې په تېزۍ سره په قند اوړي.

په همدې شکل، د خوږې ( بورې) زیات مصرفول ،چې کالوري لري،او وېټامینونه او معدني مواد هم نلري،د وزن د زیاتېدو سبب کېږي. اما د تصور خلاف ،عسل چې د مغذي موادو ښه سرچینه ده،د وزن کمولو په برخه کې هم ډېره ګټور دي.

هغه ،دې ته په اشارې سره چې، ډېری هغه غوړ چې په بدن کې نه مصرفېږي او ذخېره یې د بدن وزن ورځ تر بلې زیاتوي ،وویل: شات هغه غوړ چې په بدن کې ذخېره شوي،په کار اچوي.چې په سوزېدو یې د بدن انرژي ډېره او ورځنی فعالیت هم زیاتوي.چې دا بیا د وزن کمېدو او له چاغۍ مخنیوی کوي.

ډاکټران وایي: د خپګان په وخت کې،مغز داسي کېمیایي پیغامونه لېږي.تر څو قندونه له هرې ممکنه سرچینې واخلي. ددې پېغامونو ځیني دومره تحریک کوونکي وي،چې انسان نشي کولای د شېرنۍ د خوراک په وړاندې د مړېدو احساس وکړي.اما د شاتو مصروفول دا څرخ سرچپه اوښتو ته اړه وي.

یو بل څېړونکی بیا وایي:هغه څښاک (چای) چې په عسلو خوږ شوی وي،د شپې لخوا د کس ستړیا له منځه وړي،او انسان ته اجازه ورکوي،چې راحت وېده شي.او په پایله کې بدن دا فرصت تر لاسه کوي،چې د بیا موندلو ،جوړولو او سوځولو کار منظم تر سره کړي،چې دا امر په بدن کې د غوړ د سوځېدو سبب کېږي.

دی زیاتوي،له هغه ځایه چې شات له مچیو او ګلانو په لاس راځي،تر یوې کچې د قندونو د هضم او مرکبونو د تغېر سبب کېږي.چې دا خپله زموږ د بدن د غوړ د سوځېدو پر کړنلارې تاثېر اچوي.

څېړنه ښکاروي،کله چې موږ په شاتو خوږ شوی یو ګېلاس چای څښو،او یا یې په مستو کې اچوو،د عسلو قند د وړو او یا بورې په نسبت بېخي سرچپه کار ترسره کوي.

د څېړونکو ازموینې دا هم ښیې،چې د چایو یوه کاشوغه شات ،د وېنې قند هم را کموي.چې دا ځانګړنه په بوره او نورو خوږو کې نه ښکارېږي.

نو که غواړئ،د مناسب اندام او ښې روغتیا خاوندان وواسئ،د نورو خوږ پر ځای شاتو ته مخه کړئ.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب